د افغانستان برشنا شرکت

کابل (د غويي ۲۴  مه ۱۳۹۸)

د افغانستان برښنا شرکت له بېلابېلو شرکتونو سره د ۳۴۸ ملیونه افغانیو څخه ډیر په ټولیز لګښت د برښنا شرکت د لسو مختلفو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د افغانستان د برښنا شرکت د دریو پروژو تړونونه د رسنیو په حضور کې د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئيس انجنیر امان الله غالب له لوري د قراردادي شرکتونو له استازیو سره لاسلیک شول.

په دې تړونونو کې لومړی پروژه د افغانستان برښنا شرکت فني کارکوونکو، صفاکارانو او ډریورانو لپاره د اوړي او ژمي د کالیو تهیه او تدارک  دي چې تړون یې د افغان میرمنو ( سلیم نثارد کالیو وینځلو او د البسې د تولید) شرکت سره لاسلیک شو او دوه نورې پروژې د هرات ولایت په چشت شریف او اوبې ولسوالیو کې د ۰،۴/۲۰ کیلو ولت توزیعي شبکو نصب او انستالیشن تړون  د اطلس افروز شرق شرکت سره او د هرات ولایت په کروخ او پشتون زرغون ولسوالیو کې د ۰،۴/۲۰ کیلو ولت توزیعي شبکو نصب او انستالیشن تړون د نوین سیمیا شرکت سره لاسلیک شو.

د پورته دریوو پروژو ټولیز ارزښت (۲۱۷،۱۷۲،۳۴۸) افغانۍ دی چې لومړۍ پروژه به له تړون وروسته د دوو میاشتو په لړ کې او دوه نورې پروژې به د نهو میاشتو په لړ کې بشپړې شي.

همدارنګه د افغانستان برښنا شرکت په ټول هیواد کې د هغو اشخاصو د نومونو د افشأ کولو کمپاین هم اعلان کړ چې د برښنا انرژي غلا کوي او همدارنګه د لګول شوې برښنا د پیسو په ورکړه کې زورګویي کوي.

له بله اړخه، د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت د تحقق موندلو په موخه د افغانستان برښنا شرکت په پنځو ولایتونو لکه فراه، غور، ارزګان، زابل او دایکندي کې چې د دیزلي جنراتور له لارې یې برښنا تامینیږي په دوو دورو کې د برښنا په تعرفې کې د ۳۰ سلنه کموالي د راتلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ددې طرحې پر بنسټ، د افغانستان برښنا شرکت د مسوولیت په درک کولو سره پریکړه وکړه څو د هغو پيرودونکو ستونزو ته چې د برښنا د تعرفې د لوړوالي له امله نشي کولای له برښنا څخه ګټه پورته کړي رسیدګي وکړي او برښنا ته د هغوي د لاسرسي زمینې برابرې کړي.

د یادولو وړ دي چې د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه را پدیخوا د اوو نورو پروژو تړونونه هم د  (۱۳۱،۰۰۴،۳۱۰ ) افغانیو په ټولیز لګښت سره د افغانستان برښنا شرکت له لوري په شرایطو برابر قراردادي شرکتونو له استازیو سره لاسلیک شوی دي. په یادو اوو پروژو کې د وچ سوچونو او د مرکز د سوچبوردونو تهیه او تدارک، د کابل برښنا د ضرورت وړ ۴۰۰۰ پایو ۶ میتره صندوقونو تدارک، د پلخمري پایه سازۍ آمریت د اړتیا وړ په مختلفو سایزونو د ۴۵۰۰ آهن کانکریتي پایو د تولید لپاره د ۱۰ قلم جنس تدارک، د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بته کشان کلي د برښنا رسونې پروژې لپاره د ۴۴ قلمه تجهیزاتو تدارک، د بلخ برښنا حوزې د کلیو د اړتیا وړ ۳۰۰ آهن کانکریټي ۱۲ متري پایو او ۲۰۰ آهن کانکریټي ۱۰ متري پایو تهیه او تدارک، د بغلان برشنا د دشت آلوان سب ستیشن، پشته سرخ جبل السراج، د کابل شمال لویدیځ سب ستیشن د برښنایي، ساختماني، بطریو او پلاستیکي سرغچونو تدارک او په دوه لاټو کې شامل د تجارتي ریاست د ترانسفارمرونو تهیه او تدارک او د کابل برښنا د سروبي د برښنا مدیریت د اړتیا وړ د متفرقه تجهیزاتو چمتو کول شامل دي.

د برښنا د پورته لسو پروژو ټولیز ارزښت چې د ۱۳۹۸ کال په لړ کې له مختلفو شرکتونو سره لاسلیک شوي (۳۴۸،۱۷۶،۶۵۸) افغانۍ دی.

په همدې حال کې، د افغانستان برښنا شرکت په نظر کې لري چې له دې خبر پاڼې سره ضمیمه شوې پروژې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

One thought on “د برښنا رسونې د څو پروژو د تړون لاسلیک او د برښنا له غلو سره مبارزه”
  1. د عا دلانہ تحقیق موندلوھدایت ،بررسی او عا دلانہ توزیع او ویش پہ خاطر د تاریخ پہ او دو کی موز لہ بر شما د کابل پہ گیدہ کی محروم یو ۔
    د جھاد د تاریخ پر بنست کہ روسانو زموز کور پہ جنگی پوستی بدل کری وہ خو د ھغو ویجار او وران تانکونہ اوس ھم زموز خمکو کی پراتہ دی ۔ کہ د ظاھر خان پہ وختہ دغہ د شکار سیمی د ھغہ د میلمنو لپارہ ارزشت در لود خو اوس یی ھم لری ۔ بند غازی تیاری اوبہ چی د ذخیرے امکانات یی لہ ھرخہ لور دی او دیرو سیمو تہ برق برابرولای شی ۔حتی لہ مرکز سرہ مرستہ کولای شی ۔
    موز نہ پوھیزو چی لہ دی سیمی سر ہ حکومت او ادارہ پہ تیرہ بیا مسول کسان ولی ناغیری کوی چی د زراعت ، بر شنا ، روغتیا یی مرکز او د پوھنی پہ برخہ کی ھیخ نہ دی شوی او پہ کلک خوب ویدہ شکاری حال داچی نورو ولسوالیو تہ ھوایی دگر جوریزی ۔
    دا سیمہ دیرہ پراخہ سیمہ دہ چی لہ حصار کہ را پیل کیزی ، ازری ، دوبندی ، د شتک او لوگر د عینک مسو باندی پای تہ رسیزی۔
    کہ مکناتن دلتہ ماتی خورلی خو اوس آبادی او پر مختگ تہ ھم ضرورت لری ۔ چی لہ بدہ مرغہ ھیچا دی مظلوم ولس سرہ د تعاون گام نہ دی پورتہ کری
    داھم د مبارزی یوہ برخہ دہ او دیر عام المنفعہ د خیر او برکت د ولس پہ گتہ کار دی

ځواب ورکول ع۔شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *