بشیردودیال

پوهاند محمد بشیر دودیال  

د اوبو راتلونکې، ساینسپوهان لویه اندیښنه کې اچولي دي، خو سره له دې هم دوی په احتیاط ګام اوچتوي، د اوبو د راتلونکو ستونزو د هواری، د بشریت د ژوند او روحي ډاډ ګیرنې لپاره لوړ لګښت لرونکې څیړنې کوي. اوبه نه یواځې د انسانانو لپاره، بلکې د ونو- بوټو او ټولو ژوندیو لپاره حیاتی ماده ده. ساینسپوهان وایی: انسان د اوسیدو لپاره همدا یوغونډاری (only one earth) لری چې ورباندې ژوند وکړي، دا ځکه  چې د ډیرو پلټنو سره سره په لوی کهکشان او بی پایه فضا کی(زموږ د اوسنۍ پوهې له مخې) بل هیڅ  داسې ستوری  ونه موندل شو چې اوبه ولري. تر دې هم د اندیښنې وړ خبره  داده چې راتلونکې کې د خوږو اوبو د کمښت ویره موجوده ده. له همدې امله د دوبلن کنفرانس اوبه یوه  اقتصادی ماده وبلله، کومه چې پخوا تردې  مُفته او پریمانه ماده بلل کیده.

اوبه ولې اقتصادی ماده وبلل شوه او  ولې به راتلونکي جنګونه په تیلو نه،بلکې په اوبو وي؟

د زمکې پرمخ، دځمکې لاندې طبقاتو(اکویفرونو) کې، د زمکې  پرمخ (روانې اوبه)، د زمکې له مخ پورته په هوا کې د بړاس په بڼه، د غرونو  او دوقطبونو کنګل بڼه ټول هایدروسفیر جوړوي. د هایدروسفیر ډیره برخه  په لویو سمندرونوکې ده، آن دا چې ویلای شو چې د زمکی د مخ په سلو کې اویا برخه اوبه  او پاتې په سلو کې دیرش وچه ده.

ستونزه  دا ده چې تازه او خوږې (د استفادې  او څښلو وړ) په ټول هادیرو سفیر کی ډیره لږ (په سلو کې یواځې دوه) برخه جوړوی. په تیره بیا  سیندونه تر ټولو لږ برخه اوبه جوړوی. د سیندونو اهمیت ته په کتو سره پخوا کلونو کې یوه جلا علمی څانګه د (Potamology)  په نوم رامنځته شوی وه، چې د وخت په تیریدو سره دغه علمی دسپلین اوس د نړۍ په پوهنتونو کې د (Rivers Studies ) په نوم مطالعه کیږی، اوس Hydrology د  Potamography ځای نیولی دی چې د یو شمیر پوهنځیو اساسی مضمون او ځینو نورو کې اختصاصی مضمون جوړوی. د اوبو او سیندونو د وضعیت د روښانتیا  لپاره  لاندی جدول وګورئ:

په همزمانه توګه د هایدروسفیر بیلابیلو برخو کی د اوبو منبع اوشکلونه

د یوه اقتصادی  قانون له  مخې هره هغه ماده چې قحط یا د کمیابي (scarcity) حالت کې وی تقاضا ورته زیاته وي، نو ارزښت یې هم لوړ وی. په همدې خاطر تیره پیړۍ کې د دوبلن نړیوال کنفرانس کې اوبه اقتصادی ماده وبلل شوه او ښاریان، د اوبو مصرفوونکی کمپنۍ، موسسات او نور باید د اوبو دمصرف په بدل کې بیه ورکړی. نوځکه اوس  د یوه قیمتی جنس په توګه عرضه کیږی، مدیریت کیږی، پلان ورته جوړیږی او د ممقیاسونو حدودو کی ارزول کیږی.د اوبو د قحط او وچکالی اصطلاح ممکن وار په وار زیاته واوریدل شی او اوبه به پرته له کار او لګښت څخه تر لاسه نشی. له بلی خوا د اوبو تولید او ویش دهغی به ارزښت کی زیاتوالی راولي. اقتصادی توکی ټول  له پلورلو،پیريدلو، انحصار،سیالی، ویش او مصرف سره یو ځای وي او بیه یې د عرضې او تقاضا او د دواړو له حساسیت سره  اړه لري، چې په دې کې اوبه هم راځي.

د اوبو تقاضا: په یوه ټاکلي وخت کې د څښلو، کرنې، صنعت یا هم د ژوند دچاپیریال لپاره د او بو ټاکلی اندازه ده او هغه هم داسې چې تقاضا ورته حساسه ده، دا ځکه چې هیڅ بل بدیل نه لري.

د اوبو عرضه: د روانو اوترځمکې لاندې خوږواو تازه اوبو(Fresh water) هغه اندازه چې صرف په ټاکلو حدودو کې موجوده ده اوبس،  اما اړتیا ورته ډیره ده.

د اوبو مدیریت: د جاري او ځمکی لاندی اوبود منابعو لپاره پلان جوړونه، دهغو تخصیص کول اوښه مصرف، د هغو لپاره دراپوروکولوسیستم، پالیسی او ستراتیژی جوړول دی.  د اوبو په هکله د(Responsible NaturalReso.Policy) یا دطبیعی منابعو مسئولانه پالیسیسپارښت کیږي چې دا مسئولیت اوسني نسل ته متوجه دی او (اوسنی نسل) هروخت موجود وي، نوځکه دغه مسئولانه پالیسی هم تل تر تله او د هر نسل په وړاندې عین ارزښت او تعهد ته اړتیا لري.

د پورتنیو دلایلو له مخې  په ۱۹۹۲م. کال د دوبلن کنفرانس د اوبو په هکله یو شمیر اصول (Dublin water principles)تصویب کړل چې هغه  دا دي:

۱. خوږی (تازه) اوبهfresh waterیوه ډیره محدوده او زیان منونکی سرچینه ده چی د ځمکی پرمخ د ژوند د دوام او د چاپیریال د خوندیتوب یوه ضروری ماده ده.

۲. د اوبو د مدیریت پرمختیا باید د یوه مشارکتی او ګډ پلان او تګلاری له مخی وي، چی پالیسی جوړوونکی، د پروګرامونو طراحان او لګښت کوونکی باید په شریکه په ټولو کچو کې په دې موضوع فکر وکړی او معقول تصمیم ونیسي.

۳. ښځې د اوبو د ساتنې او ډاډمنتیا په برخه کې لویه ونډه لري.

۴. اوبه د مصرف په ټولو ډولونو (څښلو، صنعت، کرنی …) کی اقتصادی ارزښت لری او باید د اقتصادی جنس په توګه وپيژندل شی.

د اوبو تر ټولو مهمه  استفاده ، د څښلو لپاره په هغو لاسبری water availability دی، چې دا له خمکې لاندی اکیویفر اویا د غرونو له  یخچالونو څخه ترلاسه کیږی. د اوبو جاری مطالعات ښکاره کوې چې یخچالونه مخ په ویلی کیدو دی او شمیر یې کم شوی دی. دوهم  مهم استعمال یې د کښت لپاردی  د بوټو د جذب د توانایی له مخی اوبه په خاورو کی په دوه ډوله دی: لومړی هغه ډول اوبه چی بوټی یی نشی جذبولای، دوهم هغه اوبه چی بوټو ته د لاسرسی وړ دی. بوټی نشی کولای هغو ټولو اوبو څخه ګټه واخلی چی خاورو ته ورځي. دا چی د بوټی ریښی نشی کولای ځینی وخت اوبه جذب کړی دوه علتونه لری: لومړی دا چی زیاتره وخت د باران اوبه ډیر ژر د خاورو ډیرو کوزو برخو ته ننوځي. په تیر بیا په ګرمی کی او په شګلنو خاورو کی د اورښت اوبه ډیر لږ وخت کی د بوټو د ریښو د خپور والی له ساحی ښکته راځي او په دوه دری ورځو کی یی هیڅ نښی نه پاتی کیږی. هغه بل ډول اوبه چی ریښی یی نشی جذبولای هغه د ځمکی هغه نازکو طبقاتو کی خوندی دی او د خاورو کوچنیو ذراتو باندی ډیری کلکی نښتی، نو ریښی یی نشی جذبولای، د ونو او بوټو د مړاوی کیدو مهال هغه وخت رارسیږی چی ظاهراً دغه ډول اوبه په خاوره کی وی، خو د بوټي د استفادی وړ نه وی، نو اړ یاستو چې له ویالو او سیندونو یې اوبه کړو. دا پریکړه د سیندونو د اوبو په استعمال فشار راوړی.

له بلې خوا د خوږو اوبو د ډنډونو او سیندونو د ککړتیا او کمښت له امله آن د اوبو الوتونکی  یاسمندري مرغان (seabirds) کم شوی دی او دا ویره شته چې د یو شمیر نومونه به د نړۍ سره کتاب ته ولیږدول شي. داهغه الوتونکی  دي چی د اوبو په چاپیریال کی ژوند کوی لکه بتکې، حسینی قاز، ډوبینکی، زاڼې او نور. دا د طبیعی منابعو او وحشی ژویو wild lifeپه بحث کی یوه کمیابه منبع ده چی ځینی ډولونه یی د انقراض په حال کی دی، یعنې د یوې سرچینې (اوبو) په قلت سره بله قیمتی منبع هم له لاسه وځي.

د رېیم استعمال یې د څاریو څښاک او صنعت کی دی. دغو ټولو بشریت (د اوبو ډیر ایستل water mining) واقعیت سره مخامخ کړ. دا هغه حالت دی چی تر ځمکی لاندی اوبه ډیری زیاتی راوایستل شی. یعنی د اوبو د تغذیی او برداشت توازن له منځه ولاړ شی. په دی حالت کی تر ځمکې لاندې اوبو زیرمې تشیږي.

د دې ستونزی د حل لپاره تر ځمکی لاندی د اوبو زیرمو مدیریت(aquifer management) کولو ته  اړتیا لرو، چی موخه یی د ځمکی لاندې اوبو د زیرمو بډای کول، بیرته ریچارج کول، مدیریت، له ککړتیا ساتل او له هغو څخه ښه استفاده کول دي. په هندوستان او پاکستان کی خلکو د اوبو د زیرمه کولو لپاره ډیمکاری (rain fed farming)  ته ملا تړلی چی د باران د اوبو د زیرمه کولو لپاره ډیمونه او غرنی تالابونه جوړیږی او د کال په اوږدو کی د باران په اوبو کښت ترسره کیږی. نورو هیوادو د اوبو د پاسره کولو لپارهقطره یی خړوبول drip/tricking irrigationد اوبو د اقتصادی لګښت په موخه بوټو ته د څاڅکو طریقه رواج کړی،  چې ونو او بوټوته اوبه د څاڅکو په بڼه رسول کیږی یا هم کروندی او باغونه د شیندلو په طریقه sprinkler irrigation  خړوبوي . ډیرو نورو هیوادونو انحرافی او ذخیروی بندونه جوړ کړی او خپل سیندونه یې راایسار کړي دي. امریکا د سیندونو اهمیت ته په کتنی سره  د دغې مهمې منبع د مدیریت لپاره  په ۱۹۸۹م. کې یوه  لویه اداره (national rivers authorityیاNRA)جوړه کړه چې  په امریکا کی د اوبو ټول خدمات او علمی څیړنې ورپورې اړه لري او د اوبو د مدیریت له نورو ادارو سره په ګډه کار کوی. په  ایران کې مدیریت شیلات، پژوهش ابهای روزمینی،…په پاکستان کې WAPDAاو نور ادرات په همدې موضوعاتو کار کوی، هند هم دټول هیواد او هم د ایالتونو په کچه دې ساحه کې لوی ادرات او انستیتوتونه لری، خو بیا هم لویو اندیښنو سره مخامخ دي.

لله الحمد  افغانستان د سیندونو شپږ حوزې لري (دولت رسماً پنځه حوزې معرفی کوی) چی پرته له موسمی سیندونو او خوړونو ۲۶ سیندونه  لری. دغه سیندونه د خپل ځوړ او ګړندیوالی  له مخې بیساري دي.  له بلې خوا زموږ د هیواد د اورښت اندازه هم  ډیره بده  نده(که په منځنۍ توګه یې په کال کې ۲۵۰ میلیمتره ومنو)،  تر راتلونکو ۳۰-۴۰ یا ۵۰کلونو به  ان شاالله  ډیره لویه ستونزه نه وي، خو  که د ځمکې لاندې اوبو دیسچارچ او استفاده دهغو دبیرته  تغذیی او ریچارچ څخه پرته همداسې دوام  ومومی او اوبه اقتصادی ماده نه کړو، ډیر ژربه لویی ستونزی سره  مخامخ شو. همدا اوس  د هیواد ډیرو  ښارونو او له هغی جملې  په کابل ښار کې د  اوبو  د ناسم مدیریت  او دې برخه کې د پالیسی او ستراتیژی د نشتوالی له امله د زیرزمینی اوبو د زیرمو کمښت احساس کیږي، خو د کرنې، دبریښنا د تولید او د زیرمو د پیاوړتیا لپاره یوې قوي برنامې، سنجول شوې ستراتیژي او علماً تنظیم شوې پالیسی ته ضرورت دی، هغه څه چې نه یې لرو!

افغانستان د اوبو لګولو او ملی سیندونو په ټولو (رسمی پینځو او زموږ د پیشنهاد له مخې شپږو) حوزو ( water shed/basin/tributaries)کې تخنیکی کار ته  اړتیا لري. باید سییندونه او خپلی اوبه مدیریت او زیرزمینې زیرمې تغذیه شي. د بندونو او کانالونو کیندل لومړنی ضرورت دی. باید دې برخه کې متخصص کادر وروزل شی، موږ هرکال ۱۲۰۰ شاخوا محصلان یواځې د حقوقو اوسیاسی څانګه کې بهر ته  استوو، خو د هایدرولوژی او هایدرومتری برخه کی مو هیڅ پاملرنه نده کړی. موږ باید افغانستان کې د اوبو د رامنځته کیدو، حرکت، ویش،  روانو او ترځمکی لاندې اوبو ټول جریانات مطالعه کړو. دجګړو له لاسه ټپي او په سینه پروت افغانستان چې فاسدو او بی کفایته زورواکو یرغمل کړی، اوسنی وخت کی هیچا سره د ابو پر سر د تړون او قراردادونو او لابیګری وس او واک نه لری، د یوه توانمند اوقوی مرکزی دولت تر جوړیدو پورې باید له ګاونډیو سره د خبرو او قرارداد  له لاسلیک په کلکه ډډه وشی، که  نه دا به وروسته د ګندمک له معاهدی دوهمه تیروتنه وي. اوبه مو آبرو ده. ملی شعور باید اوچت شی. باید د اوبو دمدیریت پروژې تر کار لاندې ونیسو. دې برخه کې د هلمند د ناوې پروژه، نغلو او د ننګرهار د کانال پروژه  نمونوی او موفقه بیلګه ګرځیدای شی (سره له دی چې درېواړه ډیرې زړې دی او لومړنۍ یې بشپړه نشوه، دوهمه تکفیر او درېیمه یې بیرته ویجاړه شوه)، د هیواد جنوب کی د دوو نهرونو،  د کندهار د لویې ویالی پروژه، د نهرکریم پروژه، په شمال کی د اوبو لګولو یو شمیر پروژې  چې له نن څخه ۳۰-۴۰ کاله پخوا تکمیل شوی الګو وګرځوو. دې وروستیو کې د سلما، کجکی، مروارید، کامې بند، سلطان بند، کمال خان او بخش اباد بندونو خبرونه اوریدل کیږی، دا ټول پخوانی بندونه دی، خو د  شاتوت او شاه وعروس بندونه لږ څه نوې طرح ده چې صرف د کابل ښار د ځمکنیو زیرمو لپاره به اغیزمنې وی، حال دا چې د هیواد دټولو سیندونو په امتداد او بهیر کی دا ډول بندونه او زیرمی جوړیدای شي. دافغانستان د سیندونو یو عجیب خصوصیت دا دی چې هرو ۸-۱۲کیلومترو کې یو سرکوب ورکولای شي. همدا اوس په نړۍ کې په سلو کې لس سیندونه په مصنوعی ډول او د تخنیکی کار په واسطه جوړ او د ابو د جریان د رهنمایی او کننترول لپاره استفادې لاندې دی، حال داچې د افغانستان د طبیعی سیندونو په سلو کې۷۰-۷۵پورې اوبه  بی استفادی  وځي یا ډاګونو کې جذبیږی.

د دې په خاطر چې د اوبو پرسرله راتلونکو جنګونو څخه خوندي  پاتې شو، دسیندونو ترغاړې تږي ونه اوسو، آب مو خوندی او له رڼا برخمن اوسو، نو باید له همدې اوسه دې برخه کی کار وکړو.  د اوبو پر سر جنګونه د تورې، توپ او توپک جنګونه نه دی، بلکې دا د ثواب تر نوم لاندې هغه تباه کوونکی جنګونه دی چې د زیربنایی پروژو له منځه وړل، د عامه افکارو منحرفول، سیاسی رشوت ورکول، ګوډاګی په ګدۍ کینول او د تعصباتو، خرافاتو، فساد، مخدراتو، قاچاق او نورو خورول یې یوه برخه ده، نو افغانان چې په توره او ټوپک کې ډیر زړور اوتکړه دی، خو په دا دوهم ډول جګړه کې بیا تر ټولو بی زړه او ناکام دی. د اوبو په شان مهم مسایل، د کرنیزو زمکو خړوبول، دچاپیریال ساتنې موضوعات، د اقتصادی ودې لار هوارول، تکنالوژي عامول، غذایی مصئونیت ته رسیدل ، انسانی عالی سجایا روزل اوتعلیم اوچتول، مدنی او فرهنګی متعالی ارزښتونه ځلول، په نړیواله کچه د هیواد دخپلواک پرستیژ اوچت ساتل، دعامه خدماتو ښه کول او دې ته ورته  لوی  تدابیرد منځنیو پیړیو د دوران په حاکمیتونو نشی کیدای،  دغه لوی تدابیر د یوویشتمې پیړۍ حکومتولي او خدمتګار دولت غواړي، چې د اوبو مدیریت یې یوه دنده ده.

2 thoughts on “د  اوبو په هکله یو شمیر حقایق او زموږ راتلونکې”
  1. ای کاش زموږ ټول پوهاندان همداسی زموږ ملی شتمنی تعریف او ذیربط حکام ورته متوجه کړی او دخپل تخصص نه په احسن طریقه د ملی ګټو په ساتنه کی کار واخلی.
    رښتیاهم پوهاند صاحب ښه تفصیلی او مسؤلانه لیکنه کړی او ډیرو مهمو ټکو ته یی اشاره کړی چی ذیربطه اداری باید ورته جدی پاملرنه وکړی بالاخص د د. اشرف غنی خاصه پاملرنه ډیره اهمه ده

  2. سلام
    پوھاند صاحب پہ مسلکی او علمی لحاظ خو ستا لیکنہ کی ھیخ شک نشتہ کاشکی تورن اسماعیل خان چی داوبو او انرڑی وزیر وہ ھم د اوبو او انرڑی پہ تعریف پوھیدای پہ تولہ نری کی عالم ، اھل کار، مسلکی او د تجربی خلک خان تہ خای لری پت نہ پاتی کیزی
    زموز فرھنگ کی پوھہ ، علم ، تجربہ ، رسالت او مسلک پہ شخصی اریکو پوری تراو لری نو خکہ نداف، مسگر قومندان،ضابط او خورد ضابط تول پہ یوہ کاسہ کی لگیا دی ھر خوک وایی چی منم اوس بیسوادہ وزیران ھم پری راگ د شول
    عاقبت بخیر ھمدا کوو ھمدا دا نور بلا او بتر خو د کرکیچ پہ جورولو کی یو اوبل تہ پاس ورکوی چی مشروط کرزی ھم پہ کی آختہ دی

ځواب ورکول ع۔شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *