تاند- د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بړلون او دوامپلوي سوداګرو په خوست کې د کډوالو په ګلان کمپ کې پر پنځه سوه وزیرستاني کډوالو د پنځوس زره ډالرو په ارزښت خیمې، خوراکي مواد او نور ضروري شیان ووېشل.

سوداګرو د افغانستان لهنورو شتمنو خلکو هم هیله وکړه چې د روژې میاشتې په دې شپو ورځو کې د وزیرستان او قبایلي سیمو له کډوالو سره تر خپله وسه مرسته وکړي.

د بدلون او دوام ټیم یو شمېر سوداګرو په درو لاریو کېخوراکي مواد او نور ضروري شیان له ګربزو څخه په ګلان کمپ کې دېره کډوالو ته ورسول.

په دې ځای کې د قبایلي سیمو کډوال په خورا سختو شرایطو ��ې اوسي.

پرون د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم له ټولو افغانانو وغوښتل چې له خپلو وزیرستاني مېلمنو سره تر خپله وسه مرسته وکړٍي. کرزي د خوست او ننګرهار خلک وستایل چې خپله ډوډۍ یې له کډوالو سره نیمه کړې ده.

د ننګرهار سوداګر حبیب حسام، چې د مرستو تنظیم او ویش لپاره له نورو سوداګرو سره یو ځای ګلان کمپ ته تللی و، وویل چې د دوی په مرستو کې خیمې، کولر، غوړي، وریجې، اوړه، د ګاز ډبې او د سولرو تختې شاملې دي چې پر پنځه سوه کورنیو يې ووېشلې.

د حبیب حسام په وینا دا مرستې د تحول اوتداوم ټیم د منځنۍ کچې د سوداګرو له خوا برابرې شوي دي.

یوه بل سوداګر احمدشاه له شتمنو افغانانو څخه هیله وکړه چې له وزیرستاني کډوالو سره مرسته ونه سپموي.

د میرانشاه د سیمې یوه ځوان کډوال له خوستوالو د مرستو په خاطر مننه وکړه او هیله یې وکړه چې په کلان کمپ کې دې دوی ته د تشناب او اوبو غم وخوړل شي.

په ګلان کمپ کې یوه سپینږیری حسن منیر له نورو سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې د حبیب حسام په شان له وزیرستاني کډوالو سره په دې ستونزمن حالت کې مرستې وکړي.

یوه کډوال ځوان وویل، هر کله چې د پولي دېخوا راتلل، نو خلکو په لارو کې ورته سړې اوبه او د خوږو اوبو شربت ورکول، او دلته هم داسې احساس نه کوي، چې کوم پردي ځای ته راغلي دي.

0 thoughts on “د بدلون او دوام پلوي سوداګرو له وزیرستاني کډوالو سره مرسته وکړه”
  1. ټول هیواد وال باید ددی پښتنو ورونو لاسنیوی وکړی د یو خوا روژه راروانه ده او د بلی خوا د تش په نوم اسلامی هیواد داسی ظلم شروع کړی چی اسریل به هم داسی ونکړی

ځواب ورکول DR. ASIL SAMIM ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *