د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مسلمانان  لږکۍ دي، چې په ځينو کې سوکاله ژوند کوي او په ډېرو هغو کې ورسره  ناوړه چلند کيږي، کامله مذهبي ازادي نه لري او د بېګانه وو په سترګه ورته کتل کيږي؛ خو برماکې مسلمانان له ډېر وخت راهيسې هغه دردونه او ربړونې ګالي چې د انسانيت په تاريخ کې يې ډېر کم ساری ليدل کيږي. له تېرو څو کلونو راهيسې په برما کې د مسلمانانو په وړاندې د نسل وژنې لړۍ پيل شوې ده چې همدا اوس هم دوام لري.

په دغه هېوادکې د مسلمانانو سره چې کوم زور زیاتی ظلمونه او وحشت روان دی د بشریت له پیدایښت نه تر دې دمه به داسې پيښه نه وي رامنتځته شوي.

د اسیا په ختیځ کې د مسامانانو پر ضد توکمیز توپیر یوازې د برما په مسلمانانو پورې نه محدودیږي، که څه هم د برما مسلمانان د اسیا د ختیځ د نورو مسلمانو لږکیو په نسبت له ډیر ظلم ، تاوتریخوالی او توکمیز توپیر سره مخ دي . بودا له دې سره سره چې مهم تعلیم یې اعتدال او مینځ لاری توب دې ، خو ځینو بیروانو یې په ورسوتیو کلونو کې له مسلمانانو سره ډیر سخت ځیږ چلند درلودلې دې .

د میانمار په مسلمانانو د حملې وحشتناک فیلمونه او انځورونه پخپله په ۲۱ بیړۍ کې د دغو خلکو د ډیر دردونکی وضعیت ښودنه کوی . د میانمار ۵۰ میلیون کسیزه بودای ټولنه د دغه هیواد له پوځی حکومت سره د درې میلیونه روهینګیای لږکۍ د له مینځه وړلو لپاره ملګری شوي دي .

په دې ظلم کې هر وخت او هرمهال زرګونو برمايي مسلمانان وژل کیږي او د وژل کیدو څرنګوالی یې تر ډیره ژوندیو انسانانو ته اور اچول دي.

برما کې چې پر مسلمانانو څه روان دي هغه نه څوګ لیکلای شي او نه يې بيانول ممکن دي، وايي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي، هلته د مسلمان په هر کور کې قيامت جوړ دی، ورځ تر بلې د شهيدانو شمېر زیاتيږي چې زیاتره يې مېرمنې او ماشومان دي او په داسې وحشي ډول وژل کيږي چې حال يې د بيانولو نه دی، ماشومان ژوندي حلالول، په تورو وهل، سوځول او په اور پخول روان دي.

خو د برما مسلمانان ولې او د چا په وینا وژل کیږي؟ د دې وحشت پر وړاندې ولې څوک څه نه وايي؟ د نړۍ د بشري حقونو نړیوال ټیکه داران چیرته دي؟ د بیان ازادي چیرته ده او لي نړیوال مطبوعات چپ دي؟  ملګري ملتونه او نور بشري نړیوال سازمانونه ولي غبرګون نه ښه يي؟

د بشري حقونونو فعلان که د بشر حقوقو د خوندیتوب دعوي کوي هغه يوازې د هغوی انسانانو لپاره دي چې مسلمانان نه وي. ټولې نړیوالي بشري ادارې دې تر دې وروسته وتړل شي او که نو بیا دې د برما د مسلمانانو لاسنیوی وکړي.

کله چې په کفري نړۍ کې پر يو کفار څه کيږي، نو ټوله کفري نړۍ يې پر وړاندې په يوه غږ سخت غبرګونونه ښايي. خو کله چې په يوه هېواد کې مسلمانان په دومره لويه کچه قتلې عام کيږي، نو ټول اسلامي هېوادونه يې پر وړاندې چوپه خوله پاتې کيږي او هېڅ خپل غږ نه پورته کوي.

د روهینګیا مسلمانان د میانمار حکومت او افراطي بودایانو له نظره برهنیان بلل کیږي او د میانمار حکومت د یوه ښاریز په توګه د هغو په حقوقو سترګې پټوي . د برما حکومت د روهینګیا مسلمانانو ته د سفر اجازه نه ورکوي ، او که هغو وغواړي له یوه کلي ، بل کلي ته لاړ شي نو باید حکومت ته د مالیاتو په نوم پیسې ورکړي . که یو مسلمان په میانمار کې د دوکان خلاصول غواړي نو باید له یوه بودايي سره شریک شي . بودايي شریک په دغه شراکت کې هیڅ ونډه نه ورکوي، خو د دغه دوکان له ګتې پوره ګټه ترلاسه کوي . په دې ډول په میانمار کې د مسلمانانو پر ضد بدترین توکمیز توپیر موجود دی.

مونږ د ملګرو ملتونو سازمان او عربي هېوادونو شورا په ګډون له ټولو بشري او انساني بنسټونو غواړو چې انسانیت ته د درناوي په اړه دې په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې د کیدونکي تاوتریخوالي مخنیوی وکړي او د برما پرحکومت فشار راوړي تر څو دغلته د بودایانو له خوا د مسلمانانو سره د کېدونکي وحشت او بربریت مخه ونیسي.

که څه هم د برما حکومت هم په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې لاس لري، خو نړیوالې بشري پاله ادارې کولای شي چې د دې ظلمونو مخه ونیول شي.

اوس اسلامي نړۍ ته په کار ده چې د برما د مسلمانانو لاسنیوی وکړي او په هره برخه کې ددغو بيوزلو مسلمانانو سره مرسته وکړي.

اوس مهال د برما مسلمانان لومړینو توکو، درملو او خوراکي توکو ته اړتیا لري چې تر اوسه یوازې ترکیې د برما مسلمانانو سره د مرستۍ لړی پیل کړې ده.

دترکيې هیواد په برما کي له روهينګامسلمانانوسره مرستي پيل کړي دي او دبنګله دېش پولي ته څېرمه يې دروهينګادمسلمانانو کېمپونو ته درمل او خوراکي توکي ليږلي دي.

دغو کېمپونو ته چي دبرما حکومت دمسلمانانو لپاره جوړي کړي او مسلمانان پکي په ډیر ناوړه وضعیت کي اوسیږي تراوسه درمل او اړين خوراکي توکي نه پرېښودل کیدل، ویل کیږي، چي دبرما حکومت خبریالانو ته هم تر ډیره اجازه نه ورکوي، چي ددغو کېمپونو لیدنه وکړي.

دترکيې دحکومت اړوند مرستندویه ادارو په اندونيزیا او ماليزیا کي هم دبرما هغو کډوالو ته دمرستي رسولو بهير پيل کړی، چي دغو هیوادونو موقتي پناه ورکړې ده.

دترکیې چارواکو دملګرو ملتونو، اندونيزیا، ماليزیا او تايلنډ له چارواکو سره دبرما دمسلمانانو دوضعیت په اړه خبري کړي دي.

دبرما له مسلمانانو سره دمرستو کولو او دهغوی دحال او احوال دمعلومولو لپاره دترکيې دحکومت یوه لوړ پوړي پلاوي په برما کي دروهنګا دمسلمانانو له سیمو څخه ليدنه کړې ده، راپورونه وايي، چي دبرما له مسلمانانو سره دليدني په مهال دترکيې ورغلي پلاوي دهغوی په مظلومیت ډیر ژړلي او سخت پرې غمجن شوي دي.

ویل شوي، چي دبرما مسلمانانو هم دخپلو محسنینو په وړاندي دخپل مظلومیت اوښکي توی کړي دي.

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چي دترکيې بهرنی سیاست په دې ولاړ دی، چي دظالم په مقابل کي دمظلوم مرسته کول دي او اوس دبرما دمسلمانانو نوبت دی، چي باید موږ يې مرسته وکړ.

4 thoughts on “د برما د مسلمانانو لاسنیوی وکړئ/عزیز خان هوتک”
  1. Salam Aleykom!
    May Almighty Allah give Turkish government for its help to ROHENGA`s needy moslems.
    Firstly, should Burma`s neighbours moslems as Bangladesh, Malesya, Indonesia, India`s moslems, pokistany islamique rep.!, & Secondly Islamique countries Organisation ,, ECO, etc. must help ROHENGAian (burma`s or Myanmur`s MOSLEM People) Politically, Economical & Humaniterian human rights nessecities.
    Otherwise God will punish his enemies & disbelievers.

  2. ښاغلی عزیز خان هوتک! سلامونه او نیکې هیلې زه پخپل وار، ستا ددغه نیک اسلامي احساس، ژور انساني تړون او د هیرو شوو مظلومو برمایي مسلمانانو په اړه د پاسنۍ لیکنې ننګه کوم او پدی باور یم چې تا د یو ځوان او هڅاند لیکوال په صفت، د دغو څو کرښو په لیکلو سره، ډیر پاخه او سترګه ور شنونکي شاته پریښودل او انشاء الله چې ځان دی د اجر او هم د شابسي جوګه کړ. له بده مرغه، ځمونږ په نیم زالي او خوړین سیاست کې د پخو قلمونو ګڼ شمیر خاوندان یواځي د توکم، سمت او حزب د برغولي لاندی خوټیږي او غوریږي خو تا له دغې کلیشه یی کړۍ څخه پښه د باندی کړه او د برما د متعصبو او کرکجنو مذهبي مشرانو د ظلم او وحشت په وړاندی دی د خپل انساني ضمیر څرګندونه وکړهد ژوندو سوځول شوو برمایي مسلمانانو د دردونکو خبرونو په هکله د نوبل د سولې د جائزی ګټونکي انسن چونګ ګونګه ژبه، د ډیرو لپاره هم دردونکي ده او هم اریانونکې. کله چې نوموړې په بند کی وه نو ځما په ګډون په ملیونونو مسلمانانو او ازادي غوښونکو انسانانو له دغې زړې سیاستمدارې سره بی کچه خواخوږي درلوده خو معلومه شوه چې د هغې اوښکې د تمساح په څیر وې چې له تویدو مخکې وچې شوې. ستا د لا زیات بري په هیله / تشکر عبدالاحد احدی

  3. د برما په مسلمانانو دې خدای رحم وکړي خو ګومان مې نه شي چې د برما بودایان دې دومره ظالمان وي لکه طالبان چې په پښتنو او مسلمانانو باندې ظلم کوي. ما خو تر اوسه نه دي اوریدلي چئې بودایانو دې د مسلمانانو په لارو کې ماینونه خښ کړي وي او یا دې یې له بسونو راکوز کړي او حلال کړي وي. پو پښتون چې فلسصینی یا برمایي مسلمان یا بل څوک یادوي، ما ته سوال پیدا شي چېئ دی نو په ځپل کلي کئې د طالب وحشت ولې نه ویني. البته، زما د خبرې مانا دا نه ده چې د هغوی په ظلمونو دې سترګېئ پټې کړو ،بلکه دا وایم چې خپل ظالمان او قاتلان باید اول وغندو .

  4. چرګ او مالګه څټل
    څو کله کیږی چی د برما مسلمانان د وحشت شپی تیروی خو یو مسلمان می ونه لید چی ورسره مرسته وکړی غږیی دنیا ته ورسوی خو مسلمانان دی ته تیار دی چی خبل ملکونه وران کړی او اسلام په نامه ګیډی مړی کړی
    څه شول هاغه بیشرم چی وایی مسلمانان سره وروڼه دی ! کوم وروڼه!

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *