تاند- د بریتانیا رسنۍ وايي چې د دغه هیواد پوځیان په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوره کې د ۵۲ افغانانو د وژلو پر سر له جنايي تحقیقاتو سره مخامخ دي.
ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې په سلګونو بریتانیايي پوځیان د وژنو او ناوړه چلند په شمول د ټولټال ۱۶۶ قضیو په تړاو پوښتل کېږي.
د بریتانیا د کابینې غړي او د پوځ قوماندانان اندېښنه لري چې د افغانستان د ماموریت په لړ کې به هم د دوی پر ځواکونو هغسي ادعاوې وشي چې د عراق له جګړې وروسته پر هغوی وشوې.
د عراق په جګړه کې د بریتانیا پر پوځیانو د ناوړه چلند، ځورونو او وژنو څه باندې ۱۵۰۰ تورونه ولګول شول.
د افغانستان په جګړه کې د بریتانیايي پوځیانو د ناوړه سلوک او وژنو مسله څو ورځې وروسته له دې افشا شوه چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز وویل چې پر پوځ حقوقي دعوه په راتلونکو جګړو کې د دغه پوځ جنګي وړتیا زیانمنوي.
د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون ویلي چې د دغه هیواد د زړه ورو پوځیانو خلاف تورونه د ګټو د ترلاسه کولو لپاره لګول کېږي.
دا قضیې شخصي یا خصوصي حقوقي ډلو راپورته کړي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت د تحقیقاتي متخصصانو یوه ډله ګومارلې چې اپرېشن نارتمور نومېږي او د افغانستان په اړه تورونو او ادعاوو ته ځانګړې ده.
دوی پر ۱۶۶ قضیو جلا جلا تحقیق کوي. په دغو قضیو کې د قتل ۵۲ بېلابېلې پېښې شاملې دي.
په افغانستان کې د بریتانیا پر پوځ لګول شوي تورونه له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ پوري مودې سره تړاو لري. دا هغه وخت دی چې په هلمند کې د بریتانیايي پوځیانو شمېر تر بل هر وخت ډېر و.
دافغانستان تاريخی دښمنانودخپلو ګټو لپاره داسی ناوړی کړنی ترسره کړی چی حد اوحدود نه لری
بریتانیا له اوله افغانانو ته ښه نیته نه لري ، په افغانستان کې د ناخوالوزیږنده دهمداپلیته بریتانیاده ، پښتانه یې په مینځ بیل کړل دپښتنو په وجود یې دجبرتوره کرښته راوښکله ترڅوچې پښتانه ژوندې وي له بدبختیو سره به مخ وي دامهال هم بریتانوي ځواکونواو ورسره یې متحدینو په هیواد کې داسې ډیرجنایتونه ترسره کړی چې دوخت په تیریدوسره به یې نتیجې رامخ ته کیږي ، ترڅوچې نړیوال ځواکونه په هیواد کې وي ترهغه به دسولی او ارام ژوند څښتن نه شو،مونږ به هم لکه دډیرو افغانانو په څیر داارمان خاوروته له ځان سره یوسو،همدې پلیتو هیوادونو دنړۍ په هرځای کې اوربل کړې او ددوی دبل شوي اور په مجمرکې مسلمانان وریتیږي ،په منځني ختیځ کې یې په میلیونونو مسلمانان ووژل هیوادونه یې ورړنګ ګړل ، په میلیونونو یې بې کوره کړل ،دخپلو هیوادونو لارې یې پرې وتړلې په عراق اوسورې کې یې دنو نقشو او ددې هیوادونو دټوټه کیدو پرپلان کار شروع کړی خدای مه کړه که داپلان یې پلې شوپه افغانستان کې به هم ددوی طرحه شوي پلان ته دعمل جامه ورواغوندي پدې سره به افغانان د لاینحله بدبختیوخواته ورټیل وهي