د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د بایزید روښان په نوم مسلکي انستیتوت پرانستل شو.

په همدې اړه نن یکشنبه د ۱۳۹۳کال د تلې پر ۲۷نېټه د رحمان بابا د لېسې په انګړ کې ځانګړی مراسم جوړ شوي وه، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین عبدالمالک صدیقي، د جرګو او قبایلو چارو معین محمد یعقوب احمدزي، مالي او اداري معین سید احمد حقبین، دپوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي معین آصف ننګ، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سلاکارانو، رئیسانو او د بایزید روښان مسلکي انستیتوت استادانو او محصلینو پکې ګډون کړی وو .

د بایزید روښان د مسلکي انستیتوت د پرانستې په مراسمو کې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین عبدالمالک صدیقي خبرې وکړې او ويې ویل،چې د سرحدونو او قبایلوچارو د سرپرست وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د وزارت د مشرتابه پلاوي په هلوځلو او د پوهنې وزارت د تخنیکي معینت په همکارۍ په پلازمېنه کابل کې د بایزید روښان د مسلکي انستیتوت په جوړېدو سره دا دې د نا امنواو سرحدي ولایتونو زده کوونکو ته د نیمه لوړو زده کړو زمینه هم برابره شوه.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه. چې د انستیتوت درسونه د انجینرۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس او کرهڼې په رشتو کې پیل شوي،چې د محصلینو شمېريې اوس مهال۲۵۰ تنو ته رسیږي،چې د هېواد د تکړه او تجربه لرونکو ښوونکو له خوا درس ورکول کیږي په پام کې ده، چې د زده کوونکو شمېر يې په راتلونکې کال کې ۸۰۰ تنو ته ورسیږي  او په لیلیه توګه خپلې زده کړي پر مخ یوسي .

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین وویل، چې موږ د بایزید روښان د انستیتوت لپاره د هغه زده کوونکو څخه ازموینه واخیستله ، چې د وزارت د اړونده لېسو د رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ څخه فارغ شوي ،چې اوس يې درسونه پیل شوي .

ده زیاته کړه، چې د دې تر څنګ د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک او د وزارت د مشرتابه پلاوي له خوا ډېر کار او هڅې شوې،چې د لېسو درسونه په نوي او عصري سیسټم تدریس شي، چې د همدې لپاره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت په مرسته زموږ د لېسو لپاره  ۲۷۰ ډسک ټاپ کمپیوټرونه، ۷ لپ ټاپ کمپیو ټرونه او پروجکټورونه برابر شوي دي ، چې ډېر ژر به په یادو لېسو کې د زده کړې د کیفیت د لا ښه والي لپاره کار ور څخه واخلو او د دې وسایلو په ګټې اخیستنې سره به په لېسو کې زده کړه،د کمپیوټر او پروجکټور په وسیله تر سره کیږي .

وروسته په غونډه کې د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي معین آ صف ننګ خبرې وکړې او ويې ویل،چې د پوهنې وزارت له خوا د بایزید روښان د مسلکي انستیتوت په تدرسي او نورو چارو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سره هر اړخیزه مرسته کوي.

ده زیاته کړه د دې انستیتوت درسونه به په پښتو ژبه تدریسیږي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د رحمان بابا، خوشحال خان او پير محمد کاکړ لېسو هغه زده کوونکي، چې له دولسم ټولګي څخه فارغیږي په دې انستیتوت کې به زده کړه کوي او ممتازو زده کوونکو ته به يې د هېواد په پوهنتونونو کې د نورو لوړو زده کړو زمینه هم برابره شي .

ښاغلي ننګ وویل، چې اوس د بایزید روښان دمسلکي انستیتوت درسونه د انجینرۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس او کرهڼې په رشتو کې پیل شوي، خو په راتلونکی کې به په نورو رشتو کې هم زده کوونکو ته د مسلکي او تخنیکي زده کړو زمینه برابره کړي .

وروسته په غونډه کې د ولسې جرګې غړو نادر خان کټوازي، حاجي عبدالخالق بالاکرزي، وږمه ساپۍ او حبیبه سادات خبرې وکړې او ويې ویل، چې د سرحدونو او قبایلو چارو او پوهنې وزارت له خوا د بایزید روښان مسلکي انستیتوت پرانستل د نا امنو او سرحدي  ولایتونو د زده کوونکو لپاره یو د خوښۍ زېری دی، چې په دې سره به دوی وکولی شي په پلازمېنه کابل کې خپلو لوړو زده کړو ته په اسانۍ سره دوام ورکړي .

د ولسي جرګې غړو د سرحدونو او قبایلو چارو د ځوان وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک دا نوښت او ابتکار وستایه او ډېره مننه يې ور څخه وکړه، چې په مرکز کې يې د لېسو تر څنګ دا دی د نا امنو ولایتونو ځوانانو ته يې د نیمه لوړو زده کړو زمينه برابره کړه.

د غونډې په پای کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئیس ښاغلي شهاب د انستیتوت د محصلینو او درسونود څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د غونډې په ورستیو شیبو کې  د بایزید روښان مسلکي انستیتوت د سرحدونو او قبایلو چارو او د پوهنې وزارتونو د مرستیال وزیرانو او د ولسي جرګې د وکیلانو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره پرانستل شو .

One thought on “د بایزید روښان په نوم مسلکي انستیتوت پرانستل شو”
  1. ګرانو هیوادوالو مبارک مو شه چی حد اقل یو مسلکی انستیتوت خو په پښتو ژبه په هغه هیواد کی چی قاطع اکثریت یی په دی ژبه خبری کوی ، پرانستل شو. د هرکار شروع لږ سخته وی مګر کله چی لږ وړاندی لاړشی هرڅه به آسانه وی.
    د بلجیم په هیواد کی هم یو وخت همداسی له اکثریت خلکو سره ظلم روان وو او هرڅه به په فرانسوی ژبه لیکل کیدل او یا تدریس به یی کیده. حال داچی په سلو کی 60 خلکو به یی په هالندی ژبی خبری کولی. شاوخوا 60 کاله پخوا « ولامینګان» د دی هیواد د شمال اوسیدونکی چی په هالندی ژبی یی خبری کولی دی ته متوجه شول چی د دوی د عقب ماندګی او بیرته پاتی والی لوی عامل یی همدا په بله ژبه تدریس او لیکل دی. نو دوی په دموکراتیکه توګه دولت او پارلمان دی ته اړ کړ چی په خپله ژبه درس ووایی او ځانو ته یی پوهنتونونه او نوری درسی موسسی جوړی کړی له ښوونځیو تر پوهنتونه ټول درسونه یی په خپله ژبه شروع کړل دادی نن د دی کوچنی هیواد خلک علاوه له دی چی په هالندی پوهیږی ، فرانسوی او جرمنی یی هم د خپل هیواد رسمی ژبی اعلان کړی او په دولتی ادارو کی ټول رسمی مامورین مکلف دی چی په پورتنیو دریوو رسمی ژبو خبری وکړی او لیکل وکړی. د خپلی مورنۍ ژبی د تدریس له برکته د بلجیم شمال برخه په څو واری له جنوب نه په اقتصادی برخه کی مخکی ده او د مرکزی دولت زیاته بودجه د دغه هیواد زحمت کشه او هوښیار خلک برابروی او له خپلو نورو هیوادوالو سره په سوله او د وروری په فضا کی ژوند کوی . خپل هیواد یی د اروپایی اتحادیی پایتخت او د ناتو سازمان چی د نړۍ تر ټولو ځواکمن سیاسی – نظامی سازمان دی ، مرکز ګرځولی دی.
    هیله ده چی زمونږ هیوادوال هم په سوله ایزه توګه خپله ژبه عملا رسمی کړی او د نورو ژبو په زده کولو علاوه خپله ژبه هم هیره نه کړی. د جګړی او بی اتفاقی پر ځای افغانستان د « ایکو » او « مرکزی آسیا » د هیوادونو د همکاری او یوالی په مرکز بدل کړی چی ټول زمونږ په محور راټول شی.

ځواب ورکول hazra tsahak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *