د ایران د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د اوبو او سیاسي مسایلو لپاره کمېټې جوړې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي د یکشنبې په ورځ وویل، څو اوونۍ مخکې د افغانستان پلاوي تهران ته ورغلل چې په لړ کې یې د دوو هیوادونو ۵ ګډو کمېټو کار پیل کړ.

ده د دوو کمېټو مسوولیت د ایران د بهرنیو چارو وزارت وباله او ویې ویل چې په دغو کمېټو کې د اوبو د کمېټې مسوول ښاغلی عراقچي او د سیاسي کمېټې مسوول ښاغلی رحیمپور دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي

قاسمي دا څرګندونې د افغانستان د اوبو او بندونو په وړاندې د ایران د ولسمشر حسن روحاني پر څرګندونو د افغانانو له پراخو عکس العملونو وروسته وکړې.

روحاني په تهران کې یوې غونډې ته د وینا په مهال د افغانستان د کجکي، کمال خان او سلما پر بندونو د انتقاد په ترڅ کې وویل چې ایران به په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

د روحاني دا څرګندونې د افغانانو له خورا بې ساري عکس العمل سره مخامخ شوې.

افغان حکومت هم د روحاني څرګندونې بې ځایه وبللې.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف سفر ګټور وباله. دا په داسې حال کې ده چې ظریف د روحاني تر څرګندونو ډېر وړاندې کابل ته راغلی و.

ایراني رسنۍ په ښکاره په افغانستان کې د بندونو له جوړېدا سره مخالفت کوي او وايي چې د افغانستان اوبه باید په اوسني ډول او حتي تر دې ډېرې ایران ته وبهېږي.

په وروستیو ورځو کې ایراني اجیرانو د سلمان بند د ویجاړولو په هدف په چیشت شریف ولسوالي کې د سلما بند د ساتونکو پولیسو پر پوستو یرغل وکړ او لږترلږه ۱۰ تنه افغان پولیس یې شهیدان کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي«موږ له دوست او ګاونډي هیواد افغانستان سره د بحث لپاره ډېر مسایل لرو او په هغو کې یوه تر ټولو مهمه چې په وروستیو کلونو کې زیاته یاده شوې ده، د بندونو پر سر بحثونه دي. د بندونو په ډله کې یو هم د سلما بند دی چې د هندیانو له لوري په ۲۵۰ ملیون ډالرو جوړ شو او په هغه کې زموږ د اوبو حق او حقوقو ته پام نه دی شوی. دا بند د ایران د خراسان پر اوبو ډېر اغېز لرلی شي او دا یوازې یوه بېلګه ده.»

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې له ایران څخه افغانستان ته لږترلږه د درو بهیدونکو سیندونو اوبه د ایران له لوري په وروستیو کلونو کې کاملاً پرچاو شوي دي خو ایران په دې اړه څه نه وايي.

ډېری کتونکی د افغانستان د جګړې د دوام په څو عواملو کې یو هم د افغانستان اوبه بولي. پاکستان هم د افغانستان له ثبات او سولې سره د خپل مخالفت په توجیهاتو کې د ډیورند کرښې ترڅنګ د اوبو یادونه کوي او فکر کوي چې ارام او سوله ییز افغانستان به پر کابل او کونړ سیندونو بندونه جوړ کړي.

د انرژۍ کارپوهان وايي چې که د ګاونډیو هیوادونو دښمني کمه شي افغانستان د برښنا دومره لوړ ظرفیت لري چې نه یوازې خپلو ټولو وګړو بلکې اکثرو ګاونډیو ته هم برښنا ورکولی شي. خو اوس افغانستان د خپلو شمالي ګاونډیو برښنا ته محتاج دی.

3 thoughts on “د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د اوبو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړه”
  1. افغانان باید د هر یرغلگر به وراندی سره یو سی او اجازه ورنکری جی د افغانانو به به منافعو تیری وکری
    مره دی وی د افغانستان دشمنان

  2. ره ملت ستا سره دی

    دوه وړاندیزونه
    که دوی ته اوبه حیاتي ارزښت لري ، د افغانستان لورې ته له دوی نه زیات ارزښت لري.
    لومړي فکر کوم زمونږ دهېواد د خارجی سیاست همغږی کوونکی ، پرمخ وړونکی او عملی کوونکی ارګان یا اداره « د افغانستان د باندینیو چارو وزارت» نومېږي ، نه بهرنیو چارو، ځکه مونږ د اردو بهرنیوچارو پرځای په پښتو ژبه کې د باندینیوچارو کلیمه لرو.
    دوهم د افغانستان د باندینیو یا خارجه چارو وزارت هم دنده لري د خپلو اوبو د کنترول او سمبال لپاره په خپل تشکیل کې « له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اوبو د تنظیم او سمبالښت » یوه اداره جوړه کړي. چې د اوبو له مسلکی او حقوقي اړخه کارپوهان په خپل تشکیل کې شامل کړي، دافغانستان دولت ته قانونی او حقوقی مشورې ، وړاندیزونه ورکړي او د حل لارې ولټوي. له بل لورې د ایراني خوا سره به یوه همتا او مشابه منسجمه ، مسووله او مسلکي اداره مونږ هم ولرو.
    که ایران د هریرود په اوبو افغانستان سره ستونزه لري ، کېدای شي د مرحوم محمدموسی شفیق د خدمت په شان یو کورنۍ او د ضرورت په وخت کې دوه اړخیز او یا بېطرفه نړیوال کميسیون پدې باره کې څېړنې وکړي . د افغانستان قانونی حق معلوم کړي.
    کوم واړه سیندونه چې د هرات او فراه له ولایتونو سره په سرحدي نقطه کې د ایران له خوا افغانستان ته بهېدل اوس هغه د ایران له خوا کاملا بند او وچ شویدي. دوی هم مونږ او زمونږ چاپېریال ته پریمانه تاوانونه را رسولي دي. د دغو وړو سیندونو سرنوشت باید معلوم شي.
    دهلمند سیند چې د نیمروز ولایت کې د ایران پولې سره نژدې بهيږي ، د موافقتنامې سره سم باید اوبه په دوه یا درې نقطو کې په معین مقدار سره ایران ته تحویل ورکړل شي ، مګر ایراني لورې هلته خپله خوا ژوره کړې ، له معین مقدار نه زیاتی اوبه ایران ته ورځې چې دا له موافقتنامې نه څرګند تخلف دی. علاوه پردې دوی د واټرپمپ پواسطه هم زمونږ اوبه اخلی او په پای کې زمونږ نیمروز ولایت اوسېدونکي تل د اوبو له کمبود او حتی د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ کيږي.

    شاهین افغان

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *