تاند- د افغانستان مشرانو جرګې د ایران له لوري د سوریې د جګړې لپاره د افغانانو د ګومارلو د ادعا په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې (مج) ريیس فضل هادي مسلمیار د افغانستان له حکومته هم وغوښتل چې په دې اړه وضاحب ورکړي.

د مج رييس مسلمیار وویل چې ایرانیان د مهاجرو افغانانو له بېوزلۍ او مجبوریته سو استفاده کوي، سوریې ته یې د جګړې لپاره لېږي او هلته وژل کېږي.

د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼې تېره اوونۍ د افغان او لوېدیځو چارواکو په قول ویلي و چې د ایران سپاه پاسداران انقلابي ځواک د سوریې او ایراني ځواکونو د تلفاتو د کمولو او د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره افغان کډوال سوریې ته لېږي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې هر افغان ته د میاشتې ۵۰۰ ډالر معاش او په ایران کې د استوګنې یا اقامت اجازه ورکول کېږي.

پرون د افغانستان ولسي جرګې هم په دې راپور اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې د ایران رژیم د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره افغانان د سوریې جګړې ته لېږي.

د ولسي جرګې (وج) په پرونۍ /شنبه/ غونډه کې د ايران له خوا د سوريې درې کلنې کورنۍ جګړې ته د افغانانو د استولو پر موضوع بحثونه وشول .

په (و.ج) کې د کندوز استازې شکريې پيکان ��ويل، افغانان په خپل هېواد کې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله ګاونډيو او يا هم نورو هېوادونو ته کډوال کيږي .

هغې زياته کړه : «خو له تېرو څو ورځو راهيسې ايران پر افغان کډوالو زور راوړي، ترڅو له ١٨ کلن نه پورته ځوان افغانان د ايران حکومت ته ورکړي ،چې  د سوريې جګړې ته يې واستوي.»

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، افغان دولت مکلفيت لري، څو د ايران په ګډون په ټوله نړۍ کې د افغان کډوالو د ستونزو غم وخوري .

ابراهيمي همداراز وویل، ولسي جرګه به په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د بهرنيو  او کډوالو چارو وزارتونو ته مکتوب واستوي چې ژر اقدام وکړي.

3 thoughts on “د ایران له لوري د سوریې جګړې ته د افغانانو د لېږلو په باب د څېړنو غوښتنه”
  1. یره زه خو وایم چې له دا مج نه تېر شئ. مشرانو جرګه اوس ټول افغانان استعمالوي او په زوره به ورباندې دا نوم ګوډ کړئ. په یوه تلویزیوني بحث کې یوه پنجابي خیبرپښتونخوا ته کی پی کی وویل او حاجی عدیل پرې احتجاج وکړ. دا کار زمونږ منلي اصطلاحات خرابوي، نور مو خوښه خپله.

  2. سلامونه..

    له دې مج ته تېر شئ، او په هم هغه بشپړ شکل يې وليکئ، صحیح ده چي مخففات باید وکارول سي، ليکن دا ډول نه …. که بیا هم د کارېدو لېواله يې یاست ، کولا سۍ د مج پر ځای (م. ج.) وکاروئ، د مج ریس، د مچ ریس مفهوم تري اخيستل کېږي.

    1. که ټکي ورکړو بیا خو یې لیکل تر بشپړ نوم سخته کېږي. زموږ په لوی کیبورډ کې ټکی په شیفټ کې دی هر ځل شیفټ ټینګول او یو توری لیکل زیات وخت نیسي. د مخفف هدف دا دی چې کار در لنډ کړي که ستا د لیکلو وخت نه کموي بیا یې ګټه نشته.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *