تاند- بي بي سي وايي د بریتانیا په څو دواکانونو کې یې د غوا متیازې لیدلي چې خرڅلاو ته اېښودل شوي دي.
د بي بي سي یوه خبریال توانېدلی چې په څو دوکانونو کې د غوا متیازې ومومي چې د (ګاف موتر) په نوم د هندوانو په دوکانونو کې پلورل کېږي.
د غوا د متیازو په بوتلونو باندې په هندي ژبه لیکل شوي چې انګرېزان پرې نه پوهېږي.
یوه پلورنکي وویل چې هندوان د خپلو مذهبي عقایدو پر اساس د غوا متیازې اخلي، په تېره بیا کله چې د چا په کور کې ماشوم وزېږي د تبُرک او نېکمرغه کېدو لپاره د غواړ متیازې استعمالوي.
ویل شوي چې پر دوکانونو سربېره د هندوانو مندرونو ته هم د غواوو له فارمونو څخه متیازې راوړل کېږي.
د یوه مندر مسوول ګوري داس وویل چې له ۱۹۷۰ میلادی کال راهیسي د غوا متیازې پلورل کېږي.
د مندر یوه کارکوونکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د غوا د متیازو خوند څرنګه دی، وویل:«یو څه ترخې او تر یوه حده د درملو په شان دي.»
ده وویل چې د ورځې ۳ ځلې د غوا متیازې څښي ځکه د ده په وینا هاضمې ته ګټورې دي.
په همدې حال کې د بریتانیا د خوراکي موادو د ستندرد ادارې په یوه اعلامیه کې وویل چې د څښاک لپاره د غوا د متیازو پلورل غیرقانوني دي.
بیشکه خومره چی د اسلام خخه لر کیزی وحشت دی
غیراسلامی کار دی دطب لحاظ ځانی توانونه هم لری که څوک یی په لابراتوار کی ښه وڅیړی بیا به ورته معلوم شی.
دوی کله کله په خپل خدای په محکمه کی شکایت کوی نورهم عجیب کارونه کوی دوی هم ددی متیازو مستحق دی په خوند خونددی خوری