تاند- د ایران په مرکزي برخه کې د څو موټرو په ټکر کې پنځلس تنه ووژل شول چې ۱۱ یې افغانان دي.

د ایران دولتي تلویزیون وویل، لږترلږه څلور موټرونه له یو بل سره ټکر شول.

دا پېښه د تهران د جنوب ختیځ په ۳۵۰ کیلومترۍ کې نایین ښار ته نژدې وشوه.

ایراني رسنۍ وايي چې په دې پېښه کې اته ایرانیان او دوه افغانان ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې د ټکر په نتیجه کې موټرونو اور اخیستی دی.

د نړۍ په کچه په ایران کې تر ټولو زیاتې ترافیکي پېښې کېږي . په دغه هیواد کې هر کال تر څلور لکه زیات ټکرونه کېږي او نژدې شل زره کسان پکې وژل کېږي.

په ایران کې د ټکرونو د زیاتوالي علت د موټر چلوونکو زیات سرعت، د ترافیکي مقرراتو نه رعایت، د موټرونو د کیفیت خرابوالی، په موټرو کې د خوندیتوب د وسایلو کموالی او د بیړنیو خدماتو (روغتیا او ژغورونکو) کموالی یادېږي.

One thought on “د ایران په ترافیکي پېښه کې ۱۱ افغانان ووژل شول”
  1. سبحا ن الله داڅنګ افغانان دی چی په دنیا کښی یوځای دټرافکی حادیسه کیږی په هغه کی افغانان موجود وی بل داچی په دنیاکی یوسمندری کښتی غرکیږی په هغه کی افغانان موجود وی بل داچی په دنیاکښی دیوشرکت تیاره لویږی هغه کی افغانان موجود وی
    افغانستان خویی بل کول هدیره ګرزولی ده هغه خودمړوکوردی اودجنګ میدان دی

ځواب ورکول ګل احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *