د ایران پوله ساتي

تاند- په فراه وولایت کې افغان چارواکو نن وویل چې ایراني ځواکونو پنځه تنه افغان کارګر وژلي، پنځه یې ټپیان کړي او لس نور یې برمته کړي دي.

د فراه د امنیه قومندان دل جان خاکریزي په وینا د وژل شوو افغان کارګرانو یو مړی دوی ته په لاس ورغلی او نور یې ایراني ځواکونو له ځان سره وړي دي.

د فراه چارواکي وایي، دغو افغانانو د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې کار اوبار کاوه.

د فراه امنیه قومندان همداراز وویل چې له امنیتي مسولانو څخه جوړ پلاوی سیمې ته لېږل شوی چې د پېښې په اړه څېړنې وکړي..

د فراه امنیه قومندان ونه ویل چې دا افغانان دقیقاً په کومه ساحه (د افغانستان یا پاکستان په خاوره) کې ویشتل شوي دي.

تر دې مخکې ایراني ځواکونو په سرحدي سیمو کې په ځلونو افغانان وژلي، ټپیان کړي او یا نیولي دي.

3 thoughts on “د ایران سرحدي ځواکونو ۵ افغانان ووژل ۵ نور ټپیان کړل”
  1. باور وکړی چی د افغانانو مرګ ته څوک د جرګی د مرګ په اندازه اهمیت هم نه ورکوی. دا ځکه چی افغانستان د سر سړی نه لری، څوک شته چی د افغانانو پوښتنه وکړی؟.تو لعنت شه د ایران پر جنایتکار حکومت شه

  2. Fuck iranian forces ….coward afghan government nothing can do for its people….Taliban were better at least they saw into the eyes of iran….all the muslim world must stop iranophobia….and paralize them.

  3. د ایران منافق دولت نه هیڅ طمعه او توقع نشته چی هغوی به په افغانانو رحم وکړی. دا یوه لویه توطییه ده چی افغانان باید له یوی خوا پداخل کی وځپل شی او له بلی خوا مهاجرت اوکډوالی ته مجبور شی ترڅو د آخوندانو ، سپی انقلاب او دداعیشیانو لپار د وژلو او ساتیری آله جوړشی. له ایرانی جابرو اوظالمانو سرحدی سپه نه په نړۍ کی هیڅ بل طایفه نشته.
    اوس باید خپل ځانونه خپله وساتو او خپلی پولی لکه یوه کلکه کلا داسی وساتو. که زما منی دا ټول امنیتی قوتونه او پولیس د سرحدونو د ساتلو لپاره ولیږی ، په ټول هیواد کی به امنیت راشی او هر ډول کارونه به پیدا شی چی زمونږ ځوانانو ته کار او مصروفیت او سوکالی سبب شی.

ځواب ورکول ahmadsafi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *