تاند- د ایران د سپاه پاسداران یوه قومندان محمد جمالي زاده پاقلعه په سوریه کې وژل شوی دی.

جمالي زاده ، چې په کرمان کې د سپاه پاسداران د ثارالله قول اردو قومندان و، په اتیایمه میلادي لسیزه کې له عراق سره د ایران په اته کلنه جګړه کې جنګي تجربې ترلاسه کړې وې.

جمالي زاده په وروستیو ورځو کې سوریې ته استول شوی و چې د دغه رژیم د مخالفانو په وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي.

د ایران مهر خبري اژانس ویلي چې محمد جمالي پاقلعه د حضرت زینب بي بي د حریم (زیارت) په دفاع کې «شهید» شو.

دې اژانس د ده وژونکي ترهګر بللي دي.

دا په داسي حال کې ده چې ایران او د دغه هیواد سپاه پاسداران، انقلابي ځواک په ځلونو د سوریې په جګړه کې د بشاراسد په ننګه د خپلو ځواکونو شتون رد کړی دی.

خو سپاه وايي چې د جمالي زاده مړی به سبا /سې شنبه/ په کرمان کې خاورو ته وسپارل شي.

د سوریې د رژیم مخالفانو په ځلونو د بشار د رژیم په دفاع کې د ایرانیانو او د لبنان د حزب الله د غړیو فلمونه خپاره کړي خو د ایران حکومت هر ځل دا ډول تورونه رد کړي دي.

جمالي زاده په وروستیو کلونو کې د ایران په ختیځ کې د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې له مخدرو موادو سره د مبارزې په کمېټه کې کار کاوه. نوموړي د بلوچو بېلتون غوښتونکو د هلوځلو په ځپلو کې هم فعاله ونډه لرلې ده.

One thought on “د ایران د «سپاه» قومندان د سوریې په جګړه کې ووژل شو”
  1. دیر ښه کار وشو چی یو قاتل او متعصب رذیل انسان چی د ټولو سنیانو او اهل سنت و الجماعت قتل او ځورونه کی یی مهم رول لوبولی مردار کیږی مونږ د دوزخ عذاب ورته غواړو

ځواب ورکول بارکزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *