د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان

تاند- د بدخشان امنیه قومندان د دغه ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفانو ته تسلیم شوي سرحدي او سیمه ییز پولیس په غدارۍ تورن کړل، ویې ویل چې هغوی کافي وسلې او مهمات لرل چې د ځان دفاع وکړي.

د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان وايي، دا خبره سمه نه ده چې د وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د فشار له کبله تسلیم شوي دي.

ده په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې تر سلو زیات سیمه ییز او سرحدي پولیس، چې د اووم سرحدي کنډک قومندان نذیرالله شاه او د سیمه ییزو پولیسو قومندان جلال یې قومانده په لاس کې لرله، د یوې دسیسې له مخې طالبانو ته تسلیم شوي چې د ډېر افسوس وړ ده.

جنرال بابه جان ویلي چې دواړو قومندانانو پوره وسلې او مهمات لرل او تسلیمېدو ته یې هیڅ اړتیا نه لرله.

د جنرال بابه جان په وینا، دا کسان د یوې شرمناکې معاملې له مخې له طالبانو سره یوځای شوي دي.

بابه جان د بدخشان د ولایتي شورا ريیس عبدالله ناجي نظري هم له طالبانو سره په لاس لرلو تورن کړ، ویې ویل چې نوموړی یو نیم کال پخوا د ملي امنیت د ریاست له لوري له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی او بندي شوی و.

د بدخشان د ولایتي شورا ريیس عبدالله ناجي نظري لومړنی چارواکی و چې د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې د تیرګران اډه محاصره ده او که فوري مرسته ورنه نه رسېږي په دې اډه کې موجود ځواکونه مجبوره دي چې تسلیم شي. ده له خپلې دې خبرې څو ساعته وروسته رسنیو ته وویل چې ۱۸۰ ملي، سیمه ییز او سرحدي پولیس تسلیمېدو ته مجبوره شول.

د بدخشان امنیه قومندان د خپل ولایت د ولایتي شورا رييس د هیواد د لوړو ملي ګټو مخالف او د طالبانو ویاند بللی دی.

ده همداراز تور پوري کړ چې ډېر نامناسب کسان په سیمه ییزو پولیسو کې جذب شوي او په ځلونو د شرم سبب شوي دي.

په همدې حال کې د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویندوی لعل محمد احمدزي رسنیو ته وویل چې د تیرګران اډې ځواکونه د خپلو ټولو وسایلو د سپارلو په بدل کې خوشي شوي دي.

ده ټینګار وکړ چې د تیرګران د اډې ځواکونو پوره امکانات لرل، هیڅ راز کموالی یې نه درلود او د یوې معاملې پر اساس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

احمدزي دا هم ویلي، هغو کسانو چې نه غوښتل طالبانو ته تسلیم شي، له اډې وتلي دي.

2 thoughts on “د بدخشان امنیه قومندان وايي، د وردوج ځواکونه د یوې دسیسې پر اساس تسلیم کړای شوي”
  1. ګرانو وطنوالو!
    دخلکو لویه بدبختیداده چی زه هم عسکر شم تو هیحکله به دغدار طالب مخه ونه نیسم اود شهادت په ګوته به د بابا جان او دادا جان ټنده ورپه ګوته کړم ځکه چی ماته غدار طالب، غدار مجاهد او غدار سګشوی یو دی تول زما او زما دملت دشمنان دی ځکه چی دا دولت خاندانی دولت دی او۸۰ فیصده مشران یی د نړی تر تولو شرمنده دیږ
    که چیری باباجان او یو دده معادل طالب رات ودروی نو لومړی به ببا جان څځه سر غوڅ کړم خکه جی ما او وطن ته دواړه خاینین دی او ملت یی چور کړلنده نور نو ملت ته داخلی فسادیان تر طالبان وحشی دی .

  2. دخداي د پاره تاسي بابه جان نه پيزني او دده دخيانتو خبر نه ياست دده خيانتو پ وسنته د شاروالي څه پ جه لاس راو ړ ي أوبل ډ الأمان قصر اول دده اوبيا دمحقق دخيانتو يو ژ وندي مثال نه دي جه وازه خله پروت دي .
    وزير صاحب داخله ته خو د ټول كارو شاهد ءي ولي دلا ورانه او قانوني تصميم نه نيسي .

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *