1

تاند- د ایران فارس خبري اژانس نن په کابل کې دفتر پرانست څو د دغه خبري اژانس د مسوولانو په وینا د افغانستان مسایل له خپلو عینکو منعکس کړي.

 د پرانستنې په مراسمو کې د دې خبري اژانس ريیس سید نظام الدین موسوي وویل چې په کابل کې د فارس خبري اژانس د دفتر او فعالیت د پیلولو هدف دا دی چې د افغانستان پېښې په خپلو سترګو ایرانیانو او افغانانو ته د دوی په خپله ژبه منعکس کړي.

ټاکل شوې وه چې د فارس خبري اژانس د کابل د دفتر په پرانستونکو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین او یو شمېر نور دولتي چارواکي ګډون وکړي خو دا اژانس وايي چې د افغانستان له لوري د باختر خبري اژانس رييس وحید مینوي، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي رييس وحید غروال او یوه استاد محمد هاشم عصمت الهي او یو شمېر نورو ژورنالیستانو ګډون کړی و.

د فارس خبري اژانس ريیس د افغانستان له حکومته مننه وکړه چې دې خبري اژانس ته یې اجازه ورکړه چې په افغانستان کې فعالیت پیل کړي، ویې ویل: خپلې ګټې د افغانستان له ګټو جلا نه ویني.

ده ادعا وکړه چې هیڅ رسنۍ د ایراني رسنیو په شان له افغانستان سره خواخوږي نه لري.

ده ایران او افغانستان یو وباله، ویې ویل:«دا د زمان جبر او ستم دی چې موږ یې دوه ځایه کړي یو. موږ دلته راغلي یو چې له افغانانو وغواړو چې راځئ مصنوعي او ساختګي پولې له منځه یوسو.»

دا په داسي حال کې ده چې ایران افغانانو ته قانوني ویزه په ډېره ګرانه او د زیاتو پیسو په مقابل کې ورکوي او په خپله خاوره کې یې افغانان له ابتدايي انساني حقونو محروم کړي دي.

ایران په تېرو دوو لسیزو کې پر افغانستان د خپلې لهجې او کلتور د تحمیلولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي او تر ډېره بریالی شوی هم دی.

د چارو د یو شمېر کتونکو په وینا د ایران په مالي مرسته په افغانستان کې یو شمېر تلویزیونونه، ورځپاڼې او مجلې خپرېږي او په مختلفو سیمو کې یې کلتوري مرکزونه او کتابتونونه جوړ کړي دي.

د دوی په باور ایران غواړي چې په افغانستان کې د خپل خبري اژانس په فعالولو او افغاني رسنیو ته د وړیا خبرونو په ورکولو سره له یوې خوا خپله خاصه ژبه ترویج کړي او له بلې خوا د افغانستان حالات هغسي منعکس کړي چې دا هیواد یې غواړي.

4 thoughts on “د ایران فارس خبري اژانس په کابل کې رسماً فعالیت پیل کړ”
  1. زه فکر کږم چې تاند د نښي منځ ویستلی او کټ مټ یې لاندي کاپي را نقلوم

    د دوی په باور ایران غواړي چې په افغانستان کې د خپل خبري اژانس په فعالولو او افغاني رسنیو ته د وړیا خبرونو په ورکولو سره له یوي

    خوا خپله خاصه ژبه ترویج کړي او له بلې خوا د افغانستان حالات هغسي منعکس کړي چې دا هیواد یې غواړي.

  2. والله چی اوس یی خوند وکړ . د ایران ښوونکو به خپلو زده کوونکو ته پخواویل چی افغانستان د ایران د خاوری یوه برخه ده او دا د زمان جبر او ستم دی « چې موږ یې دوه ځایه کړي یو نو اوس خو داده رسما د فارس خبری آژانس اعلان وکړ چی موږ دلته راغلي یو چې له افغانانو وغواړو چې راځئ مصنوعي او ساختګي پولې له منځه یوسو.»
    تاسو ماته یوه دری کلیمه راوښیی چی هغه ایرانیانو قبوله کړی وی او په خپلو لغات نامو یا فرهنګونو کی یی ځای ورکړی وی . دوی کومی کلیمی چی نه لری له روسی اخلی لکه استکان چی د اوبو ګیلاس ته وایی یا چمدان چی د کالیو بکس ته وایی یا پالتو چی بالاپوش ته وایی يا ماشین چی موټر ته وایی او یا هم له فرانسوی نه کلیمی اخلی لکه کدو چی تحفی یا سوغات ته وایی ، مرسی چی مننی او تشکر ته وایی ، او داسی نور مګر هیڅکله به هم د افغانستان دری کلیمی وانه خلی بلکه دوی به خپلی واژی لکه چالش = مشکلات ، رابردی = ستراتیژی ، مجلس نمایندګاه = پارلمان یا ولسی جرګه ، شهروندان = اتباع ، استان = ولایت او داسی نوری پر مونږ تحمیلوی او زمونږ چاپلوس رهین او تلویزیون یی په منډه منی .
    اوس د افغانستان دولت ته هم په کار ده چی په ایران کی د باختر آژانس یو رسمی دفتر پرانیزی او هر هغه څه چی زمون لپاره مناسبه وی د دوی په اصطلاح د ایران پېښې په خپلو سترګو ایرانیانو او افغانانو ته د دوی په خپله ژبه منعکس کړي.
    د بیکاره کور به میلمه واکدار وی.

  3. د دي مطلب دا دی چی ایران عملآ او په ښکاره ډول د مالوماتو راغونډولو لپاره خپل استخباراتي غړي کابل ته راولیږل تر څوله ۲۰۱۴ کال وروسته هغه ځایونه چی په امن پاتی دي د دوۍ د مالوماتو پر بنا بی امنه او په خپل نفوس بدلي کړي.
    .

ځواب ورکول پټ ریس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *