جګړې نه يادوم، اتيايمې او نويمې لسيزې هم ډېرې يادېږي، نه غواړم يو ځل بيا زاړه پرهرونه يو يو وشميرم، ځکه جګړه د پرديو وه او لا يې اوږدوي.

هر افغان چې وپوښتې يواځينۍ هيله يې سوله ده. که خلک وپوښتل شي د هر افغان له لمانځه وروسته لومړۍ دعا به سوله وي. تاسې خپل ځان او کورنئ وپوښتئ چې همداسې نه ده؟ سوله زموږ ارمان دی چې یواځې څو مزدور او پرديپالو نه غوښته، او جګړې روانې وې وطن په اور سوځېده.

په ۱۳۸۰ لمريز کال کې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له پراخ ملاتړ وروسته انتقالي او موقتې ادارې رامنځته شوې او ولس هم له نوي جریان ملاتړ وکړ، وطن د اساسي قانون څښتن شو، په لومړي ځل د ولسواکئ پر بنسټ نظام رامنځته شو، ولسي او مشرانو جرګې جوړې شوې، د رغونې او بيا رغونې کارونه پيل شول. د لومړي منتخب جمهور ريس پنځه کلنه دوره له خپلو نيمګړتياو سره پای ته ورسېده، په ځينو ټولګټو پروژو تر يو برېده کار وشو، د کلېو پراختيا برخه پياوړې شوه، کارې موکې پيدا شوې، په تعليمي او تحصيلي څانګو کې د کميت له پلوه ډېر کار وشو.

 په ۱۳۸۸ لمريز کال کې، په دويم وار، ولسمشرئ ته يو ډله نوماندان ودرېدل خو داسې ښکارېدل چې يواځې د نوماندئ نوم ګټي. نورو بيا د تېر په څېر کومې ځانګړې برنامې نه درلودې چې خلکو ته يې وړاندې او له ولس رايې وغواړي. مخکښو نوماندانو تر ډېره حده د کمپاين تنظيمي او سنتي تګلارې تعقيب کړې او د ټاکنو پايلې يې افغان ولس او نړيوالو ته څرګندې شوې. دا چې د لس کلنې ډيموکراسئ په وروستيو پنځو کلونو کې څه تېر شول هغه هم لکه لمر روښانه دي!

1د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې پاتې راغليو ټيمونو په ولسمشر رنګارنګ تورنه پورې کړل، خو د رابرټ ګېټس وروستي خپاره شوي کتاب د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د لاسوهنو په اړه څه نورې ګنګوسې هم را پورته کړې او رسنيو پرې د ګردي ميزونو له لارې تاوده بحثونه درلودل چې ولس به خپل قضاوت پرې کړی وي.

 پخوانيو لوبېدلو سياسي څيرو د ۱۳۹۳ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره له ډېرې مودې تيارۍ نيولي، خو راتلونکې ټاکنې د تېرو هغو په پرتله ډېر توپير لري. د ولس پوهاوی د ټاکنو په اړه لوړ شوی، ولس نور په ارماني او خيالي وعدو نه غولېږي، ځوانان به خپله رايه په خپل خوښه او د خپل راتلونکي لپاره کاروي، د ملکانو پخوانئ راج نه ده پاتې چې د خپل کلې رايې په چا وپلوري.

تمه دا ده چې لس دولس کاله وروسته به خلک داسې يوه کانديد پسې شي چې ولس او وطن ته مخلص، ازمويل شوي، با دېانته او مدبر کسان په ځان را ټول او خلکو ته ووايي چې زما هر څه زما له ټيمه معلومېږي! که څه هم دوه درې غښتلي کانديدان چې ګورو يا خپله قوي مديران نه دي، او يا يې مرستيالان د کار نه دي، خو لږ تر لږه، په سوله ییزه سیالۍ د ټولو باور د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی. اوس هیله دا ده چې کاندیدان خپلې نیمګړتیاوې د ښو ټیمونو په را جوړولو جبران کړي. دا څو کاله مو د ټېټ ظرفيت ټيمونه تجربه کړل، چې هر څه ترې وشړېدل، نو د تېرو تجربو پر بنسټ بايد داسې يو غښتلی ټيم رامنځته شوی وای چې ولس پرې پوره باور کړی وای، او دغه ټېم د لسيزو ناخوالو او خپل سريو ته د پای ټکئ اېښی وای.

