د طالبانو دحکومت له ړنګېدو وروسته د بن له پرېکړي سره چې افغانستان کې نوی حکومت رامنځته سو او دادی یوه نیمه لسیزه يې پوره سوه، د افغانستان په څېر له یوه کوچني هیواد سره د نړۍ په تاریخ کې دومره نغدي مرستې نه وې سوې اوس افغانانو ته پوښتنه دا ده چې له دې مرستو څخه افغان حکومتي ادارې او نړیوالو متحدینو ولي سمه ګټه پورته نه کړه او لکه څنګه چې وړ وه هغسې پر ځای ونه لګېدلې ، دې پوښتنې ته دوه ځوابه ویلای سو.

 لومړی دا چې یادې مرستې او پیسې د افغانستان د ملي بودیجې له لارې و نه لګېدې دوهم دا چې دنړۍ په کچه  په فساد کې اول نمبر نا اهله ادارې یې مخه ډب کړې وه ، د ټوکیو، لندن او نورو کنفرانسونو په څېر دادی  تېره ورځ د بروکسل کنفرانس کې د افغانستان سره (۱۵،۲) پنځلس عشاریه دوه ملیارده  ډالره مرسته وسوه دادی بیا له ملت سره شکونه او پوښتنې پیدا سوي چې  یادې مرستې به هیواد کې تر لیرو پرتو سیمو پورې د خلکو دژوند د ښه والي لپاره پر ځای ولګیږي او که بیا پر هغه زړه فاسده لاره د څو چورواکو جیبونو ته ولویږي او  په دوبۍ کې به پرې شرابونه او کبابونه خوري او یا به لوړ بیلډینګونه پرې جوړوي، مهمه خبره دا ده چې شفافیت باید رامنځته سي، که څه هم د ښاغلي حامد کرزي حکومت په فساد کې لومړی مقام خپل کړی و او ملت  له دې حالت څخه رنځ وړی، کله چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني ټاکنو ته راوړاندي سو، د نوموړي ژمنو چې فساد به محوه او اصلاحات به راولي، په خواشینۍ سره هغه اش هغه کاسه، زاړه والیان يې تر وزارتونو ورسول  هغه  د ملت ناخوښه، زړې او ناکاره  څېرې يې پرې بیا وتپلې، ولس ناراضه دی، هیواد خورا بدي خوا ته روان دی، کندوز، هلمند ، فراه او روزګان د سقوط پر پوله دي، جنرالۍ، رتبې ، څوکۍ او وظیفې په پیسو خرڅیږي او داهلیت پر بنسټ نه ویشل کیږي، روابط او واسطې حاکمي دي، زیات شمېر کې ځوان نسل هیواد پریږي، کار ي بوختیاوي په ټپه ولاړې دې، که چیري د بروکسل مرستې پر ځای ولګول سي، افغان ځوانان به په کار بوخت سي، د ملت دناراضۍ کچه به راټیټه سي، نود هیواد په دغو تاریخي شېبو کې مشرانو له په کار ده چې نور پر خپل وطن زړه وسوځوي دا هیواد دې وژغوري کنه افغانستان د داسي یوه پاڼ پر غاړه پروت دی چې بیا به د سراښو همسایه هیوادنو خوراک سي، که چیري د ملي وحدت د حکومت مشران خپل مسؤلیت او رسالت سرته ونه رسوي ، د دې ټول مظلوم ملت حساب تاریخ ته پاتیږي او دتاریخ پاڼې به پرې قضاوت وکړي.

2 thoughts on “د بروکسل مرستې به څنګه لګیږي؟/ سردارمحمد همدرد”
  1. سردار محمد وروره ښه لیکنه دی کړی وه ای کاشکی داسی شوی چی دامرستی پرځای مصرف کړی وای خونه زه باورلرم داغل دی په غلا اموخته شوی هیڅ ښه تمه دی مشرانو ته مه لری اوس به بیا یو څو پوروژی اعلان کړی خو هغه هم په داسی ډول جوړوی چی هیڅ ارزښت به نه لری خپل جیبونه ډکوی جبونه یی تش سوی دی دوی داسی ورځی ته دا ډیر وخت انتظار تیر کړی دی اوس نو بیا ښه موقع ورته برابره ده

  2. سلامونه،
    سردار م. ورور او ټولو هیواد دوستانو او د فقیرو او غریبو وطنوالو خواخوږو افغانانو ته په حقه دا تشویش پیدا شوی چې اوس به څه چل کیږي؟. دري کې متل دی (آزموده ره آزمودن خطاست!).
    د بروکسل له غوڼډې څو ورځې مخکې د سر چوک آوازې خپرې سوې ،چې پس له غوڼډې به یونس قانوني؟؛غ.فاروق وردګ؟، عطا متاع او داسې نورو ته بیا چوکئ ورکول کیږي!!!. که څه هم آخرنی یو په سرپرستۍ کې زیر پرست او بیتاجه سلطان !دی؛
    همدا رنګه د اِجړايي همګراییان! به اِخپُل ډالري معاشات او پر ډیمونه په دریشیګانو او آریشګاهو زیاتوي …
    خو آ د چا خبره، الله تعالی به د افغان ولس یو څه خیر په م.اشرف غني ساب کې نغښتلی وي یعنې لاسونه ېې په وینو کګړ نه دي او فساد ېې ندی کړی؛ خو کاشکې د عبدالله باډۍ د غني وای!. او شاته سوور بریتو ېې هم په رښتیا د دهء له ستراتیژیکو لڼډ او اوژد مهاله پلانونو ملاتړ کولای! ،
    غني چې مالیزیا، سنګاپوور، چین ا.د.ن. ملکونو ته کوم پر پښو درولو اقتصادي پلانونه جوړ کړي او البته هغه ملتونو پخپله هم ځانونه ښورولي او ڼن کومه ځانګړې ستونزه نلري او تقریبن خودکفاء دي!،نو که دا مرستې په سوله، زیربنایی او ظرفیتونو جوړښتونو لوړولو ولګوي دا به د ده دوهم متفکرتوب ړومبي ته واړوي؛ او که د کرزي بابا غوندې ېې د استادانو شاګردي وکړه هماغه دی چې د خلکو زور بیا د زور دی!.
    ان الله مع الصابرین . و یحب المتقین.

ځواب ورکول نقیب الرحمن کامران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *