تاند- د ایران د کورنیو چارو وزیر افغانستان او پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که خپلې پولې کنټرول نه کړي، ایران دا خپل حق بولي چې په دغو هیوادونو کې مداخله وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي د دوشنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته د پنځو تښتول شویو ایراني پوله ساتو په اړه وویل، د استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې څو غونډې کړي او له بهرنیو چارو وزارت سره یې په دیپلوماتیکه برخه کې لازم اقدامات کړي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس (مهر) وویل، د ایران پوله ساتي برمته کړای شوي او پاکستان ته وړل شوي دي، ایران له پاکستان څخه غواړي چې د دغو پوله ساتو د ژر تر ژره موندلو او خلاصون لپاره اقدام وکړي.

ایران په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که د دوی پوله ساتي ژر ونه موندل شول، ایراني پوځیان به د خپلو پوله ساتو د موندلو لپاره د پاکستان خاورې ته ننوځي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي ویلي چې د خپلو پوله ساتو د خلاصون لپاره په خپله اقدام کولی شي خو ښه دا ده چې د ایران تر اقدام مخکې پاکستان په خپله په جدیت مسله حل کړي.

ده خبرداری ورکړ، که پاکستان فوري اقدام نه شي کولی ایران د خپلو پوله ساتو د موندلو لپاره پاکستان او افغانستان ته ځواکونه لېږلی شي.

د جیش العدل په نوم یوې ډلې د ایراني پوله ساتو د تښتولو ادعا کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې تراوسه پوري په پوله کې له پاکستاني پوله ساتو سره درې ځلي خبرې شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، پاکستان او افغانستان د ایران لپاره په داسي ځایونو بدل شوي چې تروریستان او اشرار پکې راټول شي:«له نېکه مرغه ایران امن دی خو ګاونډي هیوادونه د اشرارو د راغونډېدو په مرکزونو بدل شوي دي.»

دا په داسي حال کې ده چې راپورونه وايي ایران په افغانستان کې د بندونو او د اوبو د زېرمو د ورانوونکو لپاره په خپله خاوره کې روزنه ورکوي او افغانستان ته یې د تخریب او ورانکارۍ لپاره رالېږي.

4 thoughts on “د ایران د کورنیو چارو وزیر پاکستان او افغانستان ته د مداخلې خبرداری ورکړ”
  1. د ایران خبره د پاکستان په اړه کېدای شي ریښتیا وي، خو د افغانستان په اړه یوازې یو پروپاګند دی او هیڅ مصداق نلري.افغانستان خپله د دواړو ګاونډیانو هم د ایران او هم د پاکستان لخوا د ترهګرو او اشرارو له بریدونو او لاسوهنو سره تل مخ دی. موږ د ایران دغه درواغجنه ادعا غندو

  2. د تاند کارکونکو ته سلامون او نیکې هیلې
    غواړم یو څه لیکنې او شعروړنه در ولیږ!! څنګه او په کوم ډو ل یې کولی سم …. ځکه یو څه وخت وړاندی مې یو شعر درلیږلی و تاسي خپور نه کړ فکر کوم در رسیدلی به نه وی …. مننه

  3. ایران فکر کوی چی پدی پټکو به افغانستان وډارکړی او پر افغانستان فشار راوړی چی له پاکستانه وغواړی ترڅو د ایران د مداخلی د مخنیوی لپاره دی هغه څه وکړی چی ایران یی غواړی. خو ایران خبر نه دی چی یتیم په ژړا پوخ دی او مونږ ستاسو له لاسه د څلويښت کاله د اور په لمبو کی سوځو. «نه شرق غواړو نه غرب مونږ په افغانستان کی اسلامی جمهوریت غواړو» او د همدی کار لپاره یی نهه سری بړیڅی روزلی دی چی که زړه یی شی نو هغوی به رامست کړی. مونږ خو هسی هم هرڅه له لاسه ورکړی دی خو دوی هم غواړی خپل خلک د اور په لمبو کی وسوځوی. صدام حسین هم یو وخت داسی کبرجن عمل وکړ او د کویت پر مظلوم ملت یی یرغل وکړ او په یوه ورځ کی یی ټول کوچنی کویت له هرڅه سره ونیو. مګر خبر نه وو چی د دوی په شان د وړو ښامارانو د ژوندی تیرولو لپاره لوی ښاماران هم شته او له هرڅه سره یی ژوندی تیرولی شی.
    د ایران د کورنیو چارو وزیر بنده الرضا رحماني فضلي ته ویل کیږی چی لږ یی سړه خوره که نه پری وبه سوځی. ده در کجا و درختها در کجا . چا ستاسو د پاسداران سپی تښتولی دی او له چا یی غواړی؟
    لاتر اوسه یی ماغزه په کرار نه دی
    چاچی ما سره وهلی سر په سنګ دی.
    ایا تر پخوانی شوروی اتحاد ډیر قوی یاستی ؟ او که له کوم بل لوری درته شین څراخ لګیدلی دی؟ خیر ټولو زړه یخ کړ تاسو هم صرفه مه کوی دا ګز او دا میدان.

  4. ایران هیچکله نشی کولی چی خپل بی غیرته عسکر د افغانستان خاوری ته راولیژی،

ځواب ورکول محمد بشر هيواد پال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *