د اوزون گاز ( Ozone Gas) تعریف

اوزون له یونانې کليمې ” اوزین” څخه چې د بوی معنا لري اخیستل شوې ده. تیز او تند بوی لري چې لږه اندازه یې هم احساس کیږی.

اوزون هغه ګاز دی چې په طبیعي ډول زموږ په اتموسفیر کې د یو پوړ یا طبقې په څېر ځای لري او د انسانانو د ژوندانه او ایکو سیستم د سلامتۍ لپاره حیاتی ارزښت لري. کیمیاوي فورمول یې O3 دی. اوزون په لومړي ځل په ۱۷۸۵ میلادي کال کې د مارتینوس فن ماروم له خوا  په لابراتواري آزمایښتونو کې کشف شو او بیا نیمه پیړۍ وروسته په کال ۱۸۳۹ یوه آلماني کیمیا پوه کریستین فدریک شونابین له خوا ورتهO3 فورمول وټاکل شو او ورپسې په ۱۸۶۷  کال دا فورمول

حکمت الله هلال

تایید شو.

د اوزون پوړ په اتموسفیر کې له ځمکې څخه ۱۰ – ۱۶ کیلومتره ارتفاع لري. دا ارتفاع بیا په قطبینو او استوا کې سره توپیر لري، یعنې په استوا کې دا ارتفاع ۱۶ کیلومترو او په قطبینو کی ۱۰ کیلو مترو ته رسیږي او ډبلوالی یې ۵۰ کیلومتره دی. 

د اوزون ګاز ډولونه

اوزون د اتموسفیر په طبقو کې د وېش له مخې په دوه ډوله دی:

  • تروپوسفیری اوزون: عبارت له هغه اوزون څخه دی چې د اتموسفیر په تروپوسفیر طبقه کې موقعیت لري او مقدار یې ۱۰ سلنې ته رسیږي. دې ډول اوزون ته بد اوزون هم وایي، چې صحت ته زیان رسوي، ځکه چې دا اوزون له ککړو اجسامو څخه پورته شویو ګازونو څخه جوړیږي.  د یادولو ده چې، همیشه دا اوزون په دې طبقه کې نه وي.
  • ستراتوسفیری اوزون: عبارت له هغه اوزون څخه دی چې د اتموسفیر په ستراتوسفیر طبقه کې موقعیت لري او مقدار یې ۹۰ سلنه ته رسیږي.  دې اوزون ته ښه اوزون هم وایي، ځکه چې دا اوزون د آکسیجن له درېیو مالیکولونو څخه جوړیږي او همیشه دا اوزون په همدې طبقه کې وي.

د اوزون ګاز جوړښت 

اوزون په تروپوسفیر او ستراتوسفیر طبقو کې په بیلابیلو طریقو جوړیږي.

    • په تروپوسفیر طبقه کې د اوزون جوړیدل: په دې طبقه کې چې ځمکې ته نږدې او د اتموسفیر لومړۍ طبقه ده؛ طبیعي او هغه ګازونه چې له ککړو اجسامو څخه تولیدیږي په تیره بیا هایدروکاربونونه او نایتروجن اکساید ګازونه دي او عمده سرچینې یې د سون فوسیلي توکي دي چې د لمر رڼا په شتون کې د کیمیاوي تعاملونو په پایله کې منځته راځي او د اوزون ګازي طبقه جوړوي. 
  • په ستراتوسفیر طبقه کې د اوزون جوړیدل: په دې طبقه کې چې د اتموسفیر دویمه طبقه ده او ۹۰ سلنه اوزون پکی موقعیت لري د طبیعي تعاملونو په واسطه په لومړۍ مرحله کې  له بنفش څخه اخواته وړانګې د آکسیجن مالیکولونه ((O2 د آکسیجن په اتوم ((O بدلوي او وروسته په دویمه مرحله کی هر اتوم د آکسیجن له مالیکولونو سره تعامل کوي او په پایله کې د اوزون ګاز (( O3 لاسته راځي.

اوزون ګاز اهمیت 

لکه څنګه چې مو مخکې وویل، اوزون یوه حیاتي ماده ده چې د ځمکې د کرې پر سر د حیات  د پایښت سبب شوې ده. دغې ګاز د اتموسفیر په ستراتوسفیر طبقه کې یوه حفاظتي طبقه جوړه کړې ده چې د فلتر په شان عمل کوي او ځمکې ته  د مضره وړانګو (UV-B) د رارسیدلو مخه نیسي. دا وړانګې ساینس پوهانو په درې ډولونو ویشلې دي.

  1. UV-A : دا وړانګې له فلتر وروسته ټولې د ځمکې سطحې ته رارسیږي.
  2. UV-B: دا وړانګې مضره وړانګې دي چې د اوزون طبقې په واسطه جذبیږی. که چیرې دا وړانګې د ځمکې سطحې ته راورسیږي، نو د ژونديو موجوداتو (نباتاتو او حیواناتو) په ژوند باندې منفي تاثیر لري. او د لاندې ناروغیو لامل کېږي: 
  • پوستکي سرطان؛
  • سترګو ړندیدل؛ 
  • د یو حجروي موجوداتو له منظه وړل؛
  • د انسان حفاظتي سیستم له منظه وړل؛
  • نباتاتو مختلفو ډولونو باندې ناوړه اغېزه لرل.
  1. UV-C : دا وړانګې د ځمکې سطحې ته نه رارسیږي.

د اوزون گاز په طبابت کې 

د اوزون له بې رنګه ګاز څخه کولی شو چې په طبابت کې هم ګټه واخلو، چې د اوزونو تراپي په نامه یادیږی. له دې ګاز څخه په طبابت کې د بیلابیلو ناروغیو درملنې لپاره ګټه اخیستل کیږی. دا ناروغۍ له انتاني ټپونو، دوراني اختلالاتو، ويروسي ناروغیو، روماتيزم او د مفصلونو پړسوب، سرطان او ایډز څخه عبارت دي.

که څه هم د اوزون له ګاز څخه په طبابت کې ګټه اخیستل کېږي، خو سربیره له ګټی ځان سره خپل زیانونه لري چې دا زیانونه د اوزونو تراپي په ډولونو پوری اړه لري.

د اوزون طبقې له منځه تلل

 لکه څنګه چې په کیمیاوي تعاملونو کې  د اوزون ګاز جوړیږي، همدارنګه په کیمیاوي تعاملونو کې دا ګاز او د هغې طبقه تخریبیږي. د دې ګاز تخریبوونکي د فلورین، کلورین او کاربن ګازونه دي چې دې ګازونه ته HCFC  او CFC ګازونه هم وایي. دا ګازونه په ستراتوسفیر طبقه کې د آکسیجن د درېیو مالیکولونو اړیکه له منځه وړي او د یو آکسیجن له مالیکول سره تعامل کوي، چې په پایله کې د اوزون طبقې د تخریب لامل ګرځي. دا تخریب د شپږو مرحلو په ترڅ کې ترسره کیږي چې عبارت دي له انتشار، تراکم، انتقال، بدلون، کیمیاوي تعامل او حذفول او په لاندې ډول تر سره کیږي.

۱ـ انتشار: هلوجن سرچیني ګازونه د ځمکی پر سر د بشري او طبیعي فعالیتونو په ترڅ کې خپریږي. 

۲ـ تراکم: کله چې هلوجن سرچیني ګازونه تراکم وکړي نو د بادونو په واسطه په تروپوسفیر طبقه کې خپریږي. 

۳ـ انتقال: د ګازونو له خپریدو نه وروسته په تروپوسفیر طبقې په اتوموسفیر کې د هوا انتقالي حرکتونو په واسطه ستراتوسفیر طبقې ته انتقالیږي.

۴ـ بدلون: د هلوجن سرچیني ګازونه د ستراتوسفیر په طبقه کې د لمر وړانګو په شتون کې د کیمیاوي تعاملونو په واسطه په انفعالي هلوجن ګازونو بدلیږی.

۵ـ کیمیاوي تعاملونه: د کیمیاوي تعاملونو په واسطه په ستراتوسفیر کې د هلوجن سرچیني ګازونه په انفعالي هلوجن ګازونو بدلیږي او د تخریب لامل ګرځي.

لکه څنګه چې مو وویل CFC اوHCFC ګازونه د اوزون طبقې د تخریب لامل ګرځی، نو یو شمیر لوستونکو ته دا پوښتنه پیدا کیږي، چې د پورتنیو ګازونو بدیل به کوم ګازونه وي، چی د هوا ککړتیا لامل نه شي او د اوزون طبقې ته هم کوم زیان پیښ نکړي؟

HFC ګازونه یا د فلورین او کاربن ګازونو سره د هایدروجن ګاز ترکیب شي نو موږ کولی شو بیا له دې ګازونو څخه په ایرکنډیشن او یخچالونو کې ګټه واخلو، ځکه چې د اوزون طبقی یا پوړ ته د دې ګازونو زیانونه نظرHCFC او CFC ګازونو ته کم دي.

One thought on “د اوزون ګاز | احمد خالد صافی ”
  1. سلامونه اډمین صیب
    هیله لرم روغ او جوړ اوسی
    د اوزون ګاز مقاله چی تاسو خپره کړی ده زما لیکنه ده او عکس هم زما دی خو تاسو د حکمت الله حلال صیب نوم لیکلی دی .

    په درناوی .

ځواب ورکول احمد خالد صافی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *