برید جنرال محمد ماراني

تاند- د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان بریدجنرال محمد ماراني وايي، د افغانستان په خاوره کې دننه یې په یو لړ عملیاتو کې یو ایرانی برمته شوی انجنیر خلاص کړی دی.

د ایراني خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، دغه ایرانی انجنیر، چې حسین حاج ملک نومېږي، د قوس په ۲۳مه د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې تښتول شوی او د افغانستان یوه سرحدي ولایت ته وړل شوی و.

د جنرال ماراني له قوله تسنیم خبري اژانس نن /یکشنبه/ وویل«د قدس ځواکونو په یو لړ استخباراتي او عملیاتي اقداماتو کې د (جهاد نصر) شرکت یو انجنیر، چې د برمته نیوونکو له لوري د ګاونډي هیواد(افغانستان) یوه سرحدي ولایت ته وړل شوی و، وژغوره.»

ده همداراز ویلي چې دغه انجنیر په سیستان او بلوچستان ولایت کې د هامون ښارګوټي کروندګرو ته د اوبو د مهیا کولو په پروژه کې کار کاوه.

ماراني ویلي چې یرغمل نیوونکو د دغه ایراني انجنیر د کورنۍ له غړیو سره تماس نیولی و او د هغه د خلاصون لپاره یې پیسې غوښتې وې.

د جنرال ماراني په وینا انجنیر د تېرې یکشنبې په ورځ وروسته له دې خوشي شو چې د هغه پلار د قدس ځواک اډې ته لاړ او مرسته یې وغوښته.

په خبر کې دا هم ویل شوي چې د قضيې په تړاو ۵ تنه، چې له یرغمل نیوونکو سره یې همکاري کړې وه، په ایران کې نیول شوي دي.

ایراني رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي چې نیول شوي کسان یا یرغمل نیوونکي ایرانیان که افغانان دي.

د انجنیر د خلاصون دقیقه سیمه هم نه ده ښودل شوې خو داسې ښکاري چې نیمروز ولایت به و ځکه چې ویل شوي چې د نوموړي سوځېدلی موټر په نیمروز کې موندل شوی و.

د ایراني نظامیانو له لوري د افغان حکومت له موافقې او اطلاع پرته د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو په وړاندې د افغانستان حکومت تراوسه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د ایران قدس ځواک پخوا د افغانستان د اوبو په بندونو باندې په حملو کې په لاس لرلو تورن شوی دی.

د ایران د سپاه دا ځواک د بهرنیو عملیاتو لپاره جوړ شوی. د سوریې جګړې ته هم دا ځواک افغانان بیايي.

2 thoughts on “د ایران د قدس ځواک قوماندان وايي، د افغانستان په خاوره کې یې ایرانی یرغمل وژغوره”
  1. ځما په ګمان د ایران د پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان غواړی په دغه دروغجن خبر سره د یوی خوا خپل ځان مشهور کړی، او دبلی خوا که دغه کار شوی وی نو شاید هغه بی شرمه افغانان چه د خلیلی لخوا د ایران پاسدارانو ته معرفی شوی وی، دهغوی څخه کار اخستل شوی وی او دغه انجنیر ازاد شوی وی.

    ددغه خبر په خپریدو می بل ګمان دا دی، چه دغه د انجینیر د یرغملیدو خبره شاید یوه دوکه او د ایران یوه استخباراتی جوړه شوی ډرامه وی، ځکه د ایران پاسداران غواړی په دغه بهانه داعیش او یا طالیبانو ته اسلحه او یا نور جنګی وسایل انتقال کړی.

    بیا هم وایم چه شاید دغه برمته شوی انجنیر د ایران دپاسدارانو لخوا تریننګ شوی وی، او په دغه خبر سره قوماندان غواړی چه خپله مشهورتیا ډیره کړی.

    په اخر کی وایم چه د خلیلی، عطآ نور او لطیف پدران غوندی ایران پلوه افغانان ځمونږ په خاوره کی شتون ولری، داسی نادودی او ډرامی به ځمونږ په پاکه خاوره روانی وی.

  2. زما په ګومان داهسې تبلیغات دی چې سپاه نامقدس غواړي خپل پوځ ته روحیه ورکړي.
    او که احیانا دوي کوم عملیات هم کړي وي ، د خپلو افغاني بړیڅو په مرسته به داسې کوم څه سرته رسېدلي وي. په هرحال د نړیوالو اصولو په اساس دا د ایران له لوري یو مستقیم تجاوز دی .

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *