تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹مه: د اوکراین ولسمشر د افغانستان له ولسمشر سره په تلیفوني خبرو کې د ایران په حدودو کې د اوکراینۍ الوتکې د رالویدنې په پېښه کې د افغانانو په مړینه خواشیني څرګنده کړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د تلیفون په لیکه وویل، اوکراین د مړو کورنیو سره د زړه له کومې غمشریکي کوي.
ولادیمیر زیلینسکي د پېـښې په اړه د اوکراین د پلټنو پوره ډاډ ولسمشر غني ته ورکړ او زیاته یې کړه: ((موږ به دقیقا د تحقیقاتو د پایلو په اړه ټول معلومات افغان چارواکو ته چمتو کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې تهران کې له خمیني هوایي ډګره تر پرواز وروسته رالویدلې اوکراینۍ الوتکه کې د ۱۷۶ وژل شویو تر منځه ۱۰ افغانان هم شامل وو.

2 thoughts on “د اوکراین ولسمشر، ولسمشر غني سره د اوکراینۍ الوتکې د قرباني افغانانو غمشریکي کړې ده”
  1. دا د هغو سویدن مېشتو افغانانو نومونه دي چې په تهران کې د الوتکې په پیښه کې قرباني شوي
    مرحوم زین العابدین سعادت
    مرحوم مهدی رضایي
    مرحوم مهدي محمدي
    مرحوم حسین رضایي
    مرحوم شهرام تاجک
    مرحوم مهدی تاجک
    مرحومه مطهره احمدي
    مرحومه سکینه احمدي او …

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *