په بلجیم، د افغانستان په سفارت کې خروړی هزاره او مستوخان پښتون/ محمد نقیب تره خیل
په ۳۰ د می څه سهار له کوره د سفارت په لور خوځېدم د مشکات شریف دریم ټوک مې له ځان سره پدې وجه واخست. چې پرون مې قونسل ته تليفون کړی وه څه د نکاح خط د تصدیق لپاره څه څيزونه پکار دي، هغه د پښتو غږېدا په سبب خبرې را باندې پرې کړې وی. نو ومې غوښتل چې ورته ووایم،که د رسمۍ دندې د مکلفیت پروا او درناوی نه کوي.نو د اسلامي مبارزې په تومنه چې پدې کم عمر قونسل شوی یی. باید عقیدتاً اوخلاقاً د دین مجاهدت دې په کار کې وښېي.او که غفلت کوی نوعظیمه ګناه ده. دا دوه حدیثه واوره چې نبې کریم ص په عصبیت او اجرتي جهاد باندې لعنت ویلی.
۱- رسول د خدای فرمایلي هغه څوک چې عصبیت (د ظلم په کار کې دقوم مدد) دعوتوي،ملاتړ یی کوی او په عصبیت کې مړ شي هغه زموږ له اهل ملت نه ندی. ۲څوک چې د اجرت لپاره جهاد کوي هغه سړي به مجاهد یا غازي نه ګڼل کېږې بلکي هغه به کرایی خر وی. ابوداؤد.
۹نیمې بجې سفارت ته ورسېدم. لس باندې ۱۱ ښاغلې قونسل چې په اصل د وحدت د ګوند او د هزاره قوم د ګټو مامور دی راغی.د راتګ له غږ سره یی انتظار خونه د شور او ځوږ لامله ښځینه حمام جوړ شو، هاغه کس که ۸ نیمې بجی راغلی وه. او که ۱۰ بجی همدا یو غږ یی اېسته چې ړومبې به زه ځم. څه د کار راباندې ناوخته کیږي.بل به چیغه کړه په ما لا ناوخته شوېده.د هغو لبه شوی زغم زما د صبر سبب شو.
زما چې نوبت راغی، وې د غرمنۍ د خوړې وخت ده.
یوه بجه د قونسل په حضور مشرف شوم .د هغه د پوښتنې په ځواب کې مې د ښاروالۍ د اړوندې څانګې لیک په مېز ورته کېښود« وې ما هالندې نمې فهمم چی میخواهي»ما وې لیک وایی که نکاح خط دې نه وي، نو د هېواد له سفارته د واده تصدیق راوړه. شروع یی کړه. تصدیق داده نمیشه. وثقه جور مېشه. بخاطر وثفه ۳نفر شاهد و دونفر دیګر که شاهدي اونها را تائید کند با عکسای شان کار است. ای قانون از وزارت عدلیه به ما آمده» ما وېل د ۵ تنو موندنه دلته دومره ستونزمنه ده. لکه له وچ ډاګه چې د یو وری شنو تمه کوي. بل داچې شریعت او قانون دهغو کسانو ګواه مني چې واده،مجلس یا پېښه یې عیني لېدلې وي. په بلجیم کې مېشت هېوادوال مې دلته پېژندلي.تاسو څنګه د هغو ورونو شاهدي منئچې زما په واده کې یې ګډون نلره.(ما به خاطر حل مشکلات هموطنان خود ای کار را ميکنم)ښېه مننه چې د هېوادوالو مشکلات حلوي.خو زما د ستونزې لنډه او آسانه لار داده، څه په هالندي یا په فرانسوي ژبه ېوازې زموږ نومونه او د واده نېټه ولیکې ټاپه پرې ولګوې کار شوي بوله.هم به د شاهدانو وخت نه ضایع کیږي او هم به د هغو په راوستو او دعکس په اخستو زما خرچه ونشي.پدې خو خبر یی او پوهېږې چې د بلجیم حکومت په افغانې ژبو لیکل شوی سند نه مني.سړي یوځل بیا د قانون لکۍ ونیوه«نې ما ده اول ګفتم کار غېر قانونې نمې کنېم.فردا اګر هئيت بیاید یک چېزې خو باشد که ما در روخش بکشيم»ما وې افغان حکومت خو نه زما په واده شکمن دی او نه یې را څخه سپیناوي غوښتي او د هیئت په خاطر د ۲۰۰۴کال هغه کنده رابرسېره کړه چې ما،مېرمنې او شپږو اولادوته مې همدې سفارت ښبورته اکت (د تذکرومثنی) راکړې، ورته ووایه چې د دې سند په تائید مې تصدیق ورکړي.خروړي راغبرګه کړه«ما حکم وزارت عدلیه را تطبیق مېکنیم » ماوې بشرنیمګړي دی. جوړ کړی قانون یی هم سلامت نه وي. کېدای شی دا قانون جوړونکي په ایران یا پاکستان کې کډوال پاتې شوی وي.او هلته خو د ېوې سمې خلک په ېوه پڼډغالي کې مېشت وه.ښايي هغوی دا قانون د همهغه حالت په پام کې نېولو سره جوړ کړی وي.تاسو وینئ چې دلته کډوال لږ او تیت دي او د هغو په شان فرصت ندي.د قانون د تطبیق مانا به دا وي چې دروغ به په ريښتیا او جعل به په حقیقیت شاهدي ورکوي.پدې چې د تا په وثیقه کي راغلي(مایان اقرار کنندګان که شهرت ما در ین وثیقه ذکر است به درخواست اسامیان…بدون جبر و اکراه به سفارت کبرای ج افغانستان در بروکسل حاضر شده در حالېکه عاقل بالغ و جامع تمامي تصرعات شرعې خوېش میباشم در حضور داشت دو نفر شاهد اقرار مېداریم.اسامیان…فوق الذکر شناخت کامل داریم ایشان بتاریخ ۲۴/۶/۱۳۶۵ازدواج کرده در اقرار خود صادق میباشم.لدې متن نه ريښتیا شرمیږي. غواړې چې ملت په دروغو جعل او فساد باندې وروزل شي.
د خبرو په لړ کې روي ته،دوه زنګونه یو په فارسی او بل په فرانسوی ژبو راغلل ړومبنې یې په لنډو کلمو نې،خوب،چرا،باز میایم ځواب کړ.د دوهم زنګ له بلې سره غاړه یی کیڼې اوږې ته کږه شوه او غوږۍ یې پرې ټينګه کړه لاسونه یی پر زنګنوکېښوده.خوله ویته اواز ښوي او مین شو،څېره مسکۍ، او خبرې په خندا غوړی ترې وتي. زړه کې مې ویل څه د غایب سر ټیټیدنه یی داسې ده. د مخامخ به یې څه سپېتانه وي.مرکې بشپړه د غلامۍ او بادارۍ رنګ لره.وایئ د خان پدر لعنتي هم نوکر له چتې باسي. نوموړي ته لکه چې د بادار خبرې کیمیاوي سره وه. چې غوږۍ یې کېښوه په بمي غږ یې وویل ما قانون رسمې افغانستان را قبول داریم.ما وې ښه ده.نو تا باېد ړومبي اساسۍ قانون منلي وای. پښتو دې زده وه. او په پښتو دې ځواب راکوه.لنډ او توند یې وویل نوموګم.ورته هک حیران شوم.قانون څه ترې غواړي په وخت کار ته راشه او دهېواد رسمي پښتو ژبه زده کړه هاغه نه مني.دلته بیا د وزارت آمر متبرکه ګڼي.د عالم دا وینا د کاڼي کرښه ده. چې قانون د غڼې جال ده کمزوري حشرات په کې بندیږي او زورور ترې بوټ وزي.
په مجردې چې مې وویل غواړم سفیر ته ورشم.وې«مهمان دارد که برآمد صدایت میکنېم» د سفیر له پوهولو وروسته یې د ورتګ اجازه راکړه.د سفیر کارخونې ته چې ننوتم ېو تن یې د کارله مېز سره خوا کې ناست وه.د سفیر په ست زه هم د هغه د مېز تر څنګ په وزګاره څوکۍ هغه کس ته مخامخ کښېناستم. له روغبړه وروسته یې وپوښتل څه مشکل ده. همغه لیک مې ورته په مېز کېښود او په لنډو مې وویل چې قونسل د۵ تنو د شاهدانو پرته تصدیق نه راکوی.پوه نشوم چې د ښاغلي سفیر پښتو خلاصه شوه اوکه زړه یې ورته تنګ شو. وې تو پشتو ګپ بزن ما به فارسي. ما اول از قونسل پرسان کنیم که قانون چې مېګه. زنګ یې ووهه له دوسیې سره قونسل راغی.شروع یې کړه«اینه صیب حکم وزارت عدلیه است که در موجودیت پنج نفر شاهد وثیقه داده شود»سفیر صیب راته کړه« ببین قانون به صراحت شاهدان خواسته» ما ورته د شاهدانو د موندو او له کاره د اجازې د اخستو ستونزې ترڅنګ وویل له وطنه خو د شاهدانو راوستل ناممکن دي.او دلته د مېشتو شاهدانو ګواهي تاسو څنګه منئ چې هغوی زما په واده کې ګډون لا څه ان چې د خوړې بوی حس او د ساز غږ یی اورېدلی ندی.او قانون خو پرون قونسل تر پښو لاندې کړ د پښتو غږېدا په سر یې غوږۍ راته کېښوه،په همدې خاطر مې دا مشکات شریف راوړی پورتني دواړه حدیثونه مې ورته ولوستل.او دا مې هم وویل که چېري موږ ۳۰سلنه قانون مراعت کولای نو نړۍ والو به د ځان سیال ګڼلو،دوه کاله پخوا د زراعت وزیر او د معارف وزارت معین هالند ته په رسمي سفر راغلي وه.د وړکتون د ماشومانو په شان یې پنځه تنه په یوه موټر کې له يوه ځایه بل ځای ته وړل. لوګزمبورک چې د شینډنډ ولسوالۍ په برابرده لېکن یو موټي ملت دی. د هغه ديپلومات که راشی که لس نه وی نو پنځه موټران خو بدرګه ورپسي وي.هغوی ته د بې احترامي لامله تر ننه خواشنې یم.سفیر نرم شو قونسل ته یې مخ کړ«درین خو شک نیست که هموطن ما عروسی نکرده باشه راهې حل را پيدا کنیم » په ناست کس چې زما خبرې ښې نه وې لګېدلې خوله یې وسپړله. قانون او قانون او قانون یې راته نیغ نیغ کوه.هاغه هم پداسې کتو اوغږ لکه شرمندوکې کوژدنه پېغله چې د خسرانې په مخکې خبرې کوي.زما په خبرو به یې سترګې کش او وریځی پورته غورزېدې.په مسکا به یې سفیر ته کتل. راته کړه یی،د عصبیت،اجرتي جهاد،د قانون د نیمګړتیا او پر قونسل د نیوکې پر ځای لاړ شه شاهدان راوله،ما وې ته مې پښتون ورور یې خو یو شاهد مې تاسو شئ.د ژبې تر څوکې مې دا خبره راغله چې ورته وایم،ته هم د هزاره په څېر سفارت کار یې له هغه یې زده کړه.خر چې له خرو پاتي شي غوږ یې د پرېکېدو دی.
سفير ماته مخ کړ«مراجعین کسې نیست که شاهد شوه»ماوې ۳ تنه شته، هغوی کېږي.خو یوتن یې داسې برېښې چې زما د واده په وخت کې به لا ورني کې وه، وې خندل. سفیر قونسل ته حکم وکړ اشپز و اجیر سفارت را به صفت تصدیق کننده شاهدان بیګی کارش را اجرا کو.ماوي سفیر صیب د کاغذ تر ګوتو کولو دمخه درڅخه مننه کوم.
قونسل څه د کمپیوټر صفحه پرانېسته د ترتیب شوی وثيقې په ډکولو بوخت شو.د سفیر په حکم لکه چې حافظه یې تروره شوی وي.هغه څه یې وویل چې باید ما ویلي وه.شاهدانو ته یې مخ کړ«شما به چشم تان دیدن بګوش شنېدن که ای عروسي کرده.له ټولو د نې غږ ووت دیګه ما چطور برایش تصدیق مېدادیم» پنځه دقېقې وروسته یې همدې کسانو ته وویل «بیاید شصت تان بګذارید»له ګوتو اېښودو وروسته ما وثقیه واخسته چې بهر په موټر کې مېرمن مې لاسلیک کړي. اخلاقو ته ژمن عزتمن وویل نه «اینجا بیایه امضا کنه»
د غه وثیقه کې چې ريښتیا په درغو او حقیقت په جعل په کې تایئد شوی. د مشروعیت لپاره یی د ۴۰ اېرو عکسونه پرې سریښ کړل اوپه ۸۰ اېرو یې راباندې وپلورله،۸ساعته مې وخت پرې تېر شو.په پای کې قونسل بلجمي مامور ته زموږ نومونه او د واده نېټه په تلیفون کې وویله او شېبه وروسته یې پیاده لیکل شوی تصدیق ترې راوړو. یو نقل وثقه هغه له ځان سره قېد کړه بله ما په کور کې. حقیقی سند همهغه زما د غوښتنې مطابق چې په فرانسوي ژبه لیکل شوی وه هغه مې ښاروالۍ ته ورکړ.۱۲۰ اېرو او ۸ساعته وخت پر وثقې عبث لاړه.
لیکنه ملت ته وایی چې د ظلم وریځې له اطاعت نه زېږیږي او د بهرنیو چارو له وزارت نه غواړي چې د سفارت کارکوونکي یې په وخت کارته راشې.قانون ول ونه نیسي،د عارض د غوښتنې مطابق سند دې ورکړي. په پښتو ژبه دې تقریر اوتحریر هم کوي. د دود شوو وثېقو ورکړه دې ځکه بنده کړېچې بهرنیو هېوادو ته د اتبار وړ ندي.
محمد نقیب تره خیل ۱۲/۶/۲۰۱۳
منم یی درسره ولی په دی چی دا دوحشی زامن الف نه ی پوری ټول متعصبین اومشکلات جووړونکی دی ،ان چی ما ددوی دظلم له او طوتی له لاسه خپله رسمی وظیفه له لاسه ورکړه الله ج دی دوی تباه او برباد کړی خو داوایم که وخت یی راغی بیا به ګورم ورسره.
زه افغان چی کله سم شم په دمه شم د زری زری حساب به تری نه غوړم
منم یی درسره ولی په دی چی دا دوحشی زامن الف نه ی پوری ټول متعصبین اومشکلات جووړونکی دی ،ان چی ما ددوی دظلم له او طوتیی له لاسه خپله رسمی وظیفه له لاسه ورکړه الله ج دی دوی تباه او برباد کړی خو داوایم که وخت یی راغی بیا به ګورم ورسره.
زه افغان چی کله سم شم په دمه شم د زری زری حساب به تری نه غوړم
محترم محمد نقيب تره خيل! که رښتيا راباندي وايي نو ليکنه د دومره له زهرو او تعصب نه ډکه وه چې په لوستلو ئي پيښمانه شوم .ګوره وروره چي ته مشقات شريف هم په خلکو پسي ور وړي ،نو ليږ خو دغه آداب معاشرت زده کړه ! دا سپکي سپوري څه مانا؟ او دا دپښتانه ،هزاره او تاجک خبرو څخه دمطلب څه دی ؟ که دکوم هيواد دستورعملي کوي ،دانو اوس ځکه ځاي نه لري ،چې خلک اوس په دي خبرو نه غوليږي .او که رښتيا سره وايو ، دسفارت دکارمند ټولي خبري اودلايل سم وه خو دتا سرنه ور باندي خلاصيږي .او بيا دپه اخبارکي هم پسي ليکلي دي. لطفآ د له خپله ځانه څخه دغه زهر وباسه نور خير او خيرت ده ! دحيرانتيا وړ خو لا داده چې د تاند ورځپاڼه دا ډول سپکې ليکنې څنګه خپروي!
د دی ورور په تایید باید ووایم چی زمونږ مستوخان خو هیڅ مطالعه او له قوانینو آګاهی نه لری . هسی یو پنځه ورځی د مزو او ساعت تیری وخت دی چی په خوشحالی سره یی باید تیر کړل شی . له دوی د خدمت توقع نشته. دوی ته خدای ملی شعور نه دی ورکړی. د ده او طالب ترمنځ فرق نشته هغه هم خلک وژنی او پلونه ورانوی ، ښوونځی سوځوی او د پښتنو په وژنه بوخت دی او دا نوریی په قلم وهل کوی او زمونږ پوه ، تحصیل کرده او روڼ آندی پښتانه افغانان بی حیثیته کوی او دنیا ورباندی تنګه وی. که چاته دمستو خان کوم خدمت معلوم وی مهربانی د وکړی ود لیکی.
نور هر څه پخپل ځای خو سخت خوندور مطلب دې لیکلی
ډېره موده پس له دې انتخاباتي بې خونده لیکلنو لوستلو وروسته مې خوندوره پښتو ولوسته او زړه مې اوبه پرې وڅښې
څه چې درسره شوي الله دې یې اجر درکړي او خدای دې دوی تباه او برباد کړي ته وایه امین
یعقوبی ورور ته باید وویل شی چی د پورته لیکنی لیکونکی تر ډیرو حق په جانب دی. مثلا د افغانستان د دولت مامورین خصوصا هغوی چی له هیواده د باندی په داسی رسمی او حساسو دندو بوخت وی ، ضرور ده چی د هیواد دواړه رسمی ژبی یی زده وی او یوه بله خارجی ژبه یی هم زده وی. که فرضا د لیکلو تر حدیی پښتو نه وی زده نو لږ ترلږه خبری خو ورباندی وکړای شی او د عارض په مطلب خو پوه شی. د تیلفون بندول خپله تعصب دی او هیله یی باید کړی وای چی که امکان لری په دری خبری وکړی.
د قانون تطبیقول یواځی له هیواده د باندی او هغه هم په دومره شد او مد سره د تعجب کار دی. د هیواد په دننه کی د یوی وثیقی د اخیستلو لپاره مجبور یی چی تر زر دالرو ډیر رشوت ورکړی. زما په ګومان که د قونسلی د مسوول شخص له خوا پرون د لیکونکی تیلیفون نه وای قطع کړی نو هغه به شاهدان هم وروستی ول. دا د هغه ګناه ده چی د عارض خبری یی وا نه وریدی. په حقیقت کی د دولت ښاغلی استازی د افغانستان اساسی قانون او د دولت د کارمندانو قانون مات کړ. بل دا چی د حاضری مطابق باید خپل رسمی دفتر ته حاضر شوی وای.
بیا د هم د افغانستان د سفیر کور ودان وی چی د خپلو مهاجرو هیوادوالو په مجبوریت پوهیږی او څومره چی امکان لری ، آسانتیاوی یی ورته برابره کړی دی. مګر په هالند کی دافغانستان قونسل ښاغلی اورنګ بیا دومره احساس نه لری هغه ته له هرڅه واسطه مهمه ده او د واسطی تر سیوری لاندی شفافیت او قانون وینی. د یوه مهاجر هیواد وال د خدمت لپاره دی د میاشتی دری – څلور زره یورو معاش ، د کور کراییه او نور امتیازات اخلی خو خدمت ته یی ملا ماته وی.