تاند- د بدخشان د والي ویندوی وايي چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د څه باندې۲۱۰۰ تنو مړینه تایید شوې ده.

د بدخشان د والي ویندوی نوید فروتن رویټرز خبري اژانس ته نن وویل، په ارګو ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو له کبله د ۳۰۰ کورنیو تر ۳۰۰۰ زیات غړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي چې تر ۴ زره زیات خلک بې ځایه شوي او دا موسسه هڅه کوي چې له بې ځایه شویو خلکو سره په مرستو زیات تمرکز وکړي.

د جمعې د ورځې د غره له ښویېدو وروسته اندېښنه ده چې ورته نورې پښې وشي.

د بدخشان چارواکي وايي چې په سیمه کې لا هم د نورو پېښو خطر شته.

ژغورونکو تراوسه پوري په آب باریک کلي کې، چې تر خاورو لاندې شوی دی، د ۳۵۰ تنو مړي موندلي دي.

په سمنګان کې سېل ۴ تنه وژلي او ګڼ نور بې کوره کړي

په همدې حال کې د سمنګان ولایت په روی و دوآب او خرم و سارباغ ولسوالیو کې د پنجشنبې په شپه سېل لږترلږه ۴ تنه وژلي او په سلګونو نور د کور اور پرېښودو ته اړ کړي دي.

د سمنګان والي وايي چې د سېل په اثر په سلګونو څاروي هم مړه شوي او ډېرو کرنیزو مځکو ته یې تاوانونه اړولي دي.

تر دې مخکې په سرپل، جوزجان، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې هم سېلونو تر سلو زیات خلک وژلي او زیات تاوانونه یې اړولي وو.

2 thoughts on “د بدخشان چارواکي وايي د ۲۱۰۰ تنو مړینه یقیني ده”
  1. ياالله ته پري رحم وكري او ددغه ستر مصيبت د زغم قوت وركري، يا الله زمونز ولس دير درديدلي ،دير زخمي دي نور ددي زخمونو تاب نه لري په دي خاطر ورسره دخپل رحم معامله وكري

  2. خدايه رحم وكري ستا امر مو قبول دي الله دي هغه إنسانان جه به دي واقعه كي به حق رسيدلي جنتونه نصيب كري مونز به دي غميزه كي خان ورسره شريك بولو. . دكدوالو وزارت بايد تر اخرين قدرت بوري كمك او همكاري وكري .
    دجهادي مشران ،أوجها دي ، قوماندانان جه دجهاد له بركته دي مظلوم اولس دسر به قرباني داراءي او سر ما يء بيداكرياوس بايد دي مظلوم اولس ته لأس وركري ، اودهيخ نوع كمك او همكاري خخه دريغ ونه كري .
    جلالزوي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *