زه هم یو د هغو خواخوږو له جملې څخه وم چې په تیر عیسوي کال کې مې د خپل فېسبوک د پروفایل انځور (د برما د مسلمانانو سره په غم کې شریک و) پریښی ؤ او ګومان مې کاوه چې په دې سره به د هغوی دردونه کم شي، زه به هم خپل ضمیر ته ملامت نه یم، کم تر کمه دومره خو به ووایم چې د فېسبوک او ټویټر انځورونه خو مې د دوی لپاره بدل کړي وو.

خو آیا همدا ۲۰۱۲ عیسوي کال وو چې د برما په مسلمانانو ظلم او وحشت شروع شو، او کنه له دې وړاندې هم پرې ظلم او بربریت شوی وو؟!

دلته ما ځینې داسې حقایق د برما د مسلمانانو په اړه راغونډ کړي دي چې تر اوسه نه لا کومې رسنۍ ورته اشاره کړې ده او نه هم کوم لیکوال پرې د کاغذ سپین مخ تور کړی دی.

خو که په ریښتیا سره چا د مشت نمونې خروار قدرې هم څه حقایقو ته پام شوی وای نو اوس به د برما د مسلمانانو حال داسې نه ؤ، د برما د مسلمانانو سره د غمشریکۍ او د دوی د پوښتنې لپاره به ضرور څوک پیدا شوی وو، ضرور به د دوی په ټپونو چا مرهم اېښی ؤ، ضرور به د دوی د ماشومانو څيرې ګرېوانونه چا ګنډلي وو، او ضرور به د تور سرو په سر د حیا او عزت څادرونه غوړول شوي وو.

اراکان چې د اوسنۍ برما یوه حصه ده او دلته د هارون الرشید د خلافت په دوران کې د تاجرانو په وسیله د اسلام مبارک دین ورسېده، تاجران اراکان ته د تجارت په مخه تللي وو او هلته یې د اسلام د مبارک دین قبلولو ته خلک راوبلل، د اسلام د ریښتین توب او په ددنیا او اخرت کې د کامیابۍ د برما خلک ډیر متأثره کړل، هماغه وو چې ډیر لوی شمېر خلکو ایمان راوړ او د اسلام مبارک دین یې قبول کړ.

د سلیمان شاه (مسلمان باچا) په وخت کې په اراکان کی یو ازاد او خپلواک اسلامې قانون جوړ شو، جوماتونه جوړ شول، مدرسې آبادې شوې، د هغوی په پولي واحد د لااله الا الله محمد الرسول الله کلمه ولیکل شوه، او د کلمې لاندې ترې د ابوبکر صدیق او عمر فاروق (رضی الله عنهما) نومونه کښلي وو.

خو کله چې انګریزانو سره په ټوله نړۍ د سلطنت خوب پیدا شو نو د نړۍ په ګوډ ګوډ یې حمله وکړه او ډیر هېوادونه یې په خپل واک کې راوستل چې برما هم یو د هغو له جملې څخه وو.  په برما کې ۱۳۰ قومونه مېشت دې چې یو پکې برمایان دې او د بودایي دین پیروان دي.

برما د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت هیواد دی چې د چین، تایلنډ، هندوستان او بنګله دیش سره ګډې پولې لري.

کفارو تل د مسلمانانو په هیوادونو د یرغل سره سم دا کوشش کړی چې داسې یو لاسپوڅی حکومت پکې جوړ او د واک ګدۍ ته ورسوي چې که دوی لاړ هم شي واک او راج یې پرې وچلېږي، په خپلو هیوادو کې ناست او د بل هیواد چارې کنترولوي، د خپلو هیوادونو څخه د بل هیواد فیصله وکوي.

هماغه وو چې د برما د ۱۳۰ قومونو څخه ورته برمایان ددې وظیفې لپاره وړ او وفادار ښکاره شول، ځکه دوی هم کفار وو، برمایان یې د واک پر ګدۍ کېنول او خپل ټول شوم اهداف یې پرې ترسره کړل، چې لمړۍ شومه موخه یې په اراکان (په برما کې د مسلمانانو په ټاټوبي) حمله وه. برمایانو اراکان تر خپل ولکې لاندې راووست او لا تر اوسه یې په خپلو ظالمو منګولو کې ساتلی دي.

برمایانو د مسلمانانو جوماتونه وران کړل، دیني شعایر یې تر پښو لاندې کړل هماغه وو چې هجرت کولو ته یې اړ کړل، چې ځینو یې بنګله دیش او ځینو یې سعودې عربستان ته د فهد بن عبدالعزیز په وخت کې هجرت وکړ. او کومو خلکو یې چې په لمړیو کې هجرت ونه کړ وروسته یې پرینښود چې بل کوم هیواد ته هجرت وکړې، ډیر ظلمونه یې پرې پیل کړل.

برمایانو په اراکان د وروستۍ (په ۲۰۱۲ کې) حملې سره ۱۹ ځلې حملې کړې دي او زمونږ غرب ځپلي مېډیا په اخیرې ځل دا خبر خپور کړ چې برمایان په مسلمانانو ډیر ظلم کوي، تاسې د برمایانو د ظلم او وحشت په دې وروستیو کې شاهدان یئ چې څومره په بې ظلمونو یې وژني، څومره مسلمانان یې په ډلییز ډول ژوندي وسوځول، څومره ګلالي ماشومان یې شهیدان کړل!؟

برمایانو په مسلمانانو د ډیر زیات ظلم او وحشت سره سره ځینې بندیزونه ولګول چې د مشت نمونې خروار په بڼه یې یو څو ستاسې مخ ته ږدم:

په لاوډ سپیکر کې آذان نشې کولی.

ماشومان یې دولتي مکتبونو کې سبق نشي ویلی.

ځوانان یې په دولت کې کار نشي کولی.

په ۱۹۸۲ عیسوي کال کې یې د مسلمانانو تابعیت هم ختم کړ.

ځوانان یې له ۳۰ کلنۍ او پېغلې یې له ۲۵ کلنۍ مخکې واده نشي کولی.

مسلمان نشي کولی چې له یوه کلي نه بل کلي ته لاړ شي.

مسلمان له ځانونو سره وسله، چاقو، برچه، او ټول هغه څه چې د جنګ ابزار ګڼل کیږي نشي ساتلی او که کوم مسلمان سره پیدا شو نو ټول عمر به بندي کیږي، او داسې نور ډیر بندیزونه.

د تیرو شپیتو کالو څخه د برما په مسلمانانو ډول ډول ظلمونه او وحشتونه د برمایانو له لاسه کیږي، د هغوی ماشومان پښې یبله، شکېدلې جامې پر غاړه، ښځې یې سرتورې، میندې یې بورې، خویندې بې وروڼو، بچیان یتیمان، او ښځې د سړیو سره یو ځای د بزګرۍ په سختو کارونو مصروفې دي او خپلو ځانونو ته ډوډۍ پیدا کوي. الله اکبر!

نو د فېسبوک او ټویټر خواخوږو لمړی خپل ځان ته او بیا تاسو ته وایم چی یوازې د خپل پروفایل انځور په بدلولو د برما د مسلمانانو ظلمونه نشې ختمېدی، د دوی سره په غم کې د فیسبوک په چغو نشو شریکېدلی.

په دې هیله خپلې لیکنې ته د پای ټکی ږدم چې رب دې وکړی داسې څوک پیدا شې چی د برما د مسلمانانو څیرې ګرېوانونه وګنډي، سرتورو ښځو ته یې د حیا او عزت پړوني ور په سر کړي، خویندو ته یې خپل وروڼه، میندو ته خپل زامن، ماشومانو ته خپل پلرونه د کفارو له زندانونو څخه راخلاص کړي او د برما د مظلومو مسلمانانو د ټپونو مرهم وګرځي.

6 thoughts on “د برما مسلمانان تر بودایي وحشت لاندې/ اسدالله مبارز”
  1. سلامونه اونیکی هیلی درته وړاندی کوم مبارز صیب ډیر ښکلی مطلب مو لیکلی دی د نړی ټولو مسلمانانو ته پکار ده چی دبرما مسلمانانو سره کمک او همکاری وکړی خود لته یوی نقطی ته اشاره کوم چی هیڅوک هم چاته بی له کوم کار کولو څخه خپل حق نه ورکونو ددغه هیواد خلکوته پکار ده چی یوملی قیام وکړی او دغلامی دژوند څخه مرګ هم بهتر دی نو یا دی غلامی ته دپای ټکی کیږدیږ
    وسلام په درنښت

  2. ښاغلی اسدالله مبارز صاحب مونږ ستاسی د سپیڅلی لیکنی نه چه د بیوزلو ورونو او خویندو یو اندازه دردونه او کړاوونه مو پکی انعکاس کړی دی د زړه له کومی مننه کوو. کیدای شی چه زمونږ په نیکو احساساتو سره لا یزال خدای د هغوی سره مرسته وکړی او له دی بدمرغی نه یی په امن کی کړی ـمطیع الله کاظمی.

  3. مبارز وروره دیره مننه د تبلیغیانو خبره مولادی اجر عظیم درکړی چی دا ریښتنی پیښی او ظلمونه د برمایانو او د نورو کفارو په لمسون او مرسته زمونږ سره شریکی کړی دیره زیات ستانه خوشحاله شوم الله پاک دی نور هم توفیق درکړی چی زمونږ سره هغه حقیقتونه او ظلمونه شریک کړی چی د نړی په هرګوت د مسلمانانو سره صرف په دی خاطر کیږی چی مسلمانان دی ۱پدی سره به مونږ مسلمان خپل رسالت او مسولیت ته به متوجه شو او خپل دوښمنان به وپیژنو۲ حد اقل په خپلو دعاګانوکه به یی شریک او خواخوږی به ورسره وکړو۳مبارزه مبارزه ده که هغه دقلم او خولی او یاهم د مټ پواسطه وی یوه ورځ به نتیجه انشاالله ورکړی۴ مطبوعات داسی زور لری چی کولای شی حکمتونه را وغورځوی دیره مننه له سترګونه می اوښکی و بښیدی هیله ده چی الله منظوری وی

  4. سلامونه اونیکی هیلی درته وړاندی کوم مبارز صیب ډیر ښکلی مطلب مو لیکلی دی د نړی ټولو مسلمانانو ته پکار ده چی دبرما مسلمانانو سره کمک او همکاری وکړی خود لته یوی نقطی ته اشاره کوم چی مونږ د برما مسلمانان وینو او د وزیر ستان او بلو چستان مسلمانان چه د پنجاب پوځ تری لومړنی بشری حقوق عصب کړی دی او هر رنګه تیری او تجاوز ځان ته روا بولی نه وینو ،د قبایلو په نوم د هر ډول ظلم او ستم لاندی دی ختی بیدون د محاکمی وژل کیږی ختی زمونږ سره دا سوال هم نه پیدا کیږی چه د دی انسانانو دحقو قو په باره کی څه ولیکو ، ظلم ظلم دی هغه که د کافر په لاس وی او که د مسلمان په لاس وی راځی چه د خپلو پښتنو ورونو دحق دپاره هم قلم وچلوو مونږ هروخت د نور دپاره آزادی غواړو او د خپلو حقوقو دپاره هیڅ نه کوو ی

  5. د ورورنو هر یوه اسمعیل صافی، مطیع الله کاظمې او مصطفی بارکزی څخه مننه کوم چې یې لیکنه خوښه او د ورته شان لیکنو لیکلو ته یې نور هم وهڅلوم… ورونو ته باید دومره ووایم چې داخو مشت نمونه یې خروار ظلمونو یادونه وه، تاسې یقین وکړی چې ددې څو چنده زیات ظلم پرې شروع دی او کیږي، او پاتې شو د صافې صیب مشوره چې یې ملې قیام ته په اشاره سره ویلی یې چې ددې ژوند نه خو مرګ ورته بهتره دی، نو دوی سره هغه ابزار نشته چې پرې قیام وکړې، دا ټول لکه اسیران داسې ژوند تیروې او بیا اسیران چې تش لاس هم وې قیام نه نشې کوی، رب هم په قران کې فرمایې چې (واعدو لهم مااستطعتم من قوه)نو دا بی وزله لا د هغو د قوت نه دې چې ملې قیام وکړي… په درنښت

  6. Mubariz sb kha likna wa .
    Kho mata afsos pa di zai ki rashi chi dagha gharbi dnyagy chi nan da (Human rights ) chaghi chghari wahi aya da brma muslman Human na di?
    Da doi pa nazar da wahshya ya znawar di?
    ka znawar hm di no da doi pa mlkono ki kho pa znawar wajana hm pabandi da .
    No bya wali insanan pa dalayza toga wajal kgi ao ghrbyan ao Muslman lasposi masharan ghali di?
    landa da chi do da Human rights na balki da Gharbi insan khbra kawi.

ځواب ورکول اسدالله مبارز ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *