تاند- د امریکا ولسمشر پاکستان ته په بېلابېلو برخو کې د څه باندې یو ملیارد ډالره پوځي او ملکي مرستې ژمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې مرستو په هدفونو کې له هند سره د پاکستان د اړیکو ښه کېدا، د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان ملاتړ او د اتومي وسلو نه خپرېدا شاملېږي.

امریکا ډېره وېره لري چې د پاکستان اتومي وسله به د دغه هیواد له کنټروله ووځي او د خپلسرو ا تروریستو ډلو لاس ته به ولوېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پاکستان ته له تروریزم سره د جګړې، اقتصادي پرمختګ، د اتومي تاسیساتو د ساتنې او د ځینو نورو هدفونو ترڅنګ له هند سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر دا تر یو ملیارد ډالره زیاتې مرستې وړاندیز کړی دی.

 د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د بودجې وړاندیزونه وروسته له دې خپاره کړل چې ولسمشر بارک اوباما کانګریس ته ولېږل.

په وړاندیزونو کې ښکاري چې له پاکستان سره د امریکا بهرنۍ پوځي مرسته شپږ چنده زیاته شوې ده.

له ۲۰۱۴ څخه چې پاکستان ته د امریکا پوځي مرسته ۴۲ ملیونه او دوه لکه ډالره وه، په ۲۰۱۶ کې ۲۶۵ ملیون ډالرو ته زیاتېږي.

د وړاندیز شوې بودجې په کلیدي ټکو کې د سختدریځو پر ضد د پاکستان د پوځ پیاوړتیا، د دغه هیواد د اتومي تاسیساتو ساتنه، د افغانستان ثبات، اقتصادي پرمختګ او له هند سره د پاکستان د اړیکو ښه کېدا شاملېږي.

پر دې سربېره د اوباما حکومت ۳۳۴ ملیونه او ۹ لکه ډالره د اقتصادي ملاتړ او ۱۴۳ ملیونه او یولک ډالره په ځانګړي ډول د تروریستي ضد هلوځلو او د اتومي وسلې د نه پراختیا د فعالیتونو لپاره وړاندیز کړي دي.

د اکانومیک ټایمز خپرونې د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د امریکا لپاره په افغانستان کې د سولې په بهیر، د اتومي وسلو د نه پراختیا، په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د اقتصادي راکړو ورکړو د پراختیا او د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ په سر کې ځای لري.

د پاکستان لپاره دا مرسته د دغه هیواد د ثبات له پیاوړیتا او سوکالۍ سره د امریکا د ژمنې ښکارندويي کوي.

4 thoughts on “د اوباما ادارې له پاکستان سره د څه باندې ۱ ملیارد ډالرو مرستې وړاندیز کړی”
  1. دا كومك دامريكاه وباكستان ته صرف وصرف په يوه خاطر چه خبل مركزيت داسيا په منخ كي درشت كرى كه دا كار ونكرى مبادا پاكستان كومه صدمه ونه وينى چه دامريكاه شتون به بيا داسيا په منخ كى كران وى . امريكاه عيننا كار او كومك ويهودو ته هم كوى چه په منخ دعربى نرى خبل حضور درشت كرى او همجنان په نورو قارو كى په هم دى دول

  2. دا كومك دامريكاه وباكستان ته صرف وصرف په يوه خاطر چه خبل مركزيت داسيا په منخ كي درشت كرى كه دا كار ونكرى مبادا پاكستان كومه صدمه ونه وينى چه دامريكاه شتون به بيا داسيا په منخ كى كران وى . امريكاه عيننا كار او كومك ويهودو ته هم كوى چه په منخ دعربى نرى خبل حضور درشت كرى او همجنان په نورو قارو كى په هم دى دول چه په اسانى سره وكولاى سى وخبلو مغرضانه هدفوته لاره پيدا كرى.دوه كاله دمره پوه سبن زيرى ٢٠£ دتكس دنه وركولو له عامله ٢كاله بندى سو او دلته بيا وباكستان ته سخاوتمانده ميلينونه دالره وركوى

  3. بې شرمه اوشیطا نه امریکا ده !!! چې دجوال دخولې څخه په مستقیم ډول پیسې اومرستې وافغانستان ته ورکوې. اودجوال دبیخ څخه یې په غیر مستقیم ډول دګران هیواد ومخالفینو ته پیسې اومرستې ورکوې (هم یې سکڼې هم یې رغوې !!!!!!
    )خدا ی دې مو ددغه غربیانو شیطانانو دشر او دګاونډینو دشر څخه خلاص کړې. امین

  4. امریکا په دی کار سره تروریزم مخه نه نیسی بلکه تروریزم ته پراختیا ورکوی، ځکه پاکستان خپله تروریست دی او که سل ځله ورڅخه دا ژمنه واخیستل شی چی د تروریزم سره مبارزه وکړه او تروریزم له خپلی خاوری ورک کړه کله هم دا کا ر نه کوی او دا مخکی سل ځل روښانه شویده چی د پاکستان پوځ خپله د تروریستانو په لاس کی ده که باور مو نه شی نو یوټیوب کی یی ویډیوګانی وګوری چی د پاکستان پوځ د طالبانو سره ناست دی او اکاړه کوی، نو وروڼو دا هغه شیطان مردار او لعین هیواد دی چی د اسلام تر پردی لاندی یو شیطان دی سل ځله په دی پلمه چی تروریزم ورک کوو پیسی اخیستی دی او بیا یی کله هم دا کار نه دی کړی بلکه پوهیږی چی دا د پیسو د لاسته راوړلو لپاره ښه کار دی او نور هم تروریزم روزی او پیسی لاسته راوړی خو ددی نه غافل دی چی د الله پاک عدالت دومره پراخ دی چی ان شاءالله ډیر ژر به دا شیطان د ځمکی له کری له منځه لاړ شی

ځواب ورکول هلال احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *