تاند- د بریتانیا د ملکې زوی ویلیم مېرمنې کېټ زوی وزېږېد. دا په داسي حال کې ده چې ډېرو خلکو ګومان کاوه چې لور به وي.
کېټ د لندن په وخت د مازدیګر په څلور بجې او ۲۴ دقیقو ماشوم وزېږاوه.
سره له دې چې هم ویلیم او هم کېټ به پوهېدل چې زېږېدونکی ماشوم یې هلک که نجلۍ ده خو دوی دا خبره د دې لپاره پټه ساتلې وه چې د خلکو تلوسه زیاته شي. د ملکې له ماڼۍ (بکینګهم پلس) څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شهزاده ویلیم به نن شپه په زېږنتون کې پاتې شي.
د نړۍ د مختلفو هیوادونو د رسنیو خبریالان د لندن د سینټ مري روغتون مخته راټول شوي چې خپلو خلکو ته د دغه ماشوم د زېږېدو په اړه ژر تر ژره خبر ورکړي.
د دغه ماشوم د زېږېدا اهمیت په دې کې هم دی چې هغه د سلطنت زیات چانش لري. دا ماشوم به د پاچهۍ پر ګدۍ د کښېناستو په کتار کې درېم ځای ولري.
د ماشوم پلار شهزاده ویلیم د ماشوم د زېږېدو په خاطر له پوځه رخصتي اخیستې ده.
ډاکترانو ویلي چې ماشوم په طبیعي ډول دنیا ته سترګې رڼې کړي او د مور روغتیايی حال یې هم ښه دی.

سلام
دا دی یارانو د بریتانیا يو بل واکمن زیات سو
درنښت