د افغانستان د انکشاف په هرو دریو روپیو کې دوې د اینجوګانو په ذریعه مصرفیږي خو دوی د افغانستان خلکو او حکومت ته له حساب ورکولو ډډه کوي. په تیرو دوه، درې لسیزو کې چې د افغانستان په انکشاف کې د اینجوګانو رول ورو ورو زیات شوی دی، اینجوګانو هیڅوخت د افغانستان د عالي رتبه مقاماتو له خوا دومره جدي خبرې نه وې اورېدلې لکه د حوت په شلمه نیټه چې یې له ولسمشر غني څخه واورېدلې. ولسمشر غني ورته وویل چې د خپلو بودیجو د مصرف په اړه توضیح راکړئ او که دا کار نه کوئ نو دروازې به مو دربندې کړو.

 د تیرې یکشنبې په ورځ ( د حوت شلمه) افغانستان په لومړي ځل د اینجوګانو د ملي کنفرانس شاهد و. د دې کنفرانس په نتیجه کې اوس دا تمه کولای شو چې اینجوګانې به د شفافیت، متوازن انکشاف او د افغانستان د ضرورتونو په اساس د انکشاف اصلونو ته تر پخوا زیاته توجه وکړي.

 د ولسمشر غني یې کور ودان چې د خپلې اقتصادي پوهې په برکت یې په خپله وینا کې د اینجوګانو په اړه د اجتماعي پوهاوي له زیاتېدو سره ښه مرسته وکړه. د اینجوګانو په اړه به خواره واره شکایتونه ډیر کېدل خو دا اول ځل و چې د دوی د کار په کیفیت باندې منظم او مستند بحث وشو.

 ولسشمر غني په خپله وینا کې د ځاځي اریوب سیمه یاده کړه چې کامل امنیت پکې دی خو اینجوګانو پکې کار نه دی کړی. دا مثال د اینجوګانو د بې عدالتي یو مصداق و.

  دا درسته ده چې اینجوګانې د خپلو کارونو د پیسو یوه لویه برخه له خارجي مرستو تر لاسه کوي او دوی خپلو ډونرانو ته حساب ورکوي، خو څرنګه چې ډونران په خارج کې ناست وي او د افغانستان له واقعیتونو سم خبر نه وي، نو دغه حساب ممکن په کافي اندازه په واقعیتونو باندې ولاړ نه وي. دلته باید دا اصل ته اشاره وشي چې اینجوګانو ته که خارجي ډونران هم پیسې ورکوي، دا مرستې د افغانستان د خلکو لپاره ورکول کیږي او د دغو پیسو حساب باید تر هر چا اول د افغانستان دولت او خلکو ته ورکړ شي.

 د اقتصاد وزیر مصطفی نستوه وویل چې ځینې اینجوګانې بیخي فامیلي بڼه لري. منظور دا چې قدرت پکې د یوې کورنۍ د غړیو په لاس کې وي او په خپل منځ کې یو بل ته حساب سره ورکوي او په دې ډول وسیع فساد ته زمینه برابریږي.

 د اینجوګانو فعالیت په ټوله دنیا کې په وروستیو دریو لسیزو کې ډیر زیات شوی دی. اینجوګانې غیر دولتي موسسې وي او انتفاعي مقاصد نه لري. منظور دا چې پیسې د یوه تجارتي شرکت برخلاف د دې لپاره نه لګوي چې ګټه وکړي، بلکې پیسې د دې لپاره لګوي چې له ټولنې سره مرسته وکړي. په افغانستان کې ځینې اینجوګانې په دې تورنې دي چې په ظاهره خو غیرانتفاعي دي مګر تر پردې لاندې صرف د خپلو مشرانو او چلوونکو جیبونه ډکوي.

 ولسمشر غني په اینجوګانو باندې د بحث په وخت یوه ډیر مهم ټکي ته اشاره وکړه. دوی وویل چې اینجوګانو په تیر لمریز هجري کال کې په شاوخوا اته نیم سوه میلیونه ډالره تر پنځه زره زیاتې پروژې تطبیق کړې دي خو دومره ډیرې پروژې کارونه تیت و پرک کوي او د ضروري او غیر ضرروي چارو توپیر پکې نه کیږي.

 موږ ډیر ځله اینجوګانې لیدلي دي چې مثلا په یوه سین باندې یې یو پل جوړ کړی دی چې هلته ورباندې تقریبا هیڅوک تګ راتګ نه کوي. یا یې یو داسې ځای استنادي دیوال جوړ کړی دی چې ضرورت یې نه محسوسېږي. دغه راز د ورکشاپونو په نوم ډیر ځله د پوهاوي په ځای ډیر ځله یوازې د هوټلداري صنعت ته خدمت شوی دی او د چرګانو بیخی ایستل شوی دی.

د اینجوګانو د ملي کنفرانس یو اصلي مقصد دا و چې په کارونو کې یې هماهنګي زیاته شي او له دولت سره یې هم غږي تقویه شي. د غمغږي په مټ به د کم ضرورت او ډیر ضرورت د پروژو تر منځ توپیر اسانه شي، شفافیت به زیات شي او د متوازن انکشاف اصل ته به توجه وشي.

 دغو مقصدونو ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د اینجوګانو د مصارفو او پروګرامونو په باره کې معلومات او ارقام له ولس شره شریک شي او د انیجوګانو ملي کنفرانس د یوه مفید حرکت د پیل سبب وګرځي. څرنګه چې د هیواد د انکشاف دریمه برخه امکانات له اینجوګانو سره دي، نو د اینجوګانو د کار د موثریت او کیفیت زیاتېدو ته توجه د افغانستان غوندې یوه بیوزلي هیواد لپاره ډیره ضروري ده.

 په دې کې شک نشته چې یو شمیر اینجوګانو په تیرو دوه لسیزو کې د افغانستان له خلکو سره زیاته مرسته کړې او د هیواد په انکشاف کې یې د قدر وړ خدمتونه کړي دي خو له لویه سره که د اینجوګانو کار ته وګورو نو نیمګړتیاوې پکې کمې نه دي. ولسمشر غني د اینجوګانو په لومړي ملي کنفرانس کې وویل چې په کوچیني او متوسط تصویر کې د اینجوګانو لاسته راوړنې د توجه وړ دي خو په لوی تصویر کې له بده مرغه اساسي پرمختګ نه وینو.

 د لویو او کوچنیو تصویرونو یو توپیر دا دی چې په لوی تصویر کې کامیابي دوامداره وي خو په کوچیني تصویر کې کامیابي د یو څو ورځو لپاره وي او صرف یو موقت مشکل ورسره حل شوی وي. له بلې خوا په لوی تصویر کې کامیابي زمینې برابروي او اساسي مشکلات ورسره حل کیږي خو کوچیني تصویرونه تر ډیره حده جزوي او غیر زیربنایي هڅو ته اشاره کوي.

 که چیرته د اینجوګانو په چارو کې انسجام زیات شي او کاري پروګرامونه یې د اولیتونو په اساس وي، نو بیا به لوی تصویر هم کامیاب او موفق وي.

6 thoughts on “د اینجوګانو کار ته د بیاکتنې ضرورت | سراج منور”
  1. ډیره ښه لیکنه ده او لیکوال د اینجیوو ګانو په هکله منصف معلومات ورکړي. کور ودان .

  2. سلام
    راخي حي دغه مطلب به دري برخو كي وخبرو
    د ملكرو ملتونو بي كفايته اينجو كأني لكه دروغتيا سازمان دكرنس أو غذائي موادو سازمان د كدوالو
    سازمان أو نور….. يؤ ما ما د أفغانستان دفرهنك نرونكي أركان
    تريوالد اينجوكاني حي د أمريكا انكلستان كا ما دا حرمني فرانسه ايتاليا جنوبي افريقا سويدن باكستان أو نور ……
    دافغانسبان رسمي أو غير رسمي اينجو كأني حي دافغانستان به تولو اقتصادي برخو مستقيما تأثير لري دا هذه دله ذه حي له دوي سره محاسبه بايد وشئ دا اول كميشن كاراندي أو ولي آه مخ توري ذي
    بله دله د شخو به نوم اينجو كأني دي دي دلي تش به نوم د بشري حقو تبليغات أو برو باكندي ملكري دي دبيسو شكونى أو شوكي لار سيما ثمر به امربكا كي كورونه لري
    د لينجو كأنو بله برخه به تلويزن كي د خيرات تولونه ده جي موسسه خيريه بناه د أمريكي بأنك د اكونت به شميره به كلونو بيسي تولوي هغه هم د ماشو مانو بيوزلو به نوم
    داسي نوري غتي أو وري نوري هم شته حي دهمدي مظلوم ولس به نوم سو استفادي يا لأس ته راورني بلل كيزي حلال اوحرام يعني مع
    أساسي بؤ شتنه داده جي د اقتصاد به وزارت كي د جا مسوليت وه د اقتصاد وزير جبري وه د اقتصاد وزير د خبل اقتصادي سكتور به مفهوم سرخلا صيده أو كه هغه هم له اينجو بد ترنا بوهه وه

  3. خدای دې توفیق درکړي. لومړی ځل دی چې ستاسو لیکنه لولم، ستاسو ښکلې ژبې خوند راکړ. هم مو نثر ښکلی دی او هم منطق پکې شته
    نجیب خروټی

ځواب ورکول خروټی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *