د افغانستان د مرکزي بانک رييس عبدالناصر همتی

تاند- د ایران د مرکزي بانک ريیس عبدالناصر همتي وايي، هغه پیسې (ډالر) چې له افغانستان څخه ایران ته راوړل کېږي، قاچاق نه دي.

ښاغلي همتي د روسیې له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل«د اسعارو له قاچاقه خبر نه یم. باید د افغانستان حکومت یې په خپله معلومه کړي چې دا قاچاق دی او که نه دی. خو د دوو هیوادونو ترمنځ ډېر تجارتي مال مبادله کېږي. په اوس وخت کې د ایران او افغانستان ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه خورا ډېره ده. په کال کې د څو ملیارد ډالرو تجارتي مال مبادله کېږي. څوک چې هلته صادرات کوي، طبیعي ده چې خپل ډالر به راوړي، دې ته قاچاق نه شو ویلی.»

رویټرز خبري اژانس په وروستیو کې په یوه راپور کې وویل چې له افغانستان څخه د ورځې له ۲ ملیونه تر ۳ ملیون ډالره ایران ته په قاچاق وړل کېږي.

د افغانستان بانک رييس خلیل الله صدیق په وروستیو کې وویل، که د افغانستان حکومت ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو ته د ډالر د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، د افغانۍ ارزښت به نور هم ولوېږي.

د ښاغلي صدیق په وینا له افغانستان څخه اسعار په ۶ لارو بهر ته ایستل کېږي؛ فراه، نیمروز، او اسلام کلا (د ایران په پوله کې)، حیران (د ازبکستان په پوله کې)، د مزارشریف هوايي ډګر، او د کابل هوايي ډګر.

د افغانستان بانک ريیس ویلي چې د هرات او مشهد ترمنځ د ورځې ۱۰۰ ټکسي موټرونه تګ راتګ کوي او د دغو ټکسیانو ځینې چلوونکي بهرني اسعار له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کوي.

One thought on “د ایران د مرکزي بانک رييس وايي، له افغانستانه د ډالرو راوړل قاچاق نه دی”

ځواب ورکول ځدراڼ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *