تاند- د فساد پر ضد یوې نړیوالې ادارې، چې مرکز یې په لندن کې دی، په یوه راپور کې ویلي چې د بدخشان د قیمتي ډبرو د کانونو له غیرقانوني کیندنو د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی وزیر بسم الله محمدي، د ولسي جرګې غړی زلمی مجددي او یو شمېر نور زورواکان او وسله وال طالبان د کال ۲۰ ملیون ډالر ترلاسه کوي.

په دې راپور کې، چې نن دوشنبه/ خپور شو د ګلوبل ویټنس په نوم ادارې وړاندیز کړی چې د افغانستان لاجورد دې لانجمن وګڼل شي چې په نړۍ کې یې پېر و پلور منع شي.

ګلوبل ویټنس وايي، د بدخشان پر کانونو د کنټرول پر سر د اقتصادي مافیا سیالي یو نامتجانس ايتلاف رامنځته کړی، یعني طالبان، د جمعیت ګوند سیمه ییز قوماندانان او ځیني دولتي چارواکي د خپل هیواد د دې ملي شتمنۍ د لوټ لپاره سره رایوځای کړي دي.

د دې ادارې د څېړنو پر اساس، د کانونو د لوټ پر سر د وسله والو ډلو ترمنځ سیالیو طالبانو ته لاره هواره کړه چې په بدخشان کې نفوذ وکړي او اوس د بدخشان د لاجوردو د عاید تر ټولو لویه برخه دې ډلې خپله کړې ده.

په راپور کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د استازي زلمي مجددي او سیمه ییز قوماندان عبدالمالک نومونه د هغو کسانو په توګه یاد شوي چې د بدخشان د کانونو د عاید ډېره برخه ترلاسه کوي.

په راپور کې د دفاع د پخواني وزیر جنرال بسم الله خان محمدي نوم هم یاد شوی او ویل شوي چې نوموړی نه یوازې په خپله د لاجوردو کارو وبار کوي بلکې د قوماندان عبدالمالک ملاتړ کوي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۱۴ م کال له کانونو تر ۱ ملیون ډالره زیات عاید ترلاسه کړ چې لویه برخه قوماندان عبدالمالک ورکړې ده.

د ګلوبل ویټنس د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ م کال د طالبانو عاید نور هم زیات شو، دې ډلې د ۲۰۱۵ کال نژدې ۴ ملیون ډالره د بدخشان له کانونو ترلاسه کړل.

قوماندان عبدالمالک د جمعیت ګوند مهم قوماندان دی او اوس د لاجوردو سلطان بلل کېږي.

په راپور کې له اوسني لوی درستیز سره د قوماندان عبدالمالک د اړیکو یادونه هم شوې او ویل شوي چې نوموړی عادي قوماندان نه دی بلکې د افغانستان له سترو سیاسي شبکو سره ارتباط لري.

د قوماندان عبدالمالک زوی د بدخشان د ملي امنیت مرستیال دی.

3 thoughts on “د بدخشان د قیمتي ډبرو کانونه د جمعیت او طالبانو له لوري په ګډه لوټ کېږي”
  1. دجمعیت مشران نه تنها لوټماران بلکې قاتلان، هیواد فروشان او د ټالیت په څیر د نورو غولامان هم دي-

  2. چی قاضی مومدعی شو افغانانو
    نور نو څه تمه لرئ له دی لیوانو
    په یوه لاس کی قران په بل کې بیبل
    داروپا او امریکا دنوکرانو
    امریکا او انګریزانو مسلط کړل
    چی تسلیخ کړي لوی واړه دافغانانو
    داسلام په نوم یی وران کړل مسجدونه
    اوس غله شو د افغان دکوربچیانو
    غیرت یووړ امریکا انګریز له مونږ نه
    د ذلت ګوتی وهو اوس په بریتانو
    چی ویل مو انګریزان سپینو جامو کی
    رهبران دی اوس هغوئ زمونږدخوارانو
    زه زخمي درتهزاری کوومه خدایه
    وطن خلاص کړې له داهسی بی شرمانو
    د غلام حلقه په غاړه رهبرانو

ځواب ورکول شمس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *