په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي

تاند- په کابل کې د ایران سفیر وايي، که د تهران د اتومي لانجې پر سر د لوېدیځ او تهران موافقه ترلاسه شوه او د ایران بندیزونه لېري شول، د افغانستان او ایران سوداګري راکړه ورکړه به لا پراخه شي.

د ایران سفیر محمد رضا بهرامي په کابل کې وویل چې د ایران د بندیزونو پای ته رسېدا د افغانستان په ګټه هم دي.

محمد رضا بهرامي په کابل کې وویل، که په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش موجودیت د سیمې په تهدید او یوه حقیقیت بدل شي، ایران چمتو دی چې د دې ډلې پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

تهران د داعش یا اسلامي دولت ډلې پرضد د افغانستان له حکومت سره مرستې ته تیار دی.

بهرامي وویل، سره له دې چې له داعش سره مبارزه د افغانستان مسوولیت دی، ایران په هغه صورت کې چې افغانستان احساس وکړي چې د ایران مرستې ته اړتیا لري، له خپل ګاونډي هیواد سره پر مرستې غور کولی شي.

بهرامي وویل، د وروستیو لسیزو پېښو دوی ته په ډاګه کړه چې د افغانستان ستونزې او چلینجونه په افغانستان پوري محدود نه پاتې کېږي، بلکې د نورو هیوادونو لپاره هم ګواښ دي.

ایران د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد له عراق سره هم مرسته کوي.

5 thoughts on “د ایران سفیر: که افغانستان وغواړي د داعش پر ضد ورسره مرستې ته تیار دی”
  1. خوشی غل خوری چی کمک کوی دا منافق ملک غواړی افغانستان نه هم یمن او عراق جوړ کړی هل

  2. وایي چې پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي…. دا اور خو دې زر تر زره ستاسو تر لمنو در ورسیږي، چې د ځوریدلی افغان له زړه خبر شئ

  3. زما په نظر ایران غواړي چې د افغانستان پر پوله په یو بل شیطاني چال ولاړ شي ، د لویدیز سره د ایران لانجه او حل یې زموږ لپاره بې له تاوانه هیڅ کټه نه لري، که چیری لویدیز ایران و ټکوي کیدای شي له یوه پلوه خو به موږ لږه د آرام ساه واخلو، که زموږ ټول ګاونډیان خوصوصاٌ ایران او پاکستان له بل چا سره اخته شي ښه به وي زموږ په ګټه ده ځکه همدوی دي چې همیش یی د برادر مسلمان و همسایه، يا یی د مسلمان بهایي او همسایه په نوم تباه او برباد کړي یو. راځم اصل مطلب ته که ایران په ریښتسا غواړي چی له افغانستان سره مرسته وکړي نو طالبانو ته دی مرسته نه ورکوي چې ښه مثال یی د کمال خان دس کلتوري او مذهبی یرغلونه دی بند کړي اوس چي خبره د داعیش راغله دا نه دې ایران په وس پوره ده اونه له موږ سره څه کولی شي دا هسي د خپل شیطانت سپیناوي لپاره یوه غوړه مالي ده خو اوس افغانان خپل دښمنان تر ټولو ښه پیژني په دی تیرو درو لسیزو کي ایران او پاکستان دا افغانانو لپاره له طالب، القاعده، داعیش او شیطان څخه خطرناک وو، دي او هم به وي.

  4. دایران د حکومت دا رنګه مرستی هغه دی په سوریه،عراق ،یمن او لبنان کی ښی څرګندی بیلګي دی، د دوی مرستی پخوا هم افغانانو تجربه کړیدی! او پایلی یی هم افغانانو ته تر لمر روښانه دی، دوی په هرشی کی یوازی خپلپالنه یانی شیعه پالنه او ټبرپالنه او کینه روزی او بس

  5. محمد رضا بهرامی هغه څوک ده چی د استا ربانی په وخت کی هم په کابل کی د آخندی رژیم سفیر وو. همدی شیطان په بامیانو کی له استا ربانی نه د قونسلګری د جوړیدو اجازه ترلاسه کړه او له آخندستان نه به نظامی الوتکی له وسلو ډکی بامیانو کی کښته کیدلی او بیا به دا وسلی د کابل د لویدیز جنګ کی د هغوی د بړیڅو له لوری استعمالیدلی او د رقص مرده سناریو به یی تکمیله وله .
    د آخندانو ملایان هم شیطانی فکرونه لری . غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی چی ویی نیسه. دوی د مونږ ته شر نه را اچوی د دوی له خیره مونږ تیر یو او دا به دواړو هیوادونو په خیر وی.
    بهرامی د خپل خروړی سپی « حاجه ګک ماکیک » ته ووایی چی د ملی وحدت حکومت د جوړیدو او کار کی مخالفت نه کوی اود زړه له تله د همکار ی وکړی. دوی د نور نظامی مشاورین جلریز او دشت برچی ته نه رالیږی.
    بهرامی ته وویل شی چی د طلوع والو له شومو او زهرجنو تبلیغاتو له خپرولو نه دی لاس واخلی او د هغوی بل خروړی « ذالفقار امید » د پښتون لوی قوم سپکاوی د نه کوی. نو پداسی حالاتو کی به ایران له افغانستان سره لویه مرسته کړی وی . دوی دخپله همکار په عمل کی ثبوت کړی.

ځواب ورکول Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *