تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون نن ناببره افغانستان ته راغی، په هلمند کې یې له بریتانیايي پوځیانو سره وکتل او وروسته کابل ته راغی چې له ولسمشر کرزي سره وویني.

د بریتانیا صدراعظم وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شوی او د لومړي ځل لپاره د افغانستان د وروستیو دوولس کلونو د جګړې د پای ته رسولو جدي هلې ځلې پیل شوي دي.

د وروستي راپور له مخې کامرون په کابل کې له ولسمشر کرزي سره د قطر د دفتر، د سولې د بهیر او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په باب خبرې وکړې. ده په لشکرګاه کې د هلمند له والي سره هم پنځه څلوېښت دقیقې خبرې وکړې. او هغه ته یې وعده ورکړه چې بریتانیا به له ۲۰۱۴ وروسته هم له افغانستان او په تېره بیا هلمند ولاتی سره خپلې مرستې جاري وساتي.

کامرون داسي ولایت وباله چې بریتانیا پکې تر ټولو زیات تلفات ورکړي دي.

په افغانستان کې شاوخوا ۹ زره بریتانیايي پوځیان مېشت دي چې اکثره په هلمند کې دي.

د هلمند والي محمد نعیم له ښاغلي کامرون څخه وغوښتل چې د هلمند هوايي ډګر پراخ کړي چې ملکي الوتکې ترې کار واخیستلی شي.

تېره اوونۍ د افغانستان د ټولو عملیاتو مشري افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

پرون په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو مرستیال جنرال نیک کارتر وویل افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د عملیاتو د مشرۍ سپارل به، چې تېره اوونۍ یې وروستی پړاو بشپړ شو، بالاخره طالبان خبرو ته حاضر کړي.

جنرال کارتر، چې پخوا په هلمند کې د بریتانوي پوځیانو عمومي قومندان و، همداراز وویل افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو انتقال او د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د افغان ځواکونو وړتیا د طالبانو لپاره یو درس دی چې په راتلونکې کې د واک ته رسېدو هیله ونه لري. دا مسله د کارتر په وینا خبرو ته د طالبانو د تیارېدو سبب کېږي.

جنرال کارتر وايي یو وخت داسی تصور کېده چې ساعت د بهرنیو قواوو په لاس کې دی خو وخت د طالبانو په ګټه دی، خو اوس خبره برعکس شوې ده، طالبان په دې پوهېدلي چې که بهرني پوځیان ووځي واک ته د دوی د رسېدو احتمال نشته.

د جنرال کارتر په نظر افغان امنیتي ځواکونه په دې خاطر چې په بیړه تشکیل شوي، د مرستو دوام ته اړتیا لري او د هغوی یوه ستونزه د هوايي ځواک نه لرل دي او له دې کبله په غرنیو سیمو کې د دوی خوځښت له مشکل سره مخامخوي.

3 thoughts on “د بریتانیا صدراعظم ناببره افغانستان ته راغی”
  1. پهدی خبره دی هر خبر او ناخبر افغان پوه وی:
    چی لکه موچی به احمدشا بابا ویارو کامرون هم به مکناتن ویاری نو لهانګلیس هیځ تمه مه لری

  2. حامددانګلیستان مستعمره پاکستان دی نه افغانستان. تاسې ناپوهه خلک اوس هم په خوب ویده یاست. اوبل هغه خواته تاسې پشتانه خودپنجاب مستعمره هم یاست. خدای مودپنجاب له مستعمرې خلاص کړه دافغانستان ّپه اړه غلط فکرمه کوۍ ځکه افغانان پوهیږي چې څه اوڅنګه یې وکړي. تاسې خوهسې هم خرڅ شوي خلک یاست!!!!!

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *