تاند – د پښتونخوا د اکوړي په سیمه کې د حقانیه دارالعلوم استادانو او طالبانو د دغې مشهورې مدرسې د ادارې په حکم  موبایل ټیلیفونونه را ټول کړل او اور یې ور واچاوه.‌

بلې خوا ته بیا هلته راټولو شویو کسانو په نورو موبایلونو د موبایل سوزونې د پروګرام ویډیوګانې او عکسونه اخیستي چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د اکوړي د مدرسې د ادارې له خوا د ساینس د پرمختللې وسیلې غندل او سوزول یو جهالت او له پرمختللې انساني نړۍ څخه تېښته ګڼلې ده.

ویل کیږي چې په بغداد کې د عباسي خلیفه هارون الرشید په وخت کې چې مسلمانو ساینس پوهانو لومړی ځل په انساني تاریخ کې ساعت جوړ کړ او د فرانسې واکمن ته یې ولېږه هغه د مسلمانانو پرمختګ ته حیران شو.‌

د تاریخي روایاتو په استناد،‌ هغه وخت نه یوازې د اسلامي نړۍ بلکه د نورو هېوادونو خلک بغداد ته د مختلفو علومو او فنونو د ترلاسه کولو لپاره ورټولېدل خو وروسته مسلمانانو یوازې د قران کریم او احادیثو په ناظره لوست اکتفا وکړه په داسې حال کې چې د نورې نړۍ پوهانو د بېلابېلو وسایلو کشفولو ته دوام ورکړ.‌

ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هغه وخت د حکومت ډېر مشران د حقانیه مدرسې فارغان وو او هغه وخت هم افغانستان له نورې نړۍ نه په یوه تجرید شوي ټاپو بدل شوی وو.‌

6 thoughts on “د اکوړي د حقانیه مدرسې ملایانو موبایل ټیلیفونونو ته اور ورواچاوه”
  1. د البقره شریف سورت کی الله تبارک و تعالی داسی فرمایی ژباړه:- تاسو ته بښل شویدۍ حکمت، اوچاته چی حکمت اعطا شویدۍ هغوی ته ډیره نفع یا ګټه اعطا شویده.او د الرحمن شریف سورت بیا الله تعالی داسی فرمایی: ژباړه:- ای د انسانانو اوجنیاتو (پیرانانو) ټولګیه! تاسو راو خیژۍ او ا د آسمان په پوړونو (قطارونو) کی نفوذ وکړۍ، تاسی نه شۍ کولۍ چی په اسمانونو کی نفوذ وکړۍ مګر په ځواک(طاقت) سره کولۍ شۍ اوتاسی به د الله(ج) کوم کوم نعمتونه درواغ وګنۍ. ددی جاهلانو په کورونو کی به خامخا ځیرک تلویزیونونه وی مګر د الله د الری کاږه شویدی په خولوکی یی برکت او په وعظ اونصیحت کی یی اغیز نشته ځکه چی د خدای مخلوق ته دوکه ورکوی ،نود انسانی تمدن سره په جنګ دی.

  2. په افغانستان کې یې د جهاد فتواوي هم همداسې له جهالته ډکې دی لکه دغه موبایلونه چې سیزي
    جهالو خو مثبته استفاده ترې وکړئ

  3. دی ښاغلیو موبایلونو ته د دی لپاره اور نه دی اچولی چی موبایل یا د اسلام په ګټه او یا ضر ر دی. د دی لپاره یی سیزلې چی د دی مدرسی د استادانوچی ټول ملایان دې او هغه کارونه کوې چی پوښتنه مه کوی. د دوې بدکارې کله ناکله د موبایل پواسطه ریکارډ کیږې او میډیا ته وزې. او دا یوازی د دی ملایانو کار نه دی په دی کی د استخباراتو مستقیم هدایت شامل دی.

  4. زما فه نظر دایی ‌‌‌‌‌‌ډير ښه کار کړی زکه چی ‌‌‌‌‌‌ډيری وخت موبیل بیوخته استیما دنزم ک‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي لامیل کیداشی

  5. ددنیا سره ځان سیال کانده پښتونه
    ځان دی سپک کړلو نیا ته په شرمونه
    لوړی لوړی شملی تیټې شولی ساینس ته
    نورد توری زمان تللی له ګردونه
    ته په شا باندی روان لکه مرکب یی
    د تیارو لورته روان یی بی سکونه
    دزمان جبر به ستا کورته رادرومی
    ته تری تښتې بی همته بی زبونه
    دخطر زنګونه هر خوادر[چاّیر دی
    ته روان د ارتجاع ّ په قدمونه
    یومزدور دعربانو بل دتورو پنجابیانو
    ای دادغسی مسلمه درته نه شته جنتونه

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *