ارواپوهان وايي، ټولنه له ګڼو انسانانو ډکه ده، خو ذوقونه، استعدادونه او فکرونه يې مختلف دي او همدغه اصل دی چې انسانان یو له بله سره بېلوي. مګر په دوی کې ځینې يې عادي او ځینې عالي افکار لري او د عالي افکارو انسانان معمولاً په کل کې جز ته ځیر کېږي.
په کل کې جز ته ځیر کېدل، د لوړو انسانانو ځانګړنه ده، یعنې دوی د لوړ فکر کولو استعداد لري، دا استعداد په شاعرانو کې هم بیا بېخي ډېر وي.
د شعر د تعریف په اړه یو پخوانی تعریف دا هم و، چې شعر هغه وینا یا کلام دی چې وزن او قافیه ولري، خو کله چې ازاد شعر رامنځته شو، نو دا تعریف خلکو ته نیمګړی ښکاره شو، ځکه هلته د قافیې مسله له منځه ولاړه او یوازې وزن پاتې شو.
د نظم او شعر ترمنځ هم جوت توپیر موجود و، خو هغه وخت پرې خلک چندان نه پوهېدل او اوس هم ځینې دې مسلې ته ځیر نه دي.
هره موزونه وینا شعر نه دی، بلکې شعر خپل خاص توکي لري، چې احساس، عاطفه، فکر او لوړ تخييل دی.
ارستو په دې باور و چې شعر مخيل کلام دی، همدغه د مخيل کلام د شعر تر ټولو اساسي توک وګڼل شو او تر ننه پورې وپالل شو.
پوهاند رښتین شعر داسې تعریفوي: «شعر هغه وينا ده چي الفاظ يې ښکلي وي او ويونکی يې په فکر ، پوهه ، ذوق ، د زړه هيجان او د روح اغېزه سره ګډ کړي.»
ما شهنواز باقر له نږدې نه دی کتلی، مګر په فېسبوک کې يې شاعري ډېره په خوند لولم. د ده شاعري زما له انده په اوسنیو ځوانو شاعرانو کې عالي شاعري ده او هغه څه چې د شعر په نامه لیکي، نو واقعاً چې شعر دی.
دی عالي تصویر نګاري کوي، د ردیف په نزاکت پوهېږي او داسې يې انتخابوي چې د شعر اهنګ ورسره لا زیاتېږي.
تنهايي یا یوازیوالی هغه حالت دی چې په عادي ژوند کې يې هم زغم د زغم وړ نه وي، خو کله چې بیا څوک د مینې او محبوبه لرې شي، نو د دې حالت ترسیم خاص مهارت غواړي چې باقر په دې برخه کې ډېر بریالی برېښي:
په داسې کور کې وم چې ور يې د بل چا سره و
سترګې زما وې او نظر يې د بل چا سره و
ستا تنهايي مې ستا د ياد په چاړه وڅيرله
ښپې يې زما سره وې سر يې د بل چا سره و
د چا د یاد او د تنهايۍ خبره بیا په داسې لوړ هنري انداز کوي:
د زړه په قبر ستا د ياد اوړه هره شپه اغږمه
له تنهايۍ سره ډېر نه کېنم شيشکه نه شي
باڼه دې يو بل پورې وتړه د پړي په شان
څوک دې د سترګو په کوهي کې بې درکه نه شي؟؟
د یار یاد له انسان سره په هر حالت کې ملګری وي، مګر ډېر شدت هله مومي چې انسان یوازې شي او بیا د شپې تیاره او د تروږمۍ شېبه يې؛ نو په زړه بې درېغه را ووروي، ښاغلی باقر د یار په یاد کې د خپلې ژړا او د اوښکو د بهېدا حالت په ډېر لوړ هنر بیانوي او د دریاب، غر، کاڼی او ګورګورو کلیمې يې ډېرې ښې اوډلي چې هنري اغېزه يې هم ډېره ده:
زما د سترګو په درياب کې زما زړه راوځي
د ورځې وچ شي او د شپې په کې اوبه راوځي
حيران په دې يمه چې زه پکې ګورګورې راوړم
جيب ته چې لاس کړمه نو کاڼي ترې د غره راوځي
د یار د لاس ګلاب ته بیا د خپلې لېونۍ تندې تصویر داسې کښي:
باقره! څوک به په کې واچوي د مينې ګلاب؟؟
زه به د زړه پیڅکې د دوو په ځای څلور ونیسم
له مغرور او بې پروا جانانه بیا ګيله په ډېر نزاکت او هنر کوي:
څـومـره زړونــه چې درکړي خلکو تاته
که يې خښتې کړې نو ښار به پرې اباد شي
د شاعر کمال دا وي چې د خپل لوړ تخییل پر مټ لوستونکي په ځان کې ورک کړي او لکه د نشې غوندې زنګېدلی حالت ځان ته اختیار کړي. ښاغلی شهنواز باقر ډېر ظریف انسان دی او شاعري يې هم له ظرافته ډکه کړې ده.
په محبت به دې سوچ وکړم یرېدلی یمه
له دې کمر نه یو ځل مخکې هم لوېدلی یمه
غږ مې څوک نه اوري مرۍ مې خپله کېنوله
ژوندی تصویر یم په دېوال چا لګولی یمه ؟؟
د یار د وعدو او د خپل خواږه انتظار خبره يې په داسې هنري انداز کړې چې نادره تشبیه ورته ویلی شو او پر دغه بیت يې زما د خدای بښلي سیف الرحمن سلیم د شاعرۍ تنده ماته کړه.
د انتظار چترۍ مې بيا د زړه په سر نيولې
ته خو د خپلو وعدو شړقنده باران نه ګورې
د هنر دا لوړ تصویر هم وګورئ:
چاته به نه وايې يو راز د ژوندانه درکوم
سترګې دې نشته خو بيا هم درته رانجه درکوم
خپله بېسوي داسې تفسیروي:
چې د وجود غوښې مې وخوري رانه ځي باقره!
په داسې ځاى کښې چا وژلى يم مرغان هم نشته
ماته د ښاغلي باقر په شاعرۍ کې د ده لوړه تصویر نګاري بلا خوند راکوي. دی د الفاظو منطقي تړښت ډېر نادر کوي. لوړ تخييل او منطقي جوړښت يې چې سره غاړه غړۍ شي، دا نو د شاعرۍ قوت لا پیاوړی کړي.
اوس له ايمان نه مخکې سوال د خپل وطن کومه
اوس چې لاسونه کړمه، پورته د دعا لپاره
دغه زړګى ډير مناسب دى په کې اوسه غمه
دغه ځنګل ډير مناسب دى د بلا لپاره
د خپلې ټولنې د ناخوالو تصویر بیا په دومره هنري انداز کوي، چې سړی فکر کوي باقر کلونه کلونه د خپلې ټولنې ناخوالې تجربه کړي او د دې ترخو تجربو تصویر وړاندې کوي.
چې اسويلي کوم له خولې نه مې لوګي راوځي
دننه زړه کې سوځوم ستا د غمونو ځالې
سترګې مې ډکې شي باقره! او ښه وژاړمه
چرته چې وګورمه زه په کتابونو ځالې؟
ښاغلي باقر د خپل وطن د بې اختیارۍ تصویر په دغو لنډو الفاظو کې وړاندې کړی دی:
که زړه زما دى واک يې تا سره دى
که کور زما دى دروازه د بل ده
د شهنواز شاعري به نیمګړتیاوې هم لري، مګر ما يې یوازې په هغه څه بحث وکړ چې ماته پکې د هنر تومنه تر نورو اړخونو ډېره پیاوړې ښکارېده. باقر ځوان شاعر دی، زما په باور په اوسني عمر کې چې ده څومره عالي شاعري کړې، نو ښايي راتلونکې به يې لا وغوړېږي.
په پای کې ښاغلي باقر ته د پښتو د ولسي ادب د تر ټولو لوړ شعري ژانر یوه ډالۍ وړاندې کوم:
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم ـ کوم ټولومه
تکل
Deer kha yr deer aala
په زره پوری