په نړیواله کچه د هېوادونو ترمینځ د بېلابېلو موخو له پاره ډول ډول پټې او ښکاره اړیکې شته دي. ځینې هېوادونو د یو لړ ملحوظاتو له امله خپل مینځي روابط پټ ساتي، چې وکولای شي خپل دښمنان په ډېره اسانۍ سره له مخې لرې کړي او ویې ځپي. په دې ډول یاد هېوادونه کولای شي چې بېلابېلې ګټې ترلاسه کړي چې یو څو یې یادوو:

  1. د دې له پاره چې د دواړو شریک دښمن په ډېرې اسانۍ ضعیف کړي او یا یې له پښو وغورځوي.
  2. ددې له پاره چې په نړیواله کچه ځينې نور متحدین وژغوري او ساتنه یې وکړي.
  3. ددې له پاره چې غوره اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
  4. دغه راز له امله یې کولای شي د خپلو خلکو رضایت ترلاسه کړي.
  5. همدارنګه کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره پر وړاندې یې پرتې ننګونې مدیریت کړي.

په نړیواله کچه دا ډول ډېرې بېلګې لرو چې دوه هېوادونه خپل مینځي روابط (ظاهري روابط) خړ پړ کوي او برعکس بیا په باطن او پټ ډول دارنګه اړیکې جوړوي چې له امله یې بریالي شوي چې خپلې موخې ترلاسه کړي. ددا ډول اړیکو (پټو اړیکو) یوه بېلګه د ایران او متحده ایالاتو خپل مینځي پټ روابط دي چې له امله یې دواړه هېوادونه د ځينو نورو هېوادونو د غولولو له پاره نږدې چې په نظامي جګړه هم لاس پورې کړي. په هر صورت دلته لازم ګڼم چې د ایران او متحده ایالاتو ترمینځ د پټو اړیکو ځینو دلایلو ته اشاره وکړم:

لومړی: متحده ایالاتو د ایران له پاره لومړنی ستر خدمت چې ترسره کړی هماغه د ۲۰۰۱ز. کال په افغانستان یرغل دی چې په اساس یې ایران له سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، … اړخه خوندي او مصؤن شو. د یاد یرغل په اساس متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو رژیم راوپرځاوه، ځکه یاد رژیم د ایران د لاس پوڅو او خپله په مستقیم ډول د ایران له پاره هغه مهال ستر ګواښ ګڼل کېده. په ۱۹۹۸ز. کال ایراني جاسوسان په افغانستان کې د طالبانو له لوري ووژل شول چې په تعقیب یې ایران د غچ اخیستلو په موخه افغاني پولو ته خپل پوځیان راټول او نظامي مانورې یې پیل کړې او ګواښ یې وکړ چې له افغانستان څخه به د خپلو یادو شویو کسانو غچ واخلي. طالبانو هم په مقابل عمل لاس پورې کړ، چې له امله یې ایراني رژیم د افغانستان د وخت رژیم د ګواښ څخه وډار شو او له غچ اخیستو لاس په سر شو. همدارنګه د طالبانو د رژیم پر مهال ایراني رژیم نشوای کولای چې په افغانستان کې فرهنګي لاسوهنه وکړي، بلکې هغه رژیم ورته ستر سردرد و، ولې هغه مهال چې متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالې ټولنې په افغانستان یرغل وکړ ایراني رژیم ته غوره زمینه برابره شوه، ترڅو ټول افغانستان په مستقیم ډول په سیاسي او فرهنګي برخه کې تر خپل نفوذ لاندې راولي او آن دا چې افغاني فرهنګ بیخي کمزوری کړي، چې ددې موخې له پاره ایران له رسنیو څخه نیولي بیا په ارزانه ډول د ایراني کتابونو رالېږد او نورې لارې چارې کارولي. له بله اړخه یې په افغانستان کې داسې کسان واک ته ورسول چې په اقتصادي لحاظ افغانستان د بهرنیانو په ځانګړې ډول د ایران محتاج وساتي او پرېنږدي چې په یاد ډګر کې افغانستان په پښو ودرېږي، ښه بېلګه یې د ځینو بې سواده وزیرانو څخه د متحده ایالاتو ملاتړ او په یاد پوسټ د ډېر وخت له پاره ساتل دي.

دوهم: ایران له پاره د متحده ایالاتو بل خدمت په عراق یرغل او د ایران د سترګو ازغی (صدام حسین) له مینځه وړل دي. یاد یرغل د متحده ایالاتو په مشرۍ په ۲۰۰۳ز. کال کې د ځینو هېوادونو له مخالفت سره سره پیل شو. صدام حسین په عراق کې یو پیاوړی رژیم رامینځ ته کړی و او د ایران او اسرائیلو له پاره ستر ګواښ ګڼل کېده. د صدام حسین رژیم په ۱۹۸۰ز. کال کې په دې توانېدلای وو چې د شط‌ العرب په سر ایران سره جګړې ته ودانګي او ایران څخه نږدې ۱۵۰۰۰ کیلومټره خاوره لاندې کړي. په ښکاره ډول په دې جګړه کې متحده ایالتونو له عراقه ملاتړ اعلان کړ، خو په پټه یې د صدام حسین رژیم له مینځه وړلو له پاره پلان جوړ کړ. لومړنی پلان چې په کویټ کې د عراق ښکېل کېدل وو ناکام، مګر په دوهم هغه کې یې خپله په متسقیم ډول پر عراق برید وکړ، د صدام حسین رژیم یې له مینځه یووړ او ایران او اسرائیل یې خوندي کړل.

درېیم: ایران، اسرائیل او پاکستان د متحده ایالاتو ستر متحدین او په سیمه کې د اسلامي هېوادونو د کمزوري کولو ښې آلې ګڼل کېږي. ایران د سعودي عربستان سرسختی مخالف ګڼل کېږي اوپه پټه د سعودي شاهي رژیم له مینځه وړلو له پاره له اسرائیلو سره څرګنده دښمني کوي، خو په حقیقت کې یې د اسرائیلو سره دا دښمني د هغوی د بقا او پایښت له پاره ده او یواځې د سعودي او نورې نړۍ، په ځانګړې ډول د ترکیې د تېر ایستلو په موخه ده. غواړي چې له دې لارې سعودي عربستان نارامه او په سیمه کې د اسرائیلو له پاره سوله ییزه فضا ایجاد کړي. متحده ایالات ایران او سعودي هڅوي چې د مذهب پربنسټ له یوه او بل سره رقابتونه او دښمنۍ وپالي، له بله اړخه ایران په پټه اسرائیلو سره تصنعي دښمنۍ ته هڅوي ترڅو له دې لارې عربستان ته فریب ورکړي او له امله یې عربان له ایران سره د دښمنۍ پاللو او غچ اخیستلو په موخه اسرائیلو ته نږدې شي، چې له امله به یې د فلسطین داعیه د عربانو له پامه وغورځېږي او اسرائیل به د فلسطین په خاوره کې په ارامه توګه خپل شتون یقیني کړي، چې همدې موخې ته رسېدلي. خو دا باید په یاد ولرو چې هیڅکله هم د دښمن دښمن ستا دوست کېدای نشي، عربان باید دا خبره په یاد ولري چې ایران او اسرائیل په خپل مینځ کې سره جوړ دي او یواځې غواړي چې متحده ایالات، اسرائیل او ایران خپلو موخو ته ورسېږي.

څلورم: د ۲۰۱۷ز. کال د دسمبر د میاشتې وروستۍ مظاهرې او لاریونونه د ایران د ساتنې او محافظت بل ښه ښکاره او څرګند دلیل دی. یاد لاریونونه د تېر کال دسمبر په ۲۸مه پیل شوې، متصل متحده ایالاتو ورڅخه ملاتړ اعلان کړ. لکه څرنګه چې وینو په اسلامي هېوادونو کې د متحده ایالاتو څخه د خلکو کرکه او نفرت په زیاتېدو دی، نو متحده ایالاتو هم د همدې نفرت څخه په ګټه اخیستنه په ښکاره ډول د مظاهرو څخه ملاتړ اعلان کړ. ایران او متحده ایالات دې پایلې ته ورسېدل چې یواځينۍ لاره کومه چې مظاهرې پرې غلې او خاموشه کولای شي هماغه د امریکا په وړاندې د خلکو له نفرت څخه ګټه پورته کول دي چې له امله به یې ایراني وګړي له مظاهرو لاس په سر شي. ددې سربېره په ایران کې ټولنیزې شبکې بندې شوي، که متحده ایالات د ایران له رژیم سره ستونزې لري او واقعاً غواړي چې د ایران رژیم له مینځه یوسي نو یې په توان کې پوره ده چې په یادو شبکو د سپوږمکیو له لارې محدودیت له مینځه یوسي او مظاهره کوونکي سره یو موټی کړي، خو له دې هم ښکاري چې متحده ایالات د ایران د رژیم ساتنه او ملاتړ کوي. همدارنګه ویل کېږي د متحده ایالاتو له لوري یو اپلیکشن د ایراني مظاهره کوونکو د ګټې اخیستنې له پاره جوړ شوی، مګر یاد اپلیکیشن برعکس وکولای شول چې ایراني مظاهره کوونکي وپاشي او د هغوی د مشرتابه هویت افشأ او د ایراني چارواکو په لاس کې ورکړي چې تردې دمه ایرانی حکومت په یادو مظاهرو کې بریالی ښکاري.

له بله پلوه متحده ایالتونو د ایران د مظاهرو کنټرول له پاره له افغانانو هم کار واخیست. د ۲۰۱۸ز. کال د جنورۍ په نهمه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې یوه ویډیو کې ښکاري چې د ۴۰۴ موټرو له لارې یو شمېر افغانان ایران ته لېږدول کېږي، ترڅو د ایراني رژیم په ملاتړ له مظاهره کوونکو سره اخ او ډب وکړي او پرېنږدي چې نوموړی رژیم له مینځه ولاړ شي.

په هر صورت په پورته ډول مو د ایران او متحده ایالاتو ترمینځ پټو اړیکو او روابطو جوړوونکو دلایلو ته اشاره وکړه، هیله مند یم چې ستاسو قناعت به مې لږ ډېر حاصل کړی وي. ایران نه یواځې چې د افغانستان له پاره بلکې د سعودي عربستان، مصر، فلسطین، ترکیې… او نورو هېوادونو په تضعیف بوخت دی او هڅه کوي چې یاد هېوادونه هم د افغانستان، عراق او سوریې په برخلیک اخته کړي.

کابل- افغانستان

One thought on “ د ایران او متحده ایالاتو پټې اړیکې | عبدالقهار عزیزي”
  1. څلور اویا کلونه می نړیوالی رسنۍ تعقیب کړیدی خو تر اوسه می
    .دومره علمی!!!!! تحلیل کوم بل ځای نه ؤ تر سترګو شوی

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *