تاند- د ایران د سپاه پاسداران ځواک عمومي قوماندان جنرال محمد علي جعفري پاکستان د جیش العدل ډلې پر ملاتړ تورن کړ.
جېش العدل هغه سُني ډله ده چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش – زاهدان پر لویه لار یې د سپاه پاسداران پر ځواکونو د موټر بمي انتحاري برید مسوولیت په غاړه واخیست.
په دې برید کې، چې تېره اوونۍ (چهارشنبه – فبروري ۱۳) وشو، د سپاه پاسداران لږترلږه ۲۷ غړي ووژل شول.
د ایران د سپاه پاسداران قوماندان له پاکستان څخه غوښتي چې له جېش العدل سره خپل چلند بدل کړي.
ده خبرداری ورکړی چې که پاکستان له جیش العدل سره خپل چلند بدل نه کړي ایران به خپل چلند بدل کړي.
«زموږ چلند به له پخوا سره توپیر ولري او زموږ ځواکونه به د جېش العدل پر ضد غچ اخیستونکي اقدامات وکړي چې په هغه صورت کې به پاکستان هم د د دې انقلاب ضد ډلې د ملاتړ په خاطر د ناوړو پایلو اثار وویني.»
د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان دا خبرداری پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سفر سره په یو وخت ورکړ. ایراني رسنۍ د سیستان او بلوچستان په حملو کې د خلیج د سیمې هیوادونه، چې اشاره یې سعودي ته وي، په لاس لرلو تورنوي.
د سپاه پاسداران قوماندان وویل، جېش العدل د اسلام لپاره خطرناکه ډله ده او د پاکستان حکومت د دې ډلې غړیو ته پناه ورکړې ده.
ده همداراز وویل«دا کسان (جېش العدل) د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري حمایه کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې سپاه پاسداران په خپله په څو هیوادونو کې په نیابتي جګړه کې ښکېل دی.
د ایران دا ځواک په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او ظاهراً یې دلیل دا دی چې طالبان د امریکا خلاف جنګېږي.
د ایران له لوري پر پاکستان د جېش العدل د ملاتړ تور وروسته له دې لګول کېږي چې هند پاکستان په کشمیر کې د خونړۍ حملې مسوول وباله.
هند وايي، د پنجشنبې د ورځې /فبروري ۱۴/ په حملې کې د پاکستان د لاس لرلو کره شواهد لري.
په دې برید کې د هند لږترلږه ۴۶ پولیس ووېل شول.
هند او افغانستان تل تور لګوي چې د پاکستان پوځ او استخبارات په دواړو هیوادونو کې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي.
د پاکستان د موجودیت فلسفه د جګړو او جنګونو اور بلول دي.
که جنګونه ختم شي ، پاکستان هم تجزیه کيږي. بنا د سیمې هېوادونه خصوصا هند ، افغانستان او ایران باید د پاکستان په مقابل کې مشترکه پالیسي ولري. څومره چې امکان لري ، پاکستان باید تر اقتصادي او سیاسي فشار لاندې ونیول شي.