پوهنيار عمران لايق

ليکوال: ن.پوهنيار عمران لايق د زابل پوهنتون استاد او فعلا د ممبي پوهنتون MSc Ana Ch محصل

ساینس پوهان هر هغه څه چي حس شي ماده پيژني نو په دې اساس د اور لمبه ماده بللای شو ځکه چي ليدل کيدای او هم لمس کیدای شي.

ساینس پوهانو د موادو مختلفو حالتونو ته په کتو ماده په څو ډولونو ویشلې چې ځيني يې آن له بیګ بينګ نه شېبه وروسته او بليک هول دننه هم د مادې حالت څيړي خو په ټوله کي ماده دوه ډولونه لري چي يو يې کتلوي او بل يې ساحوي بلل کيږي.

د کتلوي مادې تشکيلونکي ذرات په سکون حالت کي اندازه کيدای شي او د ساحوي مادې ذرات نه شي اندازه کيدای همدا سبب دی چې کتلوي ماده ساتلای او انتقاليدلای شي اما ساحوي ماده نه ساتلای او نه انتقاليدلای شي، همدارنګه ساحوي ماده په يواځي ځان نه شي رامنځته کیدای بلکي يوې منبع ته ضرورت لري داسي حال کي چې کتلوي ماده پرته له منبع په خپله هم شتون لرلای شي. د کتلوي مادې تشکيلوونکي ذرات اټومونه، ماليکولونه، راډيکالونه اوايونونه کيدای شي مګر ساحوي ماده هيڅ دا ډول ذرات نه لري.

کتلوي ماده پنځه فزيکي حالتونه لري چې جامد، مايع، ګاز، نيوټروني او پلازما دي.

لومړنيو دريو حالتونو سره ټول بلد يو، په نيوټروني حالت په جامد د دوامداره زيات فشار له امله رامنځته کيږي او دې حالت کي اټومونه يواځي نيوټرونونه لري ځکه يې نيوټروني حالت بولي. دا حالت په  نيوټرون ستورو کي موندل کيږي ځکه په دغو ستورو د کالونو سخت بيروني فشار له امله د دوی په اټومونو کي د مدارونو الکټرونونه هستې ته نږدې شوي، د هستې لخوا جذب او بالاخيره د هستوي تعامل له مخي ټول الکټرونونه د پروټونو سره يو ځای شوي او په نيوترو بدل شوي چي ددې ډول ستورو جوړښت نیوټروني حالت کي دی.

په پلازما حالت کي د مادې اټومونو خپل الکټرونونه له لاسه ورکړي او په ايونيک حالت کي شتون لري دغه حالت بيا له هغو ګازونو څخه رامنځته شوی چې د لمر شاوخوا شته ځکه لمر په خپله سطحه کي تقريبا ۶۰۰۰ سانتي درجې تودښه لري او د همدې تودوښې څخه الکټرونونه انرژي اخلي او له اټومونو څخه فرار کوي چې په نتېجه کي ګاز په پلازما بدليږي دلته که اټومونه يواځي د وروستي مدار الکټرونونه له لاسه ورکړي ، سړه پلازما او که ټول الکټرونونه له لاسه ورکړي ګرمه پلازما يې بولي. د کتلوي مادې دغه دوه فزيکي حالتونه د ځمکي په مخ په عادي حالت کي شتون نه لري اما لابراتوارونو کي د هغوي تشکيلول ممکن دي او شوي دي.

د اورلمبه تودوښه او رڼا ده چې د موادو چټک اکسيديشن له امله رامنځته کيږي . د اورلمبه په يواځي ځان نه شي ساتل کيدای او نه هم له يوه ځايه بل ځای ته انتقاليدلای شي همدارنګه اور لمبه د يوې منبع پرته په يواځي ځان نه شي رامنځته کيدای، د هغې رامنځته کولو لپاره د احتراق عمليې ته اړتيا ده چې د موادو د اکسیدیشن له امله رامنځته کيږي نو په دې اساس د اورلمبه ساحوي ماده دی او هغې ته د کتلوي مادې لکه ګاز، پلازما او…. نه شو ويلای.

د دې ترڅنګ غږ، سیوری، مقناطسي ساحه، د سيارو تر منځ د جذب قوه، پيریان او پرښتې ټول ساحوي مواد دي.

7 thoughts on “د اورلمبه ګاز دی که هوا! نو ولي يې نه شو ساتلای او انتقالولای؟”
  1. د استاد پوهنیار عمران لایق په ګوتو دی برکت وي واقعا هم استاد ګټوره مقاله لیکلې چی په مرسته
    به یی زموږد هیوادوالو په ذهن کې ډیری پوښتنی
    چی د اور په اړه راولاړی شوی وي حل شوی به وي
    .د استاد قلم دی تاند او روان وي

  2. قدرمن لایق صیب قلم دې تل همداسي تاند او روان پاتي شه لیکنه دې خوندوره وه او ښه معلومات یې لرل

  3. قدرمن لایق صیب ځوان استعداد ده له لیکنې مې پوره خوند واخیست خدای دې دلایق پشان استعدادونه زیات کړې

  4. سلامونه،
    ګران ورور پوهنیار عمران لایق ساب! ښې چارې . په رښتیا د کورونا غمیزه کې ستا پوهنیزه لیکنه د ځوانو ذهنونو په روښانه کولو او + پوهنو په لا تشویق کې ډیره د قدر وړ ده . ویاړ پر تا غوندې ځوانو استاذانو!.
    د کتلوي مادې په اشکالو خو ټول پوهیږو ،خو د ساحی هغو ېې زه هم په چورت یوړلم ؟.
    که مو په یاد وي څو کاله مخکې یو فرانسوي او یو بلجیمي فزیکپوهانو د اټوم د زړي او د الکترون تر مینځ یوه ساحه کشف کړله چې د هغوی په آند دا ډیره موده فزیکپوهان ورته په څیړنو کې ول !
    نو لکه تاسو چې پای کې هم د ږغ، مقناطیس ، د سیارو تر منځ جاذبه قوه ،،پیریان؟؟،په ساحوی ماده کې شمیرلي ++ زما په پکر برق، رڼا یا نور ، د ابحارو څپې او بالآخره ستا د پوښتنې ( د اور یا هور لمبه یا شُغله !) به هم د همدې ساحوي انرژۍ یو ډول وي.
    و من الله التوفیق. ستا او ستا په شان ډیرو تنکیو او تاندو هڅاندو ځوانانو د لا ډیرو لاستهراوړنو په هیله او همقطارانو ته ېې لَورونه.

    1. مننه محترم ډاکټر صيب ستاسو له هڅونې او غوره نظر نه!
      دقيقا د ساحوي مادې په اړه ډيرې پوښتنې شته چي لا نه دي ځواب شوې دلته يواځي هڅه شوې تر څو ساحوي ماده وپيژندل شي او ځيني مثالونه
      يې لکه اور ، غږ ، سيوری …..چې آن ډيری مسلکي اشخاص ورسره نا بلد ول او د کتلوي مادې ډولونو
      کي ي به يي صنف بندي کول روښانه شي.
      درنښت

  5. سلام
    توانا بود هرکه دا نا بود! ډیرعالی اومسلکی بحث ، او فزیک هم یوجالب مضمون دی ، لمر او سپوږمۍ هم د ساحوی ،تودوخې اوجاذ بې قوی یا انرژ / ګراویتی ،سمندری څپې دداکتر ساپی به خبره فعاله ونډه لری . راغلو د پېریانو اوفرښتو په برخه کې چې د مادی له دی برخونه مستثنا دی دا په پریږدو بل وخت ته چې اوږد بحث دی
    position
    velocity
    and acceleration

ځواب ورکول Abdulqadus ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *