تاند- د میانمار یا پخوانۍ برما په رخاین ولایت کې، چې اکثره اوسېدونکي یې مسلمانان دي، تر ۲۶۰۰ زیات کورونه سوځول شوي دي.
د برما حکومت هم تاییدوي چې دا د روهنګیا د مسلمانانو خلاف یوه تر ټولو تاوتریخجنه پېښه ده. که څه هم تر دې وړاندې د دې سیمې له مسلمانانو سره تر دې د خورا خونړیو او بې رحمانه پېښو راپورونه ورکړای شوي دي.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا تراوسه پورې نژدې ۷۰ زره روهنګیايي مسلمانان ګاونډي هیواد بنګله دېش ته مهاجر شوي دي.
د میانمار چارواکي د روهنګیا اراکان د ژغورنې پوځ په نوم وسله واله ډله د روهنګیايي مسلمانانو خلاف د تشدد مسووله بولي.
دې ډلې تېره اوونۍ د میانمار پر امنیتي چارواکو د برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی و.
خو بنګله دېش ته تللې کډوال وايي چې پوځیانو د دوی کورونه سوځولي او لوټ کړي دي.
د روهنګیا د مسلمانانو او پوځ ترمنځ يه شخړو کې لږترلږه ۴ سوه تنه وژل شوي دي.
روهینګا مسلمانان د نړی د مظلوم او بیچاره ولس په حیث د نړیوالو تش په نوم د بشریت پالنی د شعارونو رسوایی ، د مسلمانانو تش په نوم ازاد مملکتونو او ولسونو واقیعی حیثیت او شناخت، د ګلوبلایزیشن او سکولرانو خیالی نړی مونږ ته بیا نوی .
ملګري ملتونه او د بشر د حقوقو سازمانونه فقط د غیر مسلمانو د حقوقو مدافع دي ، د مسلمانانو لپاره دوی د بشر د حقوقو بیل تعریف لري چي په هغي کي پر مسلمان هر نوع ظلم او تیری روا ګڼل کیږي