تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو مخکښو کاندیدانو ویندویانو د ولسمشرۍ د ابتدايي پایلو په وړاندې متفاوت غبرګونونه ښکاره کړل.

عبدالله عبدالله د ابتدايي پایلو له اعلانېدو وروسته وویل چې خلکو په انتخاباتو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړ او دا یوه تاریخي بریا وه.

ده وویل چې د انتخاباتي کمیسیونونو له لوري د رایو شفاف او عادلانه شمېرنه مني خو په کمیسیونونو کې ستونزې ویني. او د دواړو کمیسیونونو له کاره راضي نه دی ځکه چې د هرات د قرنطین شویو رایو په اړه یې سم معلومات نه دي وړاندې کړي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویندوی فاضل سانچارکي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اړه وویل چې دا نتیجې ابهامونه لري او یو شمېر پوښتنې یې رامنځته کړي دي.

ده وویل:«د کمیسیون د مشر په وینا لا د ۴۴۴ مرکزونو رایې نه دي شمېرل شوي او نتیجې یې سیستم ته نه دي داخل شوي او هغه مرکزونه چې رایې یې باطلې شوي دي، دقیقاً نه دي څرګندې شوي چې چیري دي او ولي باطل شوي دي.»

سانچارکي وویل که د دوی قناعت حاصل شي ټیم یې حاضر دی چې دوهم پړاو انتخاباتو ته لاړ شي. ده په عین حال کې وویل چې که ابهامونه حل نه شي حاضر نه دی چې دوهم پړاو انتخاباتو ته لاړ شي.

خو د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم استازي عباس نویان د ابتدايي نتیجو د اعلان په وړاندې په خپل غبرګون کې وویل:« سره له دې چې له دې اعلانه داسي ښکاري چې انتخابات دوهم پړاو ته ځي خو لا هم نهايي پایلې پاتې دي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید څېړنې او پرېکړه وکړي، موږ شکایتونه او سندونه ورسپارلي، نورو به هم دا کار کړی وي. که هغوی شکایتونه وڅېړي اعلان شوې فیصدۍ به تغییر وکړي خو غالباً به انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي.»

اشرف غني احمدزي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د ابتدايي پایلو پر اساس یو دېرش نیم فیصده رایې ګټلي، له عبدالله عبدالله وروسته دوهم کاندید دی. له ده وروسته په ترتیب زلمی رسول، عبدالرب رسول سیاف، قطب الدین هلال، ګل اغا شېرزی، دواود سلطانزوی او هدایت امین ارسلا دي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي ښاغلي نویان وویل که انتخابات دوهم پړاو ته لاړل، دوی پوره تیار دي چې له قانون سره سم په دوهم پړاو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

2 thoughts on “د ابتدايي پایلو د اعلان په وړاندې د ښاغلیو عبدالله او غني د ټیمونو غبرګون”
  1. د شمال ټلواله د دوهم-وار ټاکنو څخه سخت په وېره کي دي. او په دې خاطر چی پر خپلي ماتي باور لري نو په دوهم پړاو ټاکنو کي د نه ګډون لپاره به بېلابېلي بهانې لټوي.
    دا چي عبدالله عبدالله د بیا-ټاکنو لپاره اماده نه دی نو دوهم ځل ټاکني به تر یوه ناڅرګند وخت پوري ځنډیږي چي په پایله کي به یې د هېواد ترینګلي حالات لا د بې-باورۍ او بې سباتۍ خوا ته ځي او تر ټولو سخت زیان به یې اقتصادي وضعیت ویني ځکه چی هغه پاته پانګه به هم.
    له هېواده وزي او د فقر او بېکارۍ لمن به لاغوړیږي. که چیری د ټاکنو د دوهم پړاو پلي کول مطلق ناشوني سي پایله به یې د مشارکت ددولت جوړول وي چی دا عبدالله عبدلله لپاره تر بشپړي ماتي بهتره دی .

  2. سنګ چارکی وایی که انتخابات د عبدالله په ګټه وی منی یی او که د دوی په تاوان وی نه یی منی او دوهم پړاو ته هم نه ځی. وایی که غل نه له پاچا مه ډاریږه او غل په غره کی هم نه ځاییږی.

ځواب ورکول ف. حبیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *