تاند- د اګست ۸ مه د پیشو نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت ورلډ اتلس (ّInternational Cat Day) په نړۍ کې د پیشوګانو د شمېر او ګرانښت په اړه راپور خپور کړی دی.

دا ورځ لومړی پلا په ۱۹۶۹ م کال په کاناډا کې ولمانځل شوه.

په دې راپور کې د ۲۰۱۷ د مارچ تر میاشتې په درسته نړۍ کې د پیشوګانو شمېر د ۵ سوه ملیونه تر ۶ سوه ملیون پورې اټکل شوی دی.

خو په ځینو هیوادونو کې چې د هر شي دقیقې احصاییې شته، د پیشوګانو شمېر داسې ښودل شوی دی؛

امریکا ۷۶ ملیونه او۵ سوه زره

چین ۵۳ ملیونه

روسیه ۱۲ ملیونه او ۷۵ زره

برازیل ۱۲ ملیونه او ۵ زره

فرانسه ۹ ملیونه او ۵ لکه

ایټالیا ۹ ملیونه او۵ لکه

بریتانیا ۷ ملیونه او ۷۵ زره

جرمني ۷ ملیونه او ۷۵ زره

اوکراین ۷ ملیونه او ۷۵ زره

جاپان ۷ ملیونه او ۲۵ زره

په دې راپور کې په دې هم بحث شوی چې ایا د انسانانو پیشوګانې خوښې دي اوکه سپي.

په انترنیت او ټولنیزو شبکو کې د سپو او پیشوګانو په ملیونونه عکسونه خپاره شوي؛ نو کوم هیواد زیات خوښوونکي لري؟

د امریکا په متحدو ایالتونوکې ۳۵ اعشاریه ۵ خلک په کورونو کې سپي لري خو د دې په مقابل کې په سلوکې ۳۰ اعشاریه ۴ پیشوګانې لري.

خو له دې سره سره په امریکا کې تر سپو د پیشوګانو شمېر ۵ ملیونه زیات دی.

One thought on “د اګست ۸ د پیشو نړیواله ورځ”
  1. موږ تر نړیوالو پدی برخه کی مخته! یو البته د شمیر له نظره نه بلکه : ا
    په نړۍ کی په کال کی یو ځل( د اګست ۸ ) د پیشو شتون لمانځل کیږی
    خو
    زموږ په هیواد کی هره ورځ د نړیوالو لویو پیشانو له برکته پیشو بازی تر سره کیږی او معلومه نه ده چی دا پیشو بازی به تر کله دوام ولری او نتیجه به ئی څه وی؟

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *