تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن/پنجشنبه/ په اسلام اباد کې په نیمه کې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړ، ویې ویل چې دا به په سیمه کې امنیت یقیني کړي.
جواد ظریف، چې پاکستان ته په سفر تللی، په یوه خبري غونډه کې وپوښتل شو چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې په وړاندې د ایران دریځ څه دی؟ ده په ځواب کې وویل:«ایران د افغانستان او پاکستان او په مجموع کې په سیمه او افغانستان کې دننه د سولې او امنیت په برخو کې د همکاریو ډېر ملاتړی دی.»
سره له دې چې د حولای په اوومه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ یو پړاو مخامخ خبرې وشوې خو د نورو هیوادونو خلاف چې دا خبرې یې مثبتې وبللې او د هغو هرکلی یې وکړ، ایران د افغانستان د سولې د دې بهیر په اړه څه نه و ویلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بې له دې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو د مخامخ خبرو یادونه وکړي یا یې په ښکاره تایید کړي، په ضمني ډول وویل چې پاکستان په سیمه کې مسوولانه رول لوبوي اود سیمې ټول هیوادونه باید د تروریزم، سختدریځۍ او فرقه پالنې له ګډو ستونزو سره په مبارزه کې ګډه همکاري وکړي.
ښاغلي ظریف وویل چې هیواد یې د افغانستان او پاکستان په شمول د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سولې او امنیت په برخو کې د همکاریو ملاتړ کوي.
ايران زموز له غم مره دي .
باید وویل شی چی ښاغلی جواد ظریف که څه هم د ایران په شان زمونږ د سیمی یو مقتدر دولت د بهرنیو چارو وزیر دی چی حتما به د خپل هیواد د ملی ګټو حامی او ساتندوی وی، اما نظر د ایران د باندینیو چارو له پخوانیو ټولو وزیرانوپه نسبت یو نیک شخصیت دی چی هیله لرم د افغانستان په باب به نسبی ښه نظر ولری. ښه به دا وی چی د هغوی له تجربو نه ګټه واخیستل شی او د دواړو هیوادونو د اړیکو په ښه والی کی مثبته نتیجه ورکړی.
سهاک