مخکښو نوماندانو بايد محاسبه کړې وای چې څومره يې کولای شول تر قوي لا قوي ټيم جوړ او دا لاندې څو تنه چې هم نړيوال او هم ملي سالم شهرت لري په خپلو لومړيو مرستيالانو او یا متوقعه ټیم کې راوستي وای، چې هم به د دوی ټيم تر نورو لا پياوړی او ټول منلی وای، هم به نړيوالو پرې کامل اعتماد درلودای او هم به ولس د هماغه ټيم پراخ ملاتړ کړی وای:

محمد حنيف اتمر! مدير، نوښتګر او مدبر شخص، کوم وزارت ته چې د وزير په توګه  استول شوئ، کارونه او لاسته راوړنې يې ټول ولس ته لکه لمر څرګندې دي. د کلې او پراختيا وزارت چې د حنيف اتمر په وخت کې یې د هيواد کلې کلې ته خپل خدمات ورسول، د پوهنې وزارت کارنامې يې راتلونکو وزيرانو ته مشالونه شول، د پوهنې وزير و خو امنيت ته يې د پام وړ کار وکړ يعنې د هيواد ټولو هغو څوارلسم پاسو ملايانو ته يې قانون جوړ کړ او د ټولو اسناد يې د پوهنې وزارت کې ثبت او په سلهاو هغو ته چې وېره وه مخالفين يې خپلو ليکو ته جذب نه کړي، په نظام را ګډ او ډېرئ يې په اوسني دولت کې دندې لري. د کورنيو چارو وزارت ټولې کارنامې يې څرګندې دي او ورپسې وزيرانو يو بل پسې د هغه تګلاره تعقيب کړې، خو ځينو کسانو چې د اتمر له استعداده یې وېره درلوده رنګارنګ تورنه ولګول او شاه والي! چې تل يې ځان له قانونه بر ګڼلئ د حنيف اتمر په اړه ويلي چې د پخواني شوروي پلوه حکومت کارمند و!

دويم کس چې هر قوي ټيم کولای شول په لومړئ مرستيالئ منلئ وای، او تر نورو يې قوي او پياوړئ ټيم رامنځته کړئ او ځوانان يې په خپله خوا اړولي ول، هغه امرالله صالح چې ځوان، مخکښ او په وطن مين ځوان سياستوال ده. صالح په تېره لسيزه کې جوته کړه چې څومره وطن او خپل افغان ولس ته مخلص ده. هغه تر خپل وس د وطن د امنيت لپاره هڅې وکړې، هغه په ۲۰۰۷ کې د اسامه د ځايځايګي په اړه ويلي و چې بلاخره په ۲۰۱۰ کې په هماغه ځای کې په نښه شو.

د امرالله صالح دغه هڅې او بې سابقه کړنې وې چې د منطقې ځينو مغرضو استخباراتي کړيو تر خپل وس زيار واېست چې په حکومت کې داسې ستونزې ورته جوړې کړي چې د حکومت له دايرې يې ګوښئ کړي، له بده مرغه په خپل مرام کې کامياب شول، خو صالح د خپل درايت پر بنياد د هيواد راتلونکي لپاره د زرغون يون بنسټ کېښود او د هيواد د هرې سيمې او هر ټبر مکتبي ځوانان راټول کړي، تر څو وکولای شي د وطن لپاره ډېر څه وکړای شي هغه د نورو په څېر د يوې سيمې او يوه ولايت او يا يوه قوم په اړه فکر نه کوي.

د صالح د وطنپالنې يوه بېلګه د ډاکټر صيب عبدالله عبدالله د دويم مرستيال ښاغلي استاد حاجي محمد محقق او د هغه د نږدې ملګري حسين یاسا (چې کابل کې د پاکستان سفارت ته لکه خپل کور ور روان و) رازونه برالا کړل او وېې ويل چې زه د خپل ولس په متانت او د ځوانانو په توان ايمان لرم، خو ډېرئ هاغه کسان چې د صالح د رياست په موده کې يې نشوای کولای قانون تر پښو او خپلسريو ته دوام ورکړي، دی د شمالي ټلوالې ته ژمن او د ډاکټر عبدالله عبدالله نږدې ملاتړئ ګڼي! خو داسې نه برېښي ځکه امرالله صالح اوس خپل ګوند لري.

دريم تن ريښتينئ مجاهد، ښه مدير، متخصص او با ديانته کس چې نه يې څوک وژلي او نه يې سلطاني ځمکې غصب کړي او نه يې د جهاد په نامه نغاره ډنګولې، کومې اداره کې یې چې دنده تر سره کړې هلته یې لا هم خلک يادښتونه لري. هغه انجنير محمد آصف رحيمي، د کرنې وزارت اوسنئ وزير دی.

نو! اوسنيو مخکښو نوماندانو ته په کار وو چې لومړی يې داسې مرستيال ټاکلی و، چې غښتلی و، يعنې د رهبرۍ د ښو صلاحيتونو، ښه مديريت، ښې کاري وړتيا او د ښه نړيوال او ملي شهرت درلودونکی و، دوهمه دا چې پاک، او امانتدار وای. محمد آصف رحيمي کولای شول تر ډېره برېده د مخلصو مجاهدينو رایه خپله کړي او له بل اړخه پر خپل نېک شهرت د يوه ټيم د نېکنامي سبب شي. نوموړی د اوسني حکومت يواځينی وزير دی چې د هيواد ټولو ولايتونو ته يې سفر کړئ، د هرې سيمې د خلکو ستونزې يې له نږدې ليدلي، د هېواد ډېرئ بزګران يې له نوم او کړنو سره بلد دي، او په کرنه کې یې دومره خدمت کړی چې تر ده پخوا مخینه نه لري.

دا معلومه خبره ده چې رحيمي د اويايمې لسېزې را په دېخوا په داسې ادارو او سکټورونو کې کار کړی چې په ټوله مانا کليوال اغيز لرونکي وو، لکه د پاملرنې نړيواله موسسه چې لا تر اوسه په دغه پراخ او غښتلي دفتر کې د هغه د تجربو او ښه مديريت کيسې کېږي، بيا په کليو پراختيا وزارت کې کله چې د ملي پيوستون مشر و او بيا چې کله د دغه وزارت معين شو نو هم يې کليوال اغيز درلود، له کله چې د کرنې د وزير په توګه ټاکل شوئ، د وزارت پخواني کارکونکي په څو کلونو کې بې پرتلې توپير ويني. بله دا چې د ټولو په به ياد وي چې شاوخوا څلور کاله وړاندې يوې نړېوالې برېښنايي پاڼې (ويکي ليکس) د نړی او افغانستان د سياسيونو په اړه ځينې پټې معاملې نړيوالو ته وړاندې کړې. د افغان حکومت د کابينې د غړيو په اړه يې ليکلي و، چې د کرزي يواځينی وزير چې په اداري فساد او اختلاس کې لاس نه لري هغه د کرنې وزير محمد آصف رحيمي دی.

که څه هم، د کرنې وزير د خپل شخصيت آيينه، د مديريتي ټيم برياوې، مسلکي تنوع، او په زاهدانه ژوند سربېره د ويکي ليکس  شاهدۍ ته بايد اړتيا نه وای، خو دا چې ويکي ليکس يواځېنی پاک وزير ياد کړی، له شک پرته، په بهرنيو او کورنيو حلقو کې د هغه د اخلاقي وړتيا د اثبات لپاره يوه ښه شاهدي ده. څه موده وړاندې چې د افغانستان په حکومتي سيسټم کې د ځينو بدلونونو، او د صدارت د څوکۍ د رامنځته کېدلو ګنګوسې وې، ځينو کورنيو او بهرنيو سرچينو، د يوې نامرئي اجماع پر اساس، آصف رحيمي د دې رول لپاره وړ، او په پام کې شخص وګاڼه، اوس نه پوهېږو چې قوي کانديدانو ولې خپل ټېم د دغسې اشخاصو په انتخاب سره لا پياوړی او غښتلی نه کړ؟

په دوه زره نهم کې یو ځلې، د رسنیو او تګلار جوړوونکو حلقو ترمنځ یو جالب بحث مطرح شو. د دې بحث اساس دا و چې، د افغانستان ولسمشر تر سیاسي او کاري فشار لاندې پراختیايي او ادارې چارو ته ښه رسېدنه نشي کولای. ځکه اړینه ده د صدارت د څوکۍ په انډول، یو نوی پست ایجاد شي چې یوه بشپړه تخنیکي او مدی��یټي سټه یې رهبري کړي، چې له یوه اړه پر ولسمشر د کار بوج کم شي، او له بل اړخه، ولسمشر خپلو د لوړې کچې سیاسي دندو ته فارغ، او د کابینې غونډې د لاندې کچې پر سیاسي، اداري او انکشافي چارو متمرکزې شي.

هغه زمانه دې پست ته د یوه پاک، نالړلي، او پر چارو مسلط کس په توګه د محمد آصف رحیمي د مناسبوالي په اړه ګڼ بحثونه وشول.

زما په اند، د ولسمشر کرزي دورې او د هغه پر شخصیت د چارو د ثقل اغېز ته په کتنه، که دا ځل ورته یو ابتکار وشي، او همدغه انتخاب په نظر کې ونیول شي، نو له یوې خوا به د ښایسته سالارۍ یو دود قایم شي، او له بل پلوه به پر پراختیايي او اداري چارو د سیاست منفي اغېزې کمې شي.

د خلکو غوښتنه ده چې راځی مستقبل مو د ماضي او حال پر غښتليو لاسته راوړنو بنا کړی، او داسې ټېم جوړ کړی چې غړو يې له وړاندې ولس ته امتحان ورکړی وي، د وطن له کلې او کوره خبر وي، لا هم وخت شته چې د یوه غښتلي ټيم په جوړښت فکر وشي، ځکه تر اوسه ټيمونه په غير مسلکي بڼه پلان شوي. له تېرو تجربو باید پوره پوره زده کړه شوې وي، کنه له سياسي لر لېده ټول جوړ شوي ټيمونه نيمګړي دي، پايلې به يې پنځه کاله وروسته معلوميږي

4 thoughts on “د اړتياوو او وړتياوو د پخلاينې ضرورت! – مصباح احمد”
  1. مصباح احمد صیب شې مسلې ته مو اشاره کړې د وطن ابادولو او دیرش کلنو ورانیو ته هماغسې یو ټیم په کار ده چې تاسی ویلی دا چی بیا کوم یو له دغو برنیو مشرانو په کی شاملیژي هغه به د راتلونکي ولسمشر دید وي خو په استخباراتي چارو کې صالح په سیاسي او امنیتی مسلو کی اتمر او په ساختمانی او ابادیو کی رحیمی شې بېلګې دی… که اشرف الکاندیدان مشر شو نو باید دغسی وکړی او که کوم بل مشر شو بیا نو زوړ ملا او زړې تراوې

  2. Dear Brother,
    You are trying to justify the people you promote. Unfortunately, the reality does not support your claims especially about Mr. Salih. Please do not pour us with flattering words, and I have read enough about the crimes committed by Mr. Salih reign in many international outlets…
    Afghanistan needs professionals to develop professional apparatus not agents like Salih…

  3. مصباح احمد خانه څیړنه مو تر یو برېده شه ده، خو ګوره امر الله صالح به نوکې تکړه وي په امنیتي چارو مارو کې پوهېژي خو دا حنیف اتمر صیب او دا انجنیر صیب رحیمي نو بیا نامیان دي اتمر صیب موژ ته رشتیا هم اسناد راکړه او د هغه برکات دي چې زه اوس په انترنټ پوهيژم او رحيمي صیب بیا زموژ کلې ته یو بند را جوړ ده موژ پرې ویاړو

  4. I respect each author, that he/she spend their time and mind to write some fact about our beloved country and politicians. In this article the author did something and we have many other alive smart and fully skilled Afghans in country, that I mean we should honor our heroes in their life not after death

  5. به نظر بنده همچو مقالات ولو به کاملاً به حقایق استوار نباشد به منظور نزدیکی مردم و جوانان هر چه بیشتر نوشته شود کاری خوبیست. در مقاله از سه تن یاد آوری گریده که هر یک به قوم خاصی متعلق است اتمر پشتون صالح تاجک و رحیمی عرب و تا حدی هر سه ایشان از جملۀ کدر های کشور به حساب میروند و امید در سمت قرار گیرند که به نفع کشور باشند نه منافع شخصی این سه تن

    تشکر شاکر

ځواب ورکول Mullah Habibllah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *