تاند- ایل جي او ایسر وايي چې د نړۍ لومړنی بشپړ ایچ ډي ټبلېټ او سمارت فون یې جوړ کړي او د جرمني د ټکنالوژۍ تر نړیوال نندارتون مخکې یې بازار ته راایستلي دي.

د ایل جي دا ټبلېټ، چې جي پډ (G Pad) نومېږي، یوازې ۸ انچه سکرین لري.

ایسر (Accer) بیا وايي لومړنی سمارټ فون (SmartPhone) یې جوړ کړی چې تر ایچ ډي (HD)هم په پرمختللې بڼه (K4) ویدیو اخلي.

2دې اختراع دا دوې کمپنۍ له خپلو سیالانو یو ګام مخکې کړې.

ټاکل شوې ده چې د دوی سیالې کمپنۍ لکه سوني، سامسونګ، پاناسونیک، لینوفو، توشیبا، فلیپس او دایسن د روان سپتمبر د څلورمې او یوولسمې ترمنځ د جرمني په برلین کې په یوه خبري غونډه کې خپل نوي اختراعات اعلان کړي.

ایل جي  (LG)کمپنۍ د سږ کال د اپریل او جولای د میاشتو ترمنځ ۱۱ نیم ملیون موبایل ټېلفونونه او ټبلېټونه پلورلي و چې په دې بازار کې یې ونډه پنځه اعشاریه یو ته رسېده خو اوس هیله لري چې زیاته ونډه به خپله کړي.

One thought on “د ایل جي او ایسر کمپنیو په زړه پوري اختراعګانې”
  1. واقعی چی د ایل جي کمپنی یوه نړیواله پرمختللی کمپنی ده ، او ډیر په ړزه پوري اجناس يې دونیاوالو ته وړاندې کړي دی ، مونږ یې ستایو ، خو د ایل جي کمپنی د مشر تابه څخه هیله کوو چې د خپلې ایل جي کمپنی نمائیندګی د نور هیوادونو په شان په افغانستان کې هم خلاصې کړي تر څو د ایل جي مشتریان نور هم زیات شي او دبلې خوا افغانان وروڼه د ژوند په څارو کي د ایل جي کمپني څخه خوند واخلي .

ځواب ورکول Ghafoor shah Miakhel ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *