جلال یعقوبي

تاریخ مو د ماضي له تیرو پیښو خبروي، په حال کې مو سیاسي شعور پیاوړی کوي او د راتلونکي لپاره د عبرت درس راکوي، د بابړې پیښه هم د تاریخ هغه توره پاڼه ده، چې د تورې ماضي د ویر غمجنه کیسه کوي او د روښانه سباؤون لپاره مو د مبارزې حس پیاوړی کوي، تاریخ هغه پاڼه ده چې د بیلابیلو پیښو، شخصیتونو او مسایلو کیسه کوي، د بدو څیره بده او د ښو څیره ښه ښایي، تاریخ باید له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شي، تر څو راتلونکي نسلونه مو له تیر تاریخ سره آشنا شي؛ د بابړې پېښه هم د پښتنو په تاریخ کې یوه توره ورځ ده چې په اړه یې باید پښتنو ته معلومات ورکړل شي او د هغه وحشت کیسه ورته وشي چې ۶۹ کاله وړاندې پاکستاني وحشیانو په بابړه کې ترسره کړه.

۱۹۴۸د اګسټ ۱۲ مه هغه ورځ ده چې په زرګونه انسانان په خپلو وینو ولمبیدل او په سلګونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دوی لویه ګناه د خپل غوښتل وو، پدغه ورځ د بشریت دښمن او د تروریزم ځاله پاکستان، پنجاب او انګریزي ښکېلاکګرو د خپلو پنجابي لاسپوڅو په همکارۍ د پېښور په ټکر او بابړه کې د وینو ویالې جوړې کړې او د آزادۍ پر پاڼه يې د پښتنو په وینو سره کرښه کش کړه، وحشي صفتو پنجابیانو د ۶۰۰ سوو هغو پښتنو ورونو وینې تویې کړې چې خپل سالم حق (آزادي) یې غوښته او د خپلو حقوقو لپاره یې مبارزه کوله؛ که څه هم دا غږ هغه مهال په یو نه یو ډول خاموش کړای شو، خو د باچاخان بچیانو هیڅکله دا پېښه هېره نه کړه او لا تر اوسه هم د پښتونستان د آزادۍ لپاره هڅې روانې دي او همداسې به تر هغه روانې وي چې تر څو محکومه پښتونخوا آزاد او یو ځل بیا لوی افغانستان جوړه شي.

ګڼې داسې تاریخي پیښې شته چې پر ارزښت یې کتابونه لیکل کیږي، خو ښایي د ولس یوه لویه برخه به مو ترې نا خبره او په اړه به یې هیڅ معلومات ونلري، د بابړې پیښه هم له همداسې تاریخي پیښو څخه ده، چې د ظلم، وحشت او ویر کیسه کوي، خو لا هم آن ګڼ لوستي ځوانان مو د تاریخ له دغې پاڼې ناخبره او په اړه یې معلومات نلري چې د دغې ورځې د ورکېدو خطر ترې احساسولی شو.
تېر کال د اګسټ په ۱۲ مه مې په ننګرهار د بابړې په یاد په هغه غونډه کې ګډون کړې وه چې د جلالکوټ ادبي خوځښت او د لوی افغانستان د تحریک لخوا جوړه شوې وه، غونډه ښه وه او ښې پایلې یې لرلې؛ هیله مند یم چې سږ هم د پښتون میشتو ورونو سیمې او په تېره بیا ننګرهار د ورته غونډو کوربانه وي؛ څو ځوانانو د دغه ډول تاریخي پېښو په اړه معلومات ورکړل شي او د پاکستان د هغو وحشتونو کیسې ورته وشي چې تر دې دمه یې په پښتنو کړي او لا یې هم دغه ظلمونو په بېلابېلو ډولونو روانې دي؛ د دې ګټه به دا وي چې د تاریخ یوه رڼه پاڼه به له لمنځه تلو څخه وژغورل شي .

زه نه غواړم چې دلته پر دې بحث وکړم چې په بابړه کې څه تېر شوي؛ غواړم د دې ورځې پر تاریخي اهمیت او ارزښت خبرې وکړم، زه چې تل مطالعه کوم او غواړم له تېر تاریخ ښه خبر و اوسم؛ بیا هم کال وړاندې د یادې پېښې په اړه په هیڅ نه پوهېدم او نه مې پدې اړه کله اوریدلي وو، خو هماغه د جلالکوټ ادبي خوځښت غونډه وه چې اړ یې کړم څو پدې اړه مطالعه وکړم او ځان له دغې ورځې خبر کړم، که څه هم د دې ورځې په یادولو سره د درد احساس کوو، خو د آزادۍ لپاره د مبارزې حس مو هم پیاوړی کوي او حتمي ده چې د پښتونستان د آزادۍ لپاره د ځوانانو د مبارزې حس پیاوړی، د پاکستان پر وړاندې نفرت لا پسې زیات او هڅې مو لا ګړندي کړو، چې پدغه برخه کې د بابړې پېښې تاریخ کیسې له موږ سره بشپړ همکاري کولی شي.

تېر کال په ننګرهار کې د بابړې په یاده جوړه شوې غونډه ډېره محدوده خو ګټوره وه؛ سږ هیله مند یو چې مدني ټولنې او سیاسي احزاب پدغه برخه کې چپ پاتې نه شي او د یادې ورځې په یاد سترې غونډې، علمي کنفرانسونه او سیمنارونه جوړ کړي، نه یوازې د ننګرهار ځوانانو ته بلکې ښه به دا وي چې په پراخه کچه غونډې جوړې شي او د لا ډیرو سیمو او ولایاتو ځوانانو ته پکې پراخه ونډه ورکړل شي چې داسې به یې اغیزه هم مثبت او لا ډیر ګټور وي.

پدې هیله چې په ګانده کې د داسې تاریخي پیښو په اړه راتلونکي نسلونه مو پوره معلومات ولري.

2 thoughts on “د بابړې په یاد|| جلال یعقوبي”
  1. د نشنلیزم له پاڼې کاپي:
    Nationalism
    7. August 2016 ·
    بابړه دپښتنو کربلا
    د پاکستان په تور تاریخ کې یوه بله توره ورځ دبابړې دشهیدانو ورځ ده . دغه خونړۍ پېښه له نن نه ۶۸ کلونه وړاندې یعنې دپاکستان تر جوړیدو یو کال وروسته د۱۹۴۸ زیږدیز کال دآګست دمیاشتې په ۱۲نېټه رامینځ ته شوه او دهغه وخت دصوبه سرحد اعلی وزیراو د مسلم لیګ ګوند دغړي قیوم خان په امر پوځ او پولیسودخدايي خدمتګارانو پر سوله ایزلاریون ډزې وکړې تر شپږسوه ۶۰۰ زیات بې ګناه پښتانه یې ووژل او په زرګونو نور یې ټپیان کړل او دخدایی خدمتګارانو په زرګونه غړي یې په جیلونوکې واچول دخدایی خدمتګارانو مشران باچاخان، ډاکټر خان صاحب، قاضی عطاالله خان، عبدالولي خان او په سلګونو نور په جيلونو کی بنديان شول. داتوره ورځ به دپښتنو په تاریخ کې دتل لپاره ثبته وي او موږ پښتانه به هرکال دبابړې دشهیدانو لمانځنه کوواو ددوی سپیڅلو ارواووته به درودونه استوو!

  2. ښه به وي پرموضوع لږ رڼا واچوو:
    د 1948 زېږديز کال د اګست د میاشتی 12 ورځ وه ، چې د پېښور د چارسدې په « بابړه » سیمه کې په زرګونه پښتانه « خدایی خدمتګاران » د پاکستان د نوې تاسیس شوی دولت له خوا د خپلو نورو بېګناه ملګرو د نېولو پرضد احتجاج وکړ. له دې مظلومو خلکو سره نه توپک و او نه توره. دوی له ظالم نه خپله آزادی غوښتله او د ظلم پرضد یې خپل آواز جګ کړ.
    اما په ډېر افسوس او خواشینۍ سره د پنجاب پدې اشغال شوي ولایت کې چې دوی ورته « صوبه ای سرحد » وایی اعلی وزیر عبدالقیوم کشمیري له خپل پنجابی بادار سره د وفاداري ښودلو لپاره خپلوتر لاس لاندې پوځیانو ته د اور امر ورکړ چې د 45 دقیقو په جریان کې سوله ایز احتجاج کونکي په خپلو وینو کې ولمبېدل. پدې لنډ وخت کې تر 600 پورې کسان شهیدان او د هشتنغر هر کور په غم کې ډوب او د اسلام په تاریخ کې دوهمه کربلا دلته واقع شوه.
    شاهین بونیری له مشعل رادیو سره پدې هکله داسې وايي:
    « د بابړې په میدان کې چې د زورور ټوپک اوچت شوی دی بیا راښکته شوی نه دی. د پښتنو پر خاوره هره ورځ د بابړې یادونه تازه کوي،افغان جهاد په میلینونو ځوانان وخوړل، وزیرستان، سوات، باجوړ، خېبر، پېښور، کویټه او مردان د بابړې پېښې نوي نوي شکلونه دي،نوي منظرونه دي، خو دښمن هم هغه پخوانی دی، ټوپک هم هغه پخوانی دی، کله څرګند مخې ته راشي او کله په پټ مخ راشي،کله یو رنګ واخلي او کله بل رنګ خو په ګولیو غلبېل سینه هم هغه ده، وینه هم هغه ده، سره او مقدسه وینه. »
    http://khpalwatan.com/ps/2017/04/7363

    شاهین افغان

ځواب ورکول عبدالله مظلومیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *