سید عبدالله پاچا  21

دا له تېرو کلونو راهیسې ثابته شوې چې طالبان هیڅ ولسوالۍ او ښار له دوه او یا درې ورځو زیات نه شي ساتلی، تاسو به لیدلي وي، د کندز، غزني او فراه ښارونو باندې د بریدونو تر څنګ ځینو ولسوالیو باندې د طالبانو بریدونو یواځې د مرګ ژوبلې سربیره بل هیڅ نه دي درلودلي.

طالبان په دې پوهیږي چې اوس هغه پخوا وخت نه دی چې دوی به منډې وهلې او سیمې به یې فتحه کولې، اوس افغانان پياوړي امنیتي او دفاعي بنسټونه لري چې طالب نه شي کولای پرمختګ وکړي او که پرمختګ وکړي او یوه سیمه ونیسي له دوه درې ورځو زیات یې نه شي ساتلی.

دا کومه پټه پنا خبره نه ده، افغانان د دې شاهدان دي چې طالبانو چې هره ولسوالي او یا ښار نیولی، تازه دمو ځواکونو په رسیدو سره هغه سیمه او ښار د طالبانو لپاره هدیره ګرځیدلې او دا لړۍ دوام لري.

طالبان په دې ډول بریدونو سره غواړي خپلو بادارانو ته ښکاره کړي چې دوی دومره زور او دومره کسان لري چې د دوی د ګټو لپاره قرباني ورکوي او باید مرستې ورته ورسیږي.

طالبانو سره چې هېوادونه مرسته کوي، دا مرسته مفته نه ده، هغوی خپل فرمایشونه لرې چې باید طالبان یې پوره کړي، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو مرستې له طالبانو سره همدا دي چې افغانستان پرمختګ ته پرینږدي او باید جګړه دوام پيدا کړي.

تازه مو بادغیس په بالامرغاب او ابکمري ولسوالیو کې ولیدل چې طالبانو له څو ولسوالیو جګړه مار راټول کړي و او دله ییز ځانمرګي بریدونه یې وکړل، ځینې سیمې يې د سر په بیه ونیولې، خو کله چې افغان تازه دمي ځواکونه ورسیدل، د طالبانو جسدونو باندې هر سیمه ډکه ده او بوینه یې کړي دي.

طالبان چې بشري قوه یې د اسلام تر نامه لاندې جذب کړې په ډير مکر باندې د افغان ځواکونو او افغانانو پرضد جنګوی، د طالبانو بشري قوه ټول یې بې سواده دي او په دې یې سر نه خلاصیږي چې دا جګړه د څه لپاره او د چا د ګټو لپاره چې افغانان یې قرباني ورکوي.

د طالبانو مشران په قطر او کورنۍ، یې په ترکیه اسلام اباد او ایران کې دي چې هوسا ژوند لري، خو پردي اولادونه داسلام په نامه د جګړې لپاره جذبوي، روزي او د افغانانو په مقابل کې قرباني کوي.

په دې کې شک نشته چې طالبانو ټوله جګړه د اسلام خلاف د نشه يي توکو، وسلو او قاچاق جګړه ده، خو دا چې د دې جګړې بشري قوه بې سواده ده، طالب مشرانو په فریبانه تبلیغاتو تیر ایستلي او تر ننه یې دا لړۍ جاري ساتلې ده.

د طالبانو مشران د دې لپاره د سولې دریځ ته له قوي ادرس څخه راشي، په خپلو وسله والو ځانمرګي بریدونه کوي چې پرمختګ وکړي خو افغان ځواکونه یې ډير سرکوب کوي او د څو میاشتو پلان ورته په دوه درې ورځو کې له منځه وړي.

د بادغیس په بالامرغاب او ابکمري ولسواليو کې طالبانو څه لاس ته راوړنه لري، پرته له دې چې پردي اولادونه یې جګړې ته مرش کړل او هلته یې پر افغان ځواکونو ووژل، طالب مشران بیرته خپلو سیمو ته ستانه شول او جنګیالي له یوې مخې پر افغان کمانډو ځواکونو سټ کړل.

دواړه ولسوالۍ اوس عادي حالت کې دي او افغان ځواکونو چاڼیز عملیات پيل کړي او مخ پروړاندې روان دي.

One thought on “د بادغیس جګړه چې پردي اولادونه پکې د پاکستان لپاره قرباني ورکوي”
  1. غټان غټان لویان لویان پیدا دي دوی خو له موره جنتیان بیدا دی
    را خئ چې هغو ته جنت وګټو څوک چې له مره دوزخیان بیدا دي
    ( )

    غوړ مخونه خو په جنګ کې لا غوړیږي سپیره مخی دی چې لا پکی سپیریږي
    ملایان په منبر ناست دي خطبې وایي وایي ژر شئ چې جنت ته ناوختیږي
    (ببرک)

ځواب ورکول Babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *