سپینه ماڼۍ

ژباړه: ډاکټر محمدرحیم ستانیزی –

کله چې یو څوک په سپينه ماڼۍ کې واوسي. نو بیا په بل ځای کې د اوسیدو فکر هم نشي کولای. همدغه چاره د امریکا له ولسمشر بارک حسین اوباما سره، چې د جمعې په ورځ بشپړ واک نوي منتخب ولسمشر ته سپاري، پیښه شوه.

د روانئ میاشتې په لړ کې به د اوباما کورنۍ د واشنګټن په ګاونډ کې د کلوراما په سیمه کې یو کور، ته کډه کېږي.

د راپورونو په اساس په دغه کور کې چې په 1928 کې جوړ شوی، نهه د خوب کوټی او نهه تشنابونه شته.

د معلوماتو  له مخې،  کله چی دغه کور جوړ شو نو هغه وخت یی قیمت 50,000 امریکایی ډالره ټاکل شوی و. چی په اخیر کې د سپینی ماڼی د نشراتو مدیر (جو لوکهارت) واخیست چی تر اوسه یی مالک دی. او اوس د دۍ ودانۍ قیمت 5.3 میلیونه ډالره تخمین شوی دی.

د بارک اوباما کورنۍ غواړي چې د ولسمشر له پای ته رسیدو وروسته هم په واشنګټن D.C کې واوسي څو د اوباما لور خپل مکتب پوره کړي چی په 2018 کال کې پای ته رسیږی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼی په اساس، د بارک اوباما کورنۍ پلان لری چی همدغه ځای کرایه کړي چی میاشتنۍ کرایه به یې 22000 امریکايي دالره وی.

دا ښکلی کور د خښتو څخه جوړ شوی دی چی ورکې قیمتی شیان، لوی سالون او چمن هم لری.

په دې کور کې یوه ځانګړې خونه هم شته چې د بارک اوباما خواښې (ماریان روبین سن) به پکې اوسي. د بارک اوباما خواښي اوس له هغوی سره په سپینه ماڼی کې اوسي.

3 thoughts on “د اوباما کورنۍ به چیري کډه شي؟”
  1. ستانیزی صاحب سلامونه!

    په پنځم پاراګراف کې مو لیکلی دی چې “د بارک اوباما کورنۍ غواړي چې د ولسمشر له پای ته رسیدو” اصلاً ولسمشر پای ته نه رسېږي. د هغې دوره پای ته رسېږي. دا ستونزې په پښتو ژباړو کې ډېرې لیدل کېږي، ځکه چې ځینې پښتو لیکوال د ژباړې څخه وروسته خپله ژباړه نه لولي او نه یې هم چا ته ورکوي چې د نشر نه مخکې یې وګوري او تېروتنې په کې سمې کړي.

    په درنښت
    حامد

  2. بلی حامد صیب، زه ورته متوجه یم. د ډیری بوختیا له امله می ونشوای کړای چی حتی یو وار یی پخپله هم ولولم. خو په هر صورت په یوه کوچنی غلطی می مه ملامتوه. که څه هم چی زما مسلک ژباړه نه ده. خو فقط دغه مطلب راته په زړه پوری ښکاره شو، او په یوه انګلیسی پاڼه کی مو ولوست. نو فکر می وکړ چی کیدای شی بعضی افغانان به وغواړی چی پوه شی چی اوباما به وروسته چیرته اوسی. او دا لیکنه به یی خوښه شی. نو ما هم ورته ترجمه کړه.

  3. دا کو چنی نه بلکی لو یه غلطی ده په ملیونو نو افغا نا ن یی لولی

ځواب ورکول حامد ننګرهاری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *