تاند- د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د شیعه ګانو پر باقرالعلوم جومات له پرونۍ حملې وروسته د پولیسو د شپږمې حوزې چارواکي له کاره ګوښه کړل.

باقرالعلوم جومات او کلتوري موسسه، چې د داعش په تروریستي برید کې ۳۲ تنه پکې ووژل شول، په شپږمه امنیتي حوزه کې دی.

د کورنیو چارو وزارت نن وویل، د پولیسو ۴ چارواکي یې له کاره لېري کړي دي.

دا وزارت وایي د دغو پولیس مقاماتو د لېري کولو پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې د موضوع په اړه یې غونډه وکړه.

په برطرفه شویو پولیس چارواکو کې د شپږمې امنیتي حوزې امر، د جنايي تحقیقاتو امر، استخباراتي مسوول او تروریستی ضد مسوول شامل دي.

همداراز یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي. پلاوی ته ۲۴ ساعته وخت ورکړای شوی چې د خپل کار راپور وړاندې کړي.

داعش یا اسلامي دولت وسله والې سرزورې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

2 thoughts on “د باقرالعلوم جومات د تروریستي برید په خاطر ۴ پولیس چارواکي برطرفه شول”
  1. اوس به دپولیسو برطرفه کول څه ګټه ورسوی .ښه به وای چې له حادثې نه مخکې دا اقدام شوی وای .

ځواب ورکول (محمداحسان ( احسان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *