تاند (جلال اباد) – نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پښتنو د ستر مشر ارواښاد باچاخان ۲۸م تلین په پوره درنښت سره ولمانځل شو.
په دغې غونډې کې د ننګرهار ولایت د والي سلیم کندوزي، د ولایت د مرستیال حاجی حنیف ګردیوال، د ننګرهار پوهنتون د رییس پوهندوی ببرک میاخېل، او له پښتونخوا څخه د باچاخان د کورنۍ او فعالینو په استازیتوب د ارباب محمد طاهر او سنګین ولي خان په ګډون سلګونو مینه والو، مدني فعالینو او زده کوونکیو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار والي له پښتونخوا څخه راغلیو پښتنو ته ښه راغلاست وویل، بیا یې د جمهور رییس اشرف غني پیغام واوراوه چې په یوه برخه کې یې راغلي وو چې، «د باچاخان لاره د تعلیم لاره ده او مونږ یې تعقیبوو، ۱۵ کاله وړاندې په افغانستان کې ایله ۱۵ زره کسانو زده کړې کولې خو اوس میلیونونه زده کوونکي زده کړه کوي، د باچاخان لاره د نه تشدد لاره ده او مونږ دې لارې ته ژمن یو او پرې روان یو.»
له پښتونخوا څخه راغلیو فعالینو او زده کوونکیو په یوه خوله ویل چې پښتانه سره ورونه دي، د ډیورنډ کرښه د ورونو قومونو تر منځ د بېلتون کرښه ده او مونږ دغه توره کرښه نه منو.
د باچاخان ۲۸م تلین په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د تېرې اونۍ د چارشنبې په ورځ چې د باچاخان د تلین له ورځې سره برابره وه د پښتونخوا په چارسده سیمه کې په باچاخان پوهنتون په یوه ترهګریزه حمله کې لسګونه زده کوونکي ووژل شول او یا ټپیان شول، چې ډېرو کارپوهانو دغه کار د پاکستان د استخباراتي کړیو کار وباله.
ارواښاد خان عبدالغفارخان (باچاخان) د ۱۸۹۰ کال د فبرورۍ په ۶مه د پښتونخوا د اشنغر په اتمانزیو سیمه کې زېږېدلی وو او د عمر نژدې درې لسیزې وخت یې د پښتنو له پاره د خپلواکۍ غوښتنې په سبب د انګرېزانو او وروسته د پنجابیانو په جېلونو کې تېر کړ خو له خپل هوډ نه په شا نه شو. ارواښاد د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰مه په پېښور کې وفات شو او بیا د هغه له وصیت سره سم د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ارواښاد په کور کې خاورو ته وسپارل شو.
پاچا خان لوى شخصيت او يو ملي شخصيت وو. دى دير دور انديش مشر وو. دده همدا وصيت، چى په ننگرهار كى دى خاورو ته وسپارل شي، دده د شخصيت شكارندوى دى.