پخوانې غله:
سر مخ په نقاب پټ، اوږدې وحشتناکه څڼې، خیرني جامي په تن، سپین بي ماډله سیلور بوټان په پښو مزی يي خلاص، لاسونه يي چاودې چاودې، ګریوانونه شلیدلي، په لاسونوکې خیرنې ټوپکې په بډه برچې بوکسپنجي او تیره چاقوګان بداخلافه او د خولي الفاظ کاملاْ ستغ له ښاره او د خلکو استوګن ځایونو څخه لیری په پټ اوګوښه لویو نا امنه لارو د مسافرو مخې ته راوتل خلکو ته له شرم څخه ټیټو سترګو باندي برند برند کتل او ځينې وخت په تکه توره شپه کې د کوم شتمن ، سوداګر او یا لوړ پوړي دولتې چارواکې په کور په مهارت سره ور اوښتل د کور نارینه غړي یوه کوټه کې یرغملول ژر ژر چې ګاونډیان پري مخکې لدي چې خبر شي د زنانه و ګاڼه او روپيو صندوقونه لټل او په بیړه په کړکي، وره او یا د انګړ په دیوال اوښتل او پښې سپکول په غلا شویو څیزونو وږي ګیډي مړول اوځینې وخت ورباندي د غلا د بانډ کسانو ته جامی ، بوټان، خولې ، پکول ، لنګې ، څادرونه او وسلې رانیول خو د غلا په ټوله پروسه کې د خالق د ویري ترڅنګ غل سره د مخلوق ویره او شرم هم موجود.
اوسني غله:
ویښتان ښه اصلاح ږیره هرسهار پاکه فرنچ سټایل او نور… تراشلي منظمه ترکې ماډل دریشي اغوستي اعلی درجه پاریس میډ عطر لګولي شخه نکټايي قیمتې بوټان منظم تړلي دفتر ته ننوتو کې لومړي خونه کې د ۱۸-۲۰ کلونو په عمر کمر باریک نجلي سکرټره د میز په سر مک لپټاپ کمپوټر د خروار کاغذونو ترڅنګ پروت ته وا چې ټول وطن همدا نن جوړوي د میز په بل څنګ کې ای فون فایف او ګلکسې فور موبائیل ټیلفونونه پراته ، پرله پسې زنګونه ډیرو ټیلفونو ته سکرټراومرستیال ځواب باید ووايي د مراجعینو په میز الکوزي هېلداره د بیلا بیلو ذایقولرونکې چاي د مسکوساخت چاکلیټو خري جوړه ، له میلمنواو مراجعینوسره په نرمه او یو خبره د بلي سره په مکث کول په منځ منځ د خبروکې ځینې وطندوستي احساسات څرګندول کاملاْ اخلاقې څنګ کې د وتلو نړیوالو پوهنتونو نه فارغ لیسانس ماسټر ځوانان او پیغلي راټولي/ که ږیره وی پاکه ږمنځ کړي په مشکواوعنبرو اواعلی درجه روغن موي باندي موږلي اعلی درجه عربستان د شیخانو عطرلګولي چې مالیکونونه يي شل مترو کې خوریږي اوړي کې نرمي کاټن جامی ژمي کې چترالي واسکټونه پکول پاکه لنګي تړلي ، مولټپال دندنې بی شمیره ساتونکې لوی ۲۱ انچه نوی ماډل ټلویزیون ته د بی بی سی ، الجزیري ، طلوع نیوز او سی ان ان لپاره سترګې څلورکړي په شخصې دولتې بانکونو کې اکوڼټونه ، څو عرادی یو رنګ زری ګاډی چې ځانمرګې په کې غلط کړي ، زرګونه جریبه ځمکې غصب په زحمت او خواریو لاسته راغلې پیسو اوسرمایه باندي په دوشنبه، اسلام اباد ، دوبی، لندن ، مسکو کولالمپور کې بلډنکونه اخیستل په مطمینو هیوادونوکې کارګو سیستم باندی سرمایه ګذاری ، د ساعتیری لپاره دوبي ، دوشنبې او لاس انجلس ته سر ورښکاره کول ، په هر قرارداد کې په فیصدي شریک په تحصیلي بورسونو کې د مستحقو پرځای زوی ، لور، خورې ، وراره ، خپل پردی لیږل ، کلیدي پوستونو خپل سړیو لپاره که يي وړتیا ولری که یا فرق نه کوي اړونده ادارې مشر ته زنګونه وهل له هیچا هیڅ ډول شرم نه حیاء بلکه د هر لاسته راوړني په پای کې ویل: {هذا من فضل ربی }
لیکنه : همایون بابر
د خلیفه عطا پورتنی عکس ته چی ګورم ماته سورګل سرباز را په یاد شی.
له سورګل لیونی نه چی اصلا د کونړ ولایت اوسیدونکی وو او د 22 لوا د خدمت په ټولی کی د اوطلب سرباز دنده سرته رسوله چا به چی پوښتنه وکړه چی سورګل خانه څنګه یی؟ ده به ورته ویل چی والله ګه خبر هستی . یعنی چی په والله که به خبر یم.
هما یون جا نه لیکنه مو پر خای ده خو
داټول دهغه خلګو دلاسه چې په ۱۳۵۷ کال کښې یې دهیواد والو محبوب نظام دما بینه یووړ ، دوخت جمهور رییس اودده دکورنۍ معصوم اشخا ص یې په شهادت و رسول ، وګران هیوادته داسې مفکوره اونظام (سوسیالیزم کمونیزم مارکسیزم)واردول اوعملې کول چې هغه په خپل مخزن (شوروې اتحا د) کښې دتطبیق وړ نه وو اونه وهغه شوروې اولس ته دقبول وړ وو ، او دمظلومو افغانانو بې رحما نه وژل دخان ،ملا ، پیر ، سید او په نورو نومونو او دهغو شهیدانو په لاښونو دپول چرخې پلیګون اود هیواد ولا یا تو دښتې په ډله ییزو قبرونو ډکول.په دوهم قدم دیهر څخه وارد سوې مفکورې اخوانیت ، خمینیت ، مودودیت ، وها بیت ته دتخریبې فعالیتونو لپاره لاره هواره شوه.
دغه لیکنه یوازی هیڅکله یوشخص اوفرد ته متوجه نده بلکې ډیر کسان شته چې ګوته ورته ونیول شي .
هماین خان شه لکنه ده
دا بل ورور لکه ځوان دی او د تاریخ نه خبر ندی ځکه چه د ظاهر شاه په زمانه کی یو تعداد غله وه او په ۱۳۵۲کال چه داود ځان په قدرت ورسید دوی د وطنه لاړل او په ۱۳۵۴ کی د داود خان په ضد یو څو ناکامه عملیتونه وکړل بیا په ۱۳۵۷کی دوی ته برببر شو او د جهاد قوکاندانان شول بیا چه وطن ته راغلل پاټکیان شول او وروسته د وطنه وشړل شول او کله چه کرزی راغی نوددوی غواوی هم کنګی شوی او د دولت چوکیو ته شول چه نتیجه ای دا شول چه یو بی کفایت دوات جوړ شوه
په درناوی
عبدل وروره !!! په تاریخ خو په ټول هیواد کښې دثوردخونینې اوکرغیړنې کودوتاچیا نو ډله پوهیده چې شعا ریې دوست ورور هیواد شوروې اتحاد اولینینیزم وو.هغه چې پورته لیکل سویدې هغه جنایتونه یې دهیواد او دخپلې ټولنې په مقابل کښې وکړه.ستا سې څخه احتراما نه هیله کوم چې پورته لیکل سوې د(عبده) لیکنې ته ځواب ووایه. ایا هغه څه چې پورته لیکل سویدې حقیقت نه لرې؟ ایا په حقیقت لیکلو اوویلو باید موږ خوا بده کړو؟ ایا موږ لمر په دوو ګوتو پټولای سو؟ ایا که پنځه لس میلیونه افغانان لاس سره ورکړې دکمونیستانو او اخوانیانو دجنایتونو او خیانتونو دفاع به وکولای سې؟ ایا تاریخ به دغه دتیرو (۳۵) کلونو جنایتونه او خیانتونه هر چا چې کړیدې که کمونیست ، که اخوانې که طالب که اوسنیو کړیدې هغه به هیرکړې؟ایا کمونیستانوزموږ دهیواد داسې جمهور رییس چې ډیر ښه مترقې پلانونه یې درلودل او په ګران هیواد کښې امنیت او خوشالې راوستلې وه دما بینه نه یووړی؟ ایا دوی دپول چرخې پلیګون او دهیواد نورې دښتې په هدیرو بدلې نه کړې؟ حتا چې دا وژنې دنور ما مد تره کې او امین په وختونو وشوې اوټول غیر نظا مې خلګ وه په نا مه دسید ، ملا ، خان ، پیر او نورو نومونو.
عبده ورور ته نظر ته احترام لرم
اوس دی درست ولیکل چه هرچا چه کړی او په هر نوم یی چه
کړی دی باید وغندل شی که دا شنو کړی وی او که سرو ما صرف غله معرفی کړی دی
په درناوی