تاند- د ایران د استخباراتو وزیر وايي، داعش یا اسلامي دولت سختدریځه ډله، چې په عراق او سوریه کې سخته ځپل شوې، اوس په افغانستان او پاکستان کې د سیمو د لاندې کولو په تکل کې ده.

د ایران د استخباراتو وزیر سید محمود علوي نن /سې شنبه/ خبرداری ورکړ«د عارق او شام اسلامي دولت (داعش) سیمې له لاسه ورکړې خو خپلې وسلې یې تسلیم کړي نه دي او اوس په افغانستان، پاکستانؤ منځنۍ اسیا او نورو ځایونو کې د سیمو د نیولو په لټه کې دی څو د خلافت نظریه پلې کړي.»

علوي، چې په تهران کې په یوه بحث کې ګډون کړی و، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس رسمیت پېژندلو ته په اشارې وویل، دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د داعش په شمول تروریستان وځپل شول او مرګوني ګوزارونه پرې وشول او ملاتړ کوونکي یې دومره مایوسه شول چې لېونډوله سلوک یې خپل کړ.

تر دې وړاندې تېره میاشت د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف خبرداری ورکړ چې داعش د افغانستان په شمول ټولې سیمې ته ګواښ پېښوي.

2 thoughts on “د ایران د استخباراتو وزیر وايي، داعش په افغانستان او پاکستان کې د سیمو د نیولو هڅه کوي”
  1. ځما دا یوه غریبه خبره واوری ، چه داعیش دایران او امریکا ډیر محرم او خصوصی عسکر دی

    او په دغه عسکرو سره غواړی چه ټول عربان، اروپایان، دپاکستان اټومی ځواک او روسیه او چین تر ډار او تاثیر لاندی راولی

    داچه کله ایران په کاذب ډول وای چه امریکا ځمونږ دښمن دی او نه یی پریږدم، او کله امریکا وای چه ایران نه پریږدم دا ځمونږ او د ټولی نړی دښمن دی، دغه خبری د نړیوالو دغولولو په خاطر کیږی

    په خصوصی ډول د ایران سره دوی کمکونه کوی اوپه ښکاره سره دوی دښمنان دی

    دغه وه ځما دفکر او شنجش یو شخصی نظر چه د ډیری مودی راهیسی راته پیدا شوی دی

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *