ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل، افغانستان باید د جنوبي او مرکزي اسیا تر منځ په ټرانزیټي مرکز بدل شي، خو دا کار هغه مهال شونی دی چې افغانستان معیاري سرکونه ولري، له همدې امله مو ټینګار او تمرکز د معیاري سرکونو په جوړولو دی.

ښاغلي غني دا څرګندونې د امریکا د اوهایو پوهنتون له څېړونکي ښاغلي ډاکټر ښاد څرګند سره په کتنه کې وکړې.

ولسمشر وویل،  په افغانستان کې د سرک جوړولو کیفیت ټیټ او بیه لوړه ده، له همدې امله یې د بیو په ټیټوالي، ښه کیفیت او معیاري کېدو ټینګار وکړ. نوموړي  وویل، په قراردادونو کې به د فساد مخه ونیسي،  دویم لاس قراردادونه به له منځه یوسي او د کیفیت د کنټرول تر څنګ به نوي قراردادونه دقیق وارزوي.

جمهوررئیس غني له ډاکټر څرګند څخه په مخکېنیو لیدنو کې د افغانستان د سرکونو د معیاري جوړولو په هکله د یوې طرحې د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې نن یې خپله دغه طرحه د هېواد ولسمشرته وړاندې کړه.

ډاکټر څرګند په اوهایو ایالت کې د سرکونو جوړولوپه برخه کې کافي تجربه او مهارت لري. نوموړي د معیاري سرکونو د جوړولو لپاره د یو لابراتوار جوړول حتمي وبلل، تر څو د افغانستان د بېلابېلو سیمو اقلیم وارزوي او د ارزونې د پایلو پر بنسټ سرکونه جوړ شي.

ډاکټر څرګند په خپله طرحه کې دېته هم اشاره وکړه چې په افغانستان کې غیرمعیاري جوړو شویو سرکونو ستونزې څنګه حل شي. نوموړي وویل د ده د طرحو له مخې به د سرکونو په ډیزاین او جوړولو کې له نوې ټکنالوژي څخه ګټه واخیستل شي.

ولسمشر وویل، له پاکستان څخه د راواردېدونکو سیمنټو کیفیت ټیټ دی او زیاته یې کړه چې اصل تمرکز مو باید د افغانستان په سیمنټو وي. او دا یې هم وویل چې اذربایجان او ایران ژمنه کړې چې د لوړ کیفیت قیر افغانستان ته ورکړي.

ولسمشرغني د ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان د ټولو سرکونو دقیقه ارزونه وکړي او د تصمیم نیولو په موخه ټول جزیات له ده سره شریک کړي. نوموړي د اسیایي بانک استازي ته وویل چې ټول سکتورونه باید ګډ کار وکړي، څو هم خپلې تجربې سره شریکې کړي او هم د کار کیفیت لوړ شي.

په دې غونډه کې، چې په ارګ کې وشوه، د ښار جوړولو وزارت ساختماني معین ، د نړیوال بانک او اسیایي بانک استازو هم حضور درلود.

One thought on “د اوهایو پوهنتون افغان څېړونکي د سړک جوړولو په اړه خپلې طرحې له ولسمشر سره شریکې کړې”
  1. په هرڅه کې د علمي اوساینسي بنسټونو لټول د پوهانو کار ګڼل کيږي ، د خدای په دربار کې شکرونه چې يو عالم مو مشر وټاکه ، که چیرته بيا د کوم بیسواده جنګسالار په دام کې لویدو خدای خبر که به د وطن ملي وحدت پرځای پاتې کیده ، راشۍ د خپل ولسمشر ملاتړي واوسو او تخريب اچوونکو ته موقع ورنکړو ، ژوندئ دې وي افغانستان

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *