ښاغلی ارینزی

د ولسواكه يا دموكراتيكه نظامونو يوه ښېګڼه دا ده چې خلك د ټاكنو له لارې خپل مشران ټاكي او هغوى بيا د قانون د حاكميت په فضا كې، خلكو ته او د دوى په استازيتوب پالمان، محاكمو او نورو مسووله ارګانونو ته ځواب ويونكي وي؛ خو دا زرين اصل په هغه هېوادونو كې تطبيق شوى او كېږي چې خلك او چارواكي ټول ځانونه قانون ته ژمن بولي، د قانون د تطبيق په چارو كې مرسته كوي او ځانونه له قانون څخه پورته نه ګڼي!

په اوسني افغانستان كې هغه څه چې له بده مرغه هېڅ نشته يا خورا كمزورى او پيكه ښكاري، د قانون حاكميت دى. ولسمشر حامدكرزى او مرستيالانو يې له همغه پيله قانون ته په درنه سترګه ونه كتل او د اصولو او ضوابطو په ځاى يې روابطو او مصلحت ته ترجيح وركړه. اوس د قانون نه درناوى او له قانون څخه ځانونه پورته ګڼل، د افغانستان د ډېرو چارواكو، تنظيمي مشرانو، جنګي قوماندانانو، زورورو ټوپكيانو، د ځينو چارواكو د خپلوانو، دوستانو او ملګرو او اقتصادي مافيا په ورځني فرهنګ بدل شوى او دې ناوړه دود د دولت په مامورينو او عامو خلكو هم بده اغېزه كړې او د معافيت داسې يو فرهنګ منځ راغلى چې هېڅوك د قانون پروا نه ساتي او په هېواد كې يو ډول خطرناكه انارشي واكمنه ده.

بيسارې اداري فساد، د دولتي او شخصي ځمكو او جايدادونو غصب، چور، مخدره توكي، قاچاق، د ټوپك واكمني، بې عدالتي، ظلم، بې امنيتۍ او داسې نور شيان، د قانون د واكمنۍ د ضعف او روان انارشېزم ښه مثالونه كېداى شي.

اوس چې په هېواد كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو درېيم پړاو رارسېدونكى دى، ټول د ممكنه درغليو او غلطيو تشويش په سر اخستى او فكر كېږي چې ټاكنې به په تول پوره نه وي.

دا څه باندې يو كال كېږي چې د سياسي اپوزيسيون مشران- د مدني ټولنو فعالين، ښځې، ځوانان او د افغانستان د دولت بهرني ملاتړي د راتلونكو ټاكنو له پاه د سراسري توب، عادلانه والي او شفافيت سرې كرښې كاږې، د ښاغلي حامدكرزي د اداري مشران هم ژمني كوي چې ټاكنې به حتمي كېږي او سراسري، عادلانه او رڼې به وي؛ خو سليم عقل دا نه مني او فكر كېږي چې په اوسني افغانستان كې چې جګړې رواني دي او په ډېرو سيمو كې دولتي حاكميت نشته يا كمزورى دى، د سراسري، رڼو او عادلانه ټاكنو د كېدن سوال نه پيدا كېږي. دا خلك فكر كوي چې دا ټاكنې به هم د پخوانيو په څېر له درغليو او غلطيو ډكې وي. ښكاره خبره ده كوم شخص، ډله يا ائتلاف چې په درغليو واك ته رسېږي، په خپلو شخصي او ګروپي ګټو پسې ګرځي، د قانون واكمني ته درناوي نه ساتي او له همدې امله يو رښتيانى ولسواكه يا دموكراتيكه پاكه اداره نه شي جوړلاى؛ ځكه چې قانون، مقررات او شديد انظباط د دوى د خپلو ګټو مخه نيسي او صراط المستقيم ته يې اړ باسي.

اوس داسې ښكاري چې د افغانستان د ولسمشرۍ، مرستيالۍ او ولايتي شوراګانو د كانديدانو شمېر د تېر دور په پرتله كم دى؛ ځكه چې د هېواد شرايط ډېر درانه، خونړي او كړكېچن دي او ډېر كسان دې ته زړه نه ښه كوي چې د هوس پر بنسټ ميدان ته ننوځي او خپل بخت و ازمايي. شرايط ډېر بې خونده ښكاري.

ځينې خبرې په اوس وخت كې قطعي دي: بهرنيان وځي، مرستې كمېږي، جنګ روان دى، د سولې لرليد كمرنګه او پيكه ښكاري، ټولنيز انقطاب ژور شوى، افغانۍ ورځ په ورځ خپل ارځښت بايلي، په لكونو ځوانان وزګاره دي او لا وزګاره كېږي، بې امنيتي د هر وګړي ژوند ګواښي، دولت ډېر بېواكه او كاواكه ښكاري، اختطاف او د خلكو په حقونو تېري په درز كې روان دي، اداري فساد خلك تر پزې رسولي، د بهرنيانو د يرغلونو له لاسه هره ورځ د لسګونو كسانو وينې بهېږي، لنډه دا چې خلك د ډار او وېرې په فضا كې ژوند كوي او يو ډول عمومي ناميدي خوره ده.

په داسې شرايطو كې واقعاً هغه كسانو ته اړتيا ده چې د خپل وجدان د حكم په بنسټ، د وطن خدمت فرض وبولي او خپلې ټولې شخصي او ګروپي ګټې د وطن د ګټو له پاره قربان كړي. داسې كسان چې ځانونه په ځمكه  باندې د خداى(ج) خليفه ګان او مسوول انسانان وبولي، داسې كسان چې لوى فكر وكړي او د سيمې، ژبې، قوم او تنظيم په شيطاني جالونو كې ګير نه وي، (ميم زور ما، ټول زما) و نه بولي او د دې بېوزله، كړېدلي او ځوريدلي ولس، بېځايه شوو كورنيو او مهاجرو رښتياني خدمت خپله ديني، انساني، ملي او افغاني فريضه وبولي.

اوس داسې اورېدل كېږي چې د ځينو ائتلافونو په جوړولو كار روان دى. مخكې هم داسې اورېدل كېدل چې ځينو كسانو د ملي اجماع له پاره كار كاوه؛ خو اوس وخت ډېر تنګ دى، د نوماندانو د نومونو ثبتولو ته ايله شپږ ورځې پاته دي، ښه دى چې احتمالي جوړ جاړى د منطق، پروګرامونو او پلاونو پر بنسټ وي، نه د ګټو او څوكيو د وېش په سر!

احتمالي نوماندانو ته ښايي چې د افغانستان د وضعيت حساسيت په پام كې ونيسي او داسې معقول ګامونه پورته كړي چې هم د دوى په خير وي او هم د افغانستان!

كه افغانستان وي، موږ ټول شته يو او عزت او درناوى به ولرو او كه خداى مه كړه، په افغانستان كې روان ناورين، ځان غوښتنې او قانون ماتول دوام ومومي، نه به عادي خلك د نيكمرغۍ مخ په سترګو وويني او نه به اوسني يا راتلونكي چارواكي د ارام سا وباسي¸خسرالدنيا و الاخره به له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړي او د ګناهونو له خورا سترو سترو بارونو سره به د  ا لهي عدل دربار ته حاضر شي!

0 thoughts on “د اوسني وخت حساسيت/ احسان الله آرينزى”

ځواب ورکول Fareed Ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *