د اکاډمیسین سلیمان لایق د زوکړې د نویيمې کالیزې نمانځغونډه د ١٣٩٨هـ.ش کال د تلې مياشتې په ٢٤مه د چهارشنبې په ورځ د علومو اکاډمي د احمد علي کهزاد د سيمينارونو په تالار کې ترسره شوه.

په دې علمي محفل کې د علومو اکاډمي پر رهبري او علمي غړو سربېره، د هېواد يو شمېر پوهانو، څېړونکو، استادانو، فرهنګيانو، محصلينو او د ښاغلي لايق مينه والو برخه اخيستې وه.

د علومو اکاډمي سرپرست عمومي رئیس څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکېب د غونډې په پرانيستونکې وينا کې وويل: خوشحاله یم چې نن د سیمې د یوه لوی علمي فرهنګي شخصیت او نومیالي شاعر اکاډمیسین سلیمان لایق د نوییمې کالیزې په نمانځغونډه کې سره راټول شوي یو.

ده زياته کړه، اکاډمیسین لایق زموږ د هېواد له پیاوړو ادیبانو څخه دی چې شخصیت یې له ګڼو اړخونو برخمن دی؛ هغه نه یواځې دا چې زموږ د معاصرو پښتو او دري ادبیاتو په تاریخونو کې، بلکی د سیمې په کچه په وتلو او منلو، علمي، فرهنګي شخصیتونو کې حساب او د خپلو پنځونو او لیکلو منظومو او منثورو ادبي او څېړنیزو آثارو له برکته یې د سیمې د ادبیاتو په تاریخ کې هم لوړ نوم او مقام خپل کړی دی.

د هغه په وينا، ښاغلى لايق په ټولنيزو، ديني، ادبي او سياسي علومو کې د لوړې پوهې، پراخې مطالعې او تجربې خاوند دى. د ادبي- فرهنګي شخصيت لپاره يې د پښتو او دري ژبو د ښه شاعر، ليکوال، څېړونکي او کره کتونکي په توګه لسګونه ليکلي او پنځولي منظوم او منثور آثار خپاره کړي دي چې زموږ ادعا ښه زباتولى شي او دا حق لري چې د شخصيت علمي- فرهنګي اړخ په اړه يې ووايو چې زموږ په معاصرو پښتو او دري ادبياتو کې د اکاډميسين سليمان لايق نوم د يوه نوښتګر شاعر، ليکوال، څېړونکي او کره کتونکي په توګه ښه روښانه او ځلانده دى. لایق شاوخوا اووه لسیزه زموږ په فرهنګي ډګر کې هېواد او خلکو ته  په ځانګړې توګه د شعر او ادب له لارې د یادونې او ستاینې وړ خدمتونه کړي دي.

شکېب وويل، د افغانستان د علومو اکاډمي وياړي چې د هېواد د دې نوميالي شاعر او ليکوال نوييمه کاليزه نمانځي او د نمانځنې دې ادبي غونډې ته د پوهانو او څېړونکو ليکلې مقالې او ويناوې به د اکاډميسين لايق د ژوند او پنځولي ادب په بېلابېلو خواوو او برخو هر اړخيزه رڼا واچوي او د نمانځغوندې لپاره د ليکلو مقالو او ويناوو ټولګه به زموږ د معاصر ادب زده کوونکو، استادانو او د ادب د مطالعې عامو مينه والو ته يوه ښه ګټوره معلوماتي سرچينه شي.

د علومو اکاډمي رئيس د خپلو خبرو په پاى کې وويل:زه ښاغلي لايق صاحب ته چې همدا اوس له هېواده بهر د شديدې ناروغۍ په بستر پروت دى، د لوى څښتن تعالى له درباره د عاجلې روغتيا او اوږده عمر دعا کوم او په هېواد کې د سراسري سولې او هر اړخيزې سوکالۍ په هيله يم.

په دې نمانځغونډه کې د جلالمتآب جمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام د ښاغلي نجيب الله ژمن له خوا ولوستل شو چې په کې ويل شوي و: سليمان لايق د افغانستان د تېرې نيمې پېړۍ له لويو شاعرانو څخه دى چې په پښتو او دري ژبو دواړو برلاسى دى او په دواړو ژبو يې ښه شاعري کړې ده. په دې سربېره د داستاني ادبياتو او فولکلور په برخه کې هم د اکاډميسين لايق هڅې د ستاينې وړ دي.

ده زياته کړه: د افغانستان د علومو اکاډمي د سليمان لايق د نوي کلنۍ په مناسبت غونډه په داسې حال کې جوړوي، چې په خپله دى څو اونۍ مخکې په يوه تروريستي پېښه کې ټپي شو او په روغتون کې دى. د ده د ښه صحت ارزو کوم او د دې غونډې کاميابي غواړم.

د لايق صاحب په اړه د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار چې اوسمهال په بهر کې دى او هم په ايران کې د افغانستان د لوى سفير څېړنوال عبدالغفور لېوال پيغامونه هم ولوستل شول.

په دې غونډه کې آغلې سهيلا حسرت نظيمي د لايق صاحب د روغتيا په اړه وويل چې نوموړى اوسمهال په هند کې بستر دى او درملنه يې روانه ده.

په دې محفل کې د اکاډميسين لايق د لسو آثارو د بياځلي چاپېدو مخکتنه وشوه، د هغه د ژوند مستند فلم نندارې ته وړاندې شو او هم د علومو اکاډمي له خوا نوموړي ته برابر شوى تنديس د ښاغلي لايق لور هوسۍ لايق ته ډالۍ شو.

پرتو نادري، عصمت قانع، د کابل ښاروالۍ کلتوري معین څېړنوال محمد فاضل شریفي، عبدالاحمد محمد يار يار، څېړنپوه عبدالشکور قیومي، ډاکټر محمد نعیم افضلي، څېړنوال محمد نبي صلاحي، شېرجان تکل او څېړنيار محمد اسحاق مومند هر یوه په خپل وار سره خپلې مقالې او ویناوي  ګډونوالو ته واورولې.

د لايق صاحب په اړه څېړندوى فضيلې احمدي، څېړندوى عبدالرحمن حبيب زوى، څېړنيار حضرت آغا همدرد او څېړنيار حمايت الله ښاد هم مقالې ليکلې وې.

په دې محفل کې په خپله د اکاډميسين لايق شعرونه هم د بېلا بېلو کسانو له خوا زمزمه شول او د کابل پوهنتون محصلې لينا کټوازۍ بيا لايق ته خپل ليکل شعر واوراوه.

دغه راز د اکاډميسين لايق لور هوسۍ لايق د دې ناستې له ټولو ګډونوالو په ځانګړي ډول له علومو اکاډمي څخه مننه وکړه چې د ښاغلي لايق نوييمه کاليزه يې په شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. 

راپور: محمد آصف احمدزى

2 thoughts on “د اکاډمیسین سلیمان لایق نویيمه کالیزه ونمانځل شوه”
  1. سلام علیکم
    زه ښه انسان نه یم خو ښه انسان می ډېر خوښېږی ( البته منظور می هغه ښه والی دی کوم چی د فطرت په بازار یو منل سوی نرخ ولری نه فردی – سلیقه ای ښه والی)
    زه ښه افغان نه یم خو ښه افغان می سخت خوښېږی البته هغه ښه افغان کوم چی د هیواد د سیاسی اجتماعی وضعیت په طوفانی سمندر کی ئې کښتۍ د بصیرت او حقانیت او علمیت پر سم مسیر د حرکت استعداد موندلی وی
    زه ښه مسلمان نه یم خو هغه مسلمان می ډېر خوښ دی چی د نا روا کرکی او نفرت او کږو او افراطی او انحرافی افکارو څخه کرکه او نفرت ولری
    زه هیڅ علمیت نلرم خو هر هغه عالم می ډېر خوښ دی کوم چی علم ئی د بشریت او افغانیت د نیکمرغی په لیاره کی کارولی وی یا کاروی
    امّا د زړه د درد فریاد می
    غل، غل دی ، څه په بالقوه بڼه او څه په بالفعل بڼه
    دا به د سالم وجدان د حاکمیت او سلطنت په وړاندی یوه ویرانوونکې کودتاه وی چی
    باالقوه غلو ته شپه او ورځ بد وایو( چی البته انسانی او ملی مکلفیت به وی) خو
    د عقیدتی او فکری او ژبنی او سمتی حرامو تړاوونو په اساس د بالقوه غلو په غاړه کی د ګلونو امیلونه ځړوو
    ګومان کوم د یو څو ساعته تراژیدی فلم د سناریو له زړه څخه به همدا یو دقیقه ایزه بیان کفایت وکړی

  2. تصحیح
    زما د پورته تبصری څوارلسمه کرښه
    د بالقوه پر ځای بالفعل باید ولوستل سی
    د جارو او لوښو وینځلو د ځنډ د احتمالی نقصان د بیری سره د لیکنی نا سموالی به یوه طبیعی خبره وی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